اسراییل او متحدین یې وايي، دوی د ایران د ۳۰۰ راکټونو او بې پیلوټه الوتکو ډېری برخه شنډ کړي دي. نور تفصيل د عصمت څاروان په دې راپور کې ووینئ:
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د اپرېل پر ۱۴مه هم په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د باران او له وجې یې د سېلابونو اټکل کړی دی.
د ايران له خوا د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو د توغندیو او ډرونونو تر حملو وروسته د تهران او اسراييلو ترمینځ ترېنګلتيا لا زیاته شوې ده. ايران ولې پر اسراييلو مستقیماً حملې کړې او ایا د دې پر پراخه جګړې د اوښتو امکان شته او که څنګه؟ مشال راډیو دا پوښتنې په ناروې کې د ايرانیو چارو له پوه ډاکټر عیسا ستانکزي سره څېړلې دي. بشپړه مرکه واورئ.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی. د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.
د جنوبي امریکا په هېواد پیرو کې یو کس په وروستیو کې خپله ۱۲۴مه کلیزه لمانځلې ده. هغه سړی چې خلک یې د ماشیکو په نوم پېژني دعوه کوي چې په ۱۹۰۰ز کال کې زېږېدلی وو. ماشیکو ته حکومت تذکره یا شناختي کارډ ورکړی دی او نوم یې د تر ټولو زیات عمر لرونکي سړي په توګه د ګېنېز نړیوالو رېکارډونو په کتاب کې د دایرولو لپاره استولی دی خو هغې ادارې ورته لا ځواب نه دی ورکړی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د تېرو دوو ورځو سېلابونو په دې ولایت کې ۳ تنه مړه کړي او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي. پر ارزګان سربېره، په فراه او کندهار ولایتونو کې هم سېلابونه راوتي او زیانونه یې اړولي. نور جزییات په دې راپور کې کتلی شئ:
ایران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بېساری برید پیل کړ. هغه ډرونونه او توغندي د اپرېل پر ۱۴مه شپې دوه بجې د اسراییلو فضايي حریم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام یې مخه نیولې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
ايران دا بريدونه له هغې وروسته پيل کړل چې د هرمز په تنګي کې د اسراییلو سره تړلې يوه کښتۍ يې ونيوله چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې ویره يې راپارولې ده.