د خيبر پښتونخوا په مردان او شاوخوا سیمو کې باران او ږلۍ فصلونو او باغونو ته زیانونه رسولي دی. کروندګر وايي، باران که په وخت شوی وای، ګټه فصلونو ته به یې ګټه رسېدلې وای خو چې بې وخته وشو نو تاوان یې واړاوه. دوی وايي، په فصلونو یې د سرخې په نوم بیمارۍ هم حمله کړې ده چې دوی پرې دواپاشي کوي او تمه لري چې څه نا څه حاصلات به ترلاسه کړي. نن سبا په سیمه کې د غنمو او ځینو نورو فصلونو د پخېدو وخت رارسېدلی دی. د مشال راډیو خبریال ویډیويي راپور راکوي.
پي ټي ای دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر اوومه په خپل فرمان کې د اپرېل پر نهمه د سېنېټ غونډه وروغوښته. ټاکل شوې چې په غونډه کې د سېنېټ نوي منتخب غړي لوړه وکړي چې تر هغې وروسته به یې مشر او د هغه مرستیال منتخبېږي.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په اختر کې د صحت ښه ساتلو په اړه غږېدلي یو. اورئ چې تر روژې وروسته د خوراک څښاک عمل څنګه عادي حالت ته ستنېدای شي او که څوک، په ځانګړي ډول ماشومان، په اختر کې اسهال یا د دستونو ښکار شي، نو څه کولای شئ. بشپړه خپرونه واورئ.
د روغتیايي کارکوونکو د اتحاديې مشر جمال شاه کاکړ د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته وويل چې باید حکومت د شخصي کولو پر ځای د روغتونو بودیجه زیاته کړي.
د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په شاه پور سيمه کې سېلابونو دوه پلونه وړي ول چې له امله يې ګڼ خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د هغې سيمې اوسېدونکي وايي چې د پلونو سروې او داوطلبي (ټېنډر) يې شوې خو د پيسو د نيشتوالي له وجې يې د بيارغونې کارونه نيمګړي پاتې دي. بلخوا د هغې سيمې استازي وايي چې هغوی به د ولس د ستونزو د هوارولو هڅه کوي. ويډيويي راپور وګورئ.
په وروستیو کې په شمالي وزیرستان او شاوخوا سیمو کې بریدونه او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې بیا زیاتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ناامنۍ په ذهني او رواني (نفسیاتي) پرېشانیو او خپګان اخته کړي دي. دوی وايي، خلک چې له یو بل سره ناست وي نو زیاتره وخت پر ناامنۍ خبرې او بحث کوي. د رواني چارو پوهان وايي، په داسې وضعیت کې خلک باید د خپل فکر او خیال بدلولو لپاره بېلابېل فعالیتونه وکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.