د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سرخاب افغان کډوالو پنډغالي کې د اپرېل پر ۲۰مه د کډوالو قامي مشرانو جرګه کړې چې پکې د جرګې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې نور وخت دې ورکړي او که یې خپل هېواد ته استوي نو د بشري حقونو پر اساس دې ولېږدوي. بل خوا د پښین ضلعې انتظامي مشر جمعه داد مندوخېل د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ته لیک استولی دی چې هغوی د اسنادو نه درلودونکو ترڅنګ د افغان سیټیزن کارډ لرونکو په اړه یې مالومات راټول کړي دي او د کډوالو د ستنولو لپاره یې انتظامات بشپړ کړي دي. د صمد شبنم ویډیویي رپورټ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د غلاګانو او لوټمارۍ پرضد ولسي احتجاج شوی دی. د اپرېل پر۲۰مه د کراچۍ ښار د کڼو پوليسو تاڼو مخې ته خلکو احتجاج وکړ او له حکومته ېي د امنيټ ټنګښت او غلو پرضد د کوټلو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه. په کراچۍ کې په دې وروستيو کې د غلاګانو پر مهال خلکو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دي. ویډیویي رپورټ..
مولانا فضل الرحمان په ملک کې د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې عام ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او په ټول هیواد کې یې د عوامي اسمبلۍ په نوم د تحریک چلولو اعلان وکړ. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام جلسې ته وینا وکړه. خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن داسې ټول تورونه ردوي او انتخابات شفاف ګڼي. ویډیویي رپورټ.
د انتخاباتو کمېشن واييي چې د قامي اسمبلۍ پر۵، د پنجاب اسمبلۍ پر ۱۲، د خيبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ پر دوو، دوو او د سيند اسمبلۍ پر یوه څوکۍ د ټاکنې لپاره ولس رایې اچوي.
د افغانستان د خوست ولایت د ځينو خېلو د لیرې پرتو کلیو اوسېدونکي وايي چې هغوی په خپله نېږدې سیمه کې ښوونځی نه لري او ماشومان يې له زدکړو بې برخې دي. هغوی له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې ماشومانو ته يې د زدکړو فرصتونه برابر کړي. ځينې خېل د خوست ښار لویدیز لوري ته غریزه سیمه ده چې په تېر وخت کې د جګړو له کبله د هغې سیمې زیاتره اوسېدونکي د ژوند له بنيادي اسانتیاوو بې برخې پاتې شوې دي. ويډيويي رپورټ.
د خوست شیخ زاید پوهنتون تېره ورځ ۷۵ ځوان ډاکټران فارغ کړل. یاد پوهنتون په خپل ۲۵ کلن علمي بهیر کې سلګونه ډاکټران او زرګونه د لیسانس ترکچې محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي. له زده کړو فارغو شویو ډاکټرانو ویل چې غواړي د طب په برخه کې د هېوادوالو مرسته وکړي. تفصیل په دې ویډیو کې:
د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومانداۍ ویاند ویلي چې د کوټه سنګي د تېر ماښام چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي. طلوع نیوز، د خالد ځدراڼ له قوله په خپله ایکس( پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا چاودنه پر یوه مارسیډیز ډوله موټر د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.