د بشري حقونو فعالان د او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهبازشریف سره تر لیدو وروسته ويلي دي چې له پاکستان سره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچ ۱۰ اربه امریکايي ډالرو ته پر رسولو موافقه کړې ده. نوموړی د اپرېل پر ۲۲مه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی. دا د دواړو هېوادونو اړيکې به سيمه ييز ته امنيت ته څه ګڼه ورسوي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی.
د خيبر پښتونخوا د سوات د چارباغ تحصيل په سور ډېري کلي کې يوازينی پرايمري سکول وران پروت دی. د هغه ښوونځي زده کونکي او د کلي خلک غوښتنه کوي چي حکومت دي د سکول ودانۍ ورغوي. ويډيو رپورټ.