د بلوچستان ټېکه داران شکایت کوي چې د بلوچستان عوامي پارټۍ په مشرۍ د نوي حکومت له راتلو سره یې د پخواني حکومت پروژې په ټپه ولاړې دي ځکه چې اوسنی حکومت ورته پیسې نه ورکوي او له مالي بحران سرټکوي. پر دغه مالي بحران قاسم خان مندوخېل د بلوچستان له یوه پخواني وزیر جعفر خان مندوخېل سره ږغېدلي یو. د دغه ویډيو اډیټر د مشال راډيو خبریال بشیر ګواښ دی.
په بلوچستان صوبه کې د ډبرو سکرو په کانونو کې په کار بوخت یو شمېر افغان کارګران وايي، دوی په سختو شرایطو کې کار کوي او د مرګژوبلې پر مهال له خپلو قانوني حقونو بې برخې پاتې کېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترین د فیبرورۍ په ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل د عالمزیب مسود په ګډون درې نور ملګري یې په زندان کې دي چې تر راخوشې کیدو به یې دوی احتجاجونو ته دوام ورکوي.
دا پېښه د ژبې پر اساس شوې ده.د باجوړ ډېر خلک په نورو ښارونو کې مزدوري کوي. د دې پېښې سره په خلکو کې دا احساس پیدا شوی دی چې د نورو علاقو خلکو ته دوی د منلو وړ نه دي.
په مومندو کې يوه داسې سيمه هم شته چې پکې ماشومان په خيمو کې درس وايي. دا سيمه پنډيالۍ ده خو د سکول دغه خيمې شلېدلې دي. کله چې باران يا سيلۍ شي نو زده کوونکي يا خو رخصت کړل شي او بيا نېږدې د پرايمري سکول په کوټو کې پناه واخلي. د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي ، که هند پر خپلو ځواکونو په شوي برید کې د ککړو عناصر په اړه کره مالومات ورکړل نو پاکستان به خامخا د هغوي پرضد ګامونه پورته کوي.
د خوست یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، چې افغان حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو په یاد ولایت کې ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې نندارتون جوړ شو، په دې نندارتون کې د کونړ کرهڼیز او نور تولیدات ايښودل شوي وو. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې له هند سره دې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي چې تر هندي ولکې لاندې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې لسګونه هندي سرتېري ووژل شول.
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو لومړۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.
په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته له اورېدونکیو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کول کېږي.
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې په کې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.
د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور ځکه نه درج کوي چې په دې اړه د دوی تحقیقات پوره شوي نه دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران غړي عبدالله ننګيال او ادريس پښتين په جېل کې د ۱۳ ورځو تېرولو وروسته راخوشي شول. دوی دواړه پوليسو د فرورۍ په پنځمه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې د شپاړسو نورو غړو سره هغه مهال ونيول چې په لورالاي کې د وژل شوي ملګري ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې خلاف يې مظاهره کوله.
د بلوچستان د کورنيوو چارو صوبايي وزير ضيا الله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژې امنيت يې په ښه توګه ساتلی دی او د سعودي عرب د پانګې ساتلو ته هم تيار دي.