د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک په یوه خیریه پروګرام کې په لندن کې له ماشومانو سره کرکټ وکړ او د یوه ماشوم له لوري اوټ یا وسوځول شو. د دې پروګرام هدف د بریتانیا کرکټ لوبډلو ته د څه باندې یو میلیون ځوانانو جذبېدل دي. بریتانیا غواړي ۴۴ میلیونه نور ډالر د کرکټ په زېربناوو ولګوي.
په بلوچستان کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي. تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.
وکیله او د کډوالو د مرستې د کمېټۍ مخکښه غړې منیزه کاکړه وايي چې د اپرېل له نیمايي څخه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه غیر قانوني ده.
په بنګلا دېش کې د نرښځیانو لپاره بېل جومات جوړ شوی دی. په مېمن سېنګ سیمه کې دا جومات په سرکاري مځکه جوړ شوی خو د جوړېدو لپاره یې نرښځیانو خپله پېسې راغونډې کړې وې. نرښځیان وايي چې ځايي خلکو به پخوا د سیمې جومات ته د عبادت لپاره نه پرېښودل او ورسره به ډیر توپيري چلند کېده خو اوس د دې جومات جوړېدو سره یې دا ستونزه حل شوې ده. نور تفصیل د فرانس پریس اژانس په دې ویډیويي راپور کې.