افغانستان کې اختر؛ هبت الله " نړۍ سره د تعامل" او د "شرعي حدودو د تطبيق " خبره وکړه د طالبانو مشر هبت الله آخوند زاده د کندهار په يوه جومات کې د وينا پرمهال يو ځل بیا نړۍ سره د "تعامل" غوښتنه وکړه، خو ټینګار ېې وکړ چې " د شرعي قوانينو او حدودو " په سر نړيوالو سره"معامله" نه کوي.
د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده د کندهار په يوه جومات کې د وينا پر مهال يوځل بیا نړۍ سره د "تعامل" غوښتنه وکړه، خو ټینګار ېې وکړ چې " د شرعي قوانينو او حدودو " په سر نړيوالو سره"معامله" نه کوي. د هغه په امامت د اختر لمانځه د مراسمو پر مهال خبریالانو ته د ويډيو او تصوير اخيستو اجازه ور نه کړل شوه.
په ترکیه کې يو تنظيم د معیوبه سپيو لپاره داسي ګاډي جوړ کړي چې هره ورځ يې ګرځوي. دغه سازمان د ۵۶۰ ځناورو ساتنه کوي چې ۳۰۰ يې معيوبه دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" کې د قبايلی سيمو د اوسېدونکو پر ټولنيز ژوند د ترهګرۍ ضد جګړې اغېز بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د حماس تر واک لاندې د الاقصا ټېلېوېژن د رپورټ له مخې، ځايي خلکو ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر نهمه د غزې پر مرکزي او جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي دي. د ټېلېوېژن په وینا، په النصیرت سیمه کې پر یوې ودانۍ په برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي.
په کواټ کې د څپلیو جوړولو یو مارکېټ دی چې پکې هېڅ برېښنايي مشین نه کارېږي او کاریګر ټول کار په لاس کوي. د کواټ تېلېدارې او پنجې دارې څپلۍ یا کېړۍ پخوا ډېرې مشهورې وې او له پاکستانه بهر هم به هم لېږدول کېدې. اوس هم خلک په اخترونو کې په کاریګرو د خپلې خوښې څپلۍ جوړوي. د هغو څپلیو جوړېدو او د دوکاندارانو ستونزو په اړه دا ویډیو وګورئ.
په پاکستان کې زياتره وخت د روژې او اختر د مياشتو لیدو پر سر اختلافات وي چې له کبله يې په هغه هېواد کې روژه او اختر په بېلابېلو ورځو کېږي.