شاه محمد له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې درزي (خیاط) دی او یوازې افغان دودیزې جامې ګنډي او په ځانګړي ډول کندهارۍ غاړې جوړوي. دی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو یې کاروبار خراب شوی دی او ګرانۍ یې مالي مشکلات لا زیات کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پولیس له تېرې میاشتې راهیسې د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو په اړه معلومات غونډوي او د سیند او پنجاب حکومتونه وايي چې پلان لري چې د اپرېل له نیمايي څخه د هغوی د ستنولو بهیر هم پیل کړي. ویډیويي رپورټ.
د هرات په یوه روغتون کې لسګونه معتادین چې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي، وايي چې د دې اندېښنه شته چې ښايي یو شمېر دغه کسان بېرته نشهيي توکو ته مخه کړي. په دغو معتادینو لسګونه داسې کسان لیدل کېږي چې څو ځله تداوي شوي، خو بیا هم یې نشهيي توکو ته مخه کړې ده.
د اختر له راتګ سره سم د سیند صوبې په حيدر اباد کې د بنګړو کاروبار هم زیات شي. د حيدر اباد بنګړي په ټول پاکستان کې نوم لري او د حيدر اباد خلکو د بنګړو جوړولو دا کاروبار د پاکستان تر جوړېدو وروسته د هند له فیروز اباد سیمې څخه له ځان سره راوړی دی. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډيو جوړ شوی راپور درته دلته وړاندې کوو.
د پاکستان سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د ټاکلو لپاره انتخابات د اپرېل پر نهمه وشول چې يوسف رضا ګيلاني يې بې له مقابلې مشر او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر غړی سيدال خان ناصر بې له مقابلې مرستيال مشر وټاکل شو.
د افغانستان د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ځينو کسانو په لږې پانګونې وړې کارخونې جوړې کړي او د ځانونو تر څنګ يې د نورو خلکو لپاره هم د کار زمینې برابرې کړې دي. د دې کارخونو مالکان وايي، که چیرې هغوی ته برېښنا ورسېږي او په داخل کې د تولیداتو خامو موادو ته لاسرسی ډېر شي، نو واړه کاروبارونه به يې ډېر وغوړېږي. ويډيويي راپور.
طارق زياته کړه چې چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د عامو خلکو ترڅنګ د ګرځنده پوليس ځواک سرتېري د کتيرو کلي په يوه جومات کې د روژه ماتي لپاره غونډ شوي ول.