په جنازه کې د غورځنګ مشر منظور پښتين، د قامي اسمبلۍ غړيو محسن داوړ، علي وزير، د پښتونونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر نواب اياز خان جوګيزۍ په ګډون ددې ګوند او د غورځنګ نورو مشرانو، غړيو او ځايي خلکو د زرګونو په شمېر کې ګډون وکړ.
په قېرغیزستان کې ځېنې خلک واورینو غرونو ته ځي او هلته د ځړوبي (چړ یا ابشار) په یخو اوبو لامبي. دوی وايي، دا عمل د روغتیا لپاره ښه دی. پر دې موضوع د مشال راډیو قېرغیزۍ څانګې ویډیويي رپورټ مو پښتو کړی.
د فبرورۍ پر درېیمه، د محمد ارمان لوڼي د وژنې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ او د مدني ټولنو غړو په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې وکړې او ځای په ځای د هغه د جنازې غایبانه لمونخونه نه هم ادا شول. خلکو د مظاهرو پر مهال لیکلي شعارونه هم پورته کړي ول چې پکې لیکل شوي وو، د پښتنو ځوانانو وژنه دې بنده شي.
د فبروۍ پر درېیمه، د سوات په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو د ابراهیم ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهره او لاریون کړی. د غورځنګ یوه مشر ادریس باچا په وینا کې وویل، د لوڼي د وژنې حساب غواړي. دوی دا مظاهره پر داسې مهال کړې چې د بلوچستان حکومت دعوه کړې چې لوڼی د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی او دا چې پولیسو ورباندې تشدد نه دی کړی. خو عیني شاهدان وايي، پولیسو نوموړی په کونداغ وواهه چې له کبله یې هغه بېهوشه شو او په روغتون کې ومړ. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بلوچستان کې ډاکټران وایي له ۲۰۱۰م کال وروسته په دغه صوبه کې له ۴۰ زیات ډاکټران د پېسو په غرض تښتول شوي دي او حکومت تر اوسه د داسې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
په داسې حال کې چې پاکستان د روغتیا د نړېوالې ادارې پر مرسته په خپله خاوره کې دننه د پولیو رنځ د ختمولو لپاره پوره پوره هڅې کوي، په قبایلي ضلع باجوړ کې د دغه رنځ یو بل مثبت کیس مخې ته راغلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وژلي غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼي خور وايي، ورور ته يې معلومه وه چې د مبارزې پر مهال زندانونو ته هم تللی شي او مرګ هم پکې شته. وړانګې لوڼۍ د فبروۍ پر درېیمه له مشال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د لوڼي ارمان دا وو چې خور یې ډاکټره شي او اوس يې هوډ کړی چې د هغه دا ارمان به ورپوره کوي. له نوموړې سره تفصیلي مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف د ډاکټرانو په سپارښتنه د زړه ناروغۍ له وجې د لاهور له کوټ لکپت زندان نه روغتون ته لېږدول شوی او هلته یې درملنه روانه ده.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ځايي مشران د فبرورۍ په دوهمه خیسور کې د حیات خان کورنۍ ته ورغلل او د هغوی غوښتنې او خبرې یې واورېدلې.