پر ایران د اسراییلو تر حملې وروسته په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال اندېښمن دي. عبدالديان صيفي یو له دغو کډوالو څخه دی. هغه وايي، له دې حملې مخکې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و او که چېرې دغه کړکېچ دوام وکړي نو نورې ستونزې به رامنځته شي.
په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي بريد کې د هغوی يو پاکستانی ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. د کراچۍ پوليس وايي چې د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي د جاپانیانو ګاډی د ښار په لانډي سيمه کې اقتصادي زون ته روان وو چې ځانمرګی بريد او وروسته ډزې ورباندې وشوې. پوليس زیاتوي چې جاپاني وګړي په مرمۍ ضد (بولېټ پروف) ګاډي کې سپاره ول ځکه له حملې روغ ووتل. تر اوسه چا د هغه بريد ذمه واري نه ده منلې. نور حال د نياز علي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د پاکستان پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر موټر تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوي چې په کې د هغوی درې ساتونکي ژوبل شوي دي. د کراچۍ د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي د جاپانیانو پر موټرو یوه موټرسایکل سپور وسلهوال ځانمرګی برید وکړ.
د ایران په اصفهان ښار کې د نن سهار د دې بریدونو اړوند ویډیوګانې خپرې شوې. خو د ایران حکومت هڅه کړې چې دغه بریدونه کم ارزښته وښيي.
په روسیه کې د بندي امریکايۍ خبریالې "السو کورماشوا" له زنداني کېدو شپږ میاشتې واوښتې. السو، چې د ازادي راډیو/ازادې اروپا د تاتار-بیشکیر د برخې خبریاله ده، وايي چې ژر به یې بې ګناهي ثابته او له زندانه به خوشې شي.
امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولې ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي پر ایران بريد کړی دی. داسې ښکاري چې دا د هغه بې ساري هوايي برید ځواب دی چې تهران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو کړی وو. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې ۳۶ کسان وژل شوي چې پکې ۲۰ ماشومان، اته ښځې او اته نارینه دي.
په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو فعالانو پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، پر محدودیتونو اندېښنې ښوولې دي. په هغه هېواد کې حکومت پخوا هم پر مختلفو ټولنیزو شبکو محدودیتونه لګولي دي. خو دا ځل حکومت د ټولنیزو شبکو او رسنیو لپاره د قوانینو د سختولو خبره کړې ده. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په وروستیو کې وویل چې پر ټولنیزو شبکو بندیز نه لګوي بلکې د کارونې لپاره یې قوانین سختوي. خو فعالان وايي چې ریاست د خپلو پخوانیو تګلارو په دفاع کې پاتې راغلی نو ځکه ټولنیزو شبکو ته لاسرسی محدودوي. نور په دې رپورټ کې.
په روسيه کې د ازادې اروپا راډیو بندي خبریالې السو کورماشېوا ویلي دي چې یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي. کورماشېوا، چې د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د روسيې پولیسو په دې تور ونیوله چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده. د نوموړې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین پر خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه بللي او ويلي يې دي چې هغه ځکه نيول شوې چې "خبریاله او امريکايۍ" ده. Читать дальше...