د خیبر پښتونخوا په مردان کې نرښځیان وایي، خپلوان ورسره په ټول کال رابطه نه کوي خو د روژې په میاشت کې ورته خپله کورنۍ او خپلوان ډېر یادیږي. نرښځیان وایي، له خپلې کورنۍ د لېرې والي له وجې له خپلو ملګرو سره یوځای روژه ماتی کوي او اخترونه نمانځي. دا چې د نرښځیانو روژه ماتی څنګه وي؟ په دې ویډیویي رپورټ کې یې وګورئ
د قوالۍ د محفل منتظم ماس خان وصال، چې د طبلې استاد او موسيقار دی، د مارچ پر ۳۱مه يې مشال راډيو ته وويل چې له تېرو شاوخوا درو لسيزو راهيسې دا ذمه واري پوره کوي.
اسلام اباد هايي کورټ دا حکم د هغې سزا پر خلاف د عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي بي د درخواست اوريدنې په مهال د اپريل په لومړۍ نيټه وکړو.
روسي چارواکي وايي چې په داغستان کې یې د ترهګرۍ په تړاو درې مشکوک کسان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۳۰مه د ګڼو هېوادونو سفیرانو له مسکو سره نېږدې پر یو تالار په خونړي برید کې د وژل شویو په یاد کې ګلان کښېښوول. په هغه حمله کې ۱۴۴ کسان وژل شوي ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه. په مسکو کې د امریکا سفیرې ویلي دي چې هېواد یې له روسیې سره په پلټنو کې مرستې ته تیار دی. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د مارچ پر ۳۱مه مظاهرې کړي دي. دوی د خپل مشر عمران خان او د ګوند د نورو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کوله. مظاهره چیانو د عدالتونو د ازادۍ شعارونه هم ورکول. د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کونکیو ته په ویناوو کې د ګوند مشرانو وویل چې د عمران خان او نورو غړو تر خوشې کېدو او د اسلام اباد های کورټ د شپږو قاضیانو سپریم کورټ ته د خط تر کره پلټنو به احتجاجونو ته دوام ورکوي. ویډیویي رپورټ
په پاکستان کې تر ۳۰۰ زياتو وکيلانو له سپريم کورټ څخه غوښتنه کړې چې د ايين د ۱۸۴ (۳) مادې له مخې دې د يادې معاملې خپله نوټس واخلي.
د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د شاه پور کلي اوسېدونکي شاعر فضل رحيم لوهار نهه کتابونو ليکلي دي. نوموړی وايي چې په ماشوموالي کې يې له ولسي شاعرۍ څخه الهام اخيستی او بيا يې خپله په شعر ويلو پيل کړی دی. ويډيويي مرکه.