د کراچۍ د اورګاډو په تمځای کېنټ سټیشن کې د هیندوانو ټولنه او د لاهور په لیبرټي مارکیټ کې یو سیک وګړی د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته روژه ماتې برابروي. د روژه ماتې تابیا کونکي وایي هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ روژه دارو کارګرانو ته خوراک څښاک ورکوي او په دې توګه د بېلا بېلو دینونو د منونکو ترمینځ د فاصلې کمول غواړي. تفصیل په دې ویډیو کې.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اپرېل پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم میا شهباز شریف دا پرېکړه د هغې پېښې په اړه د پلټنیزې ډلې د رپورټ پر اساس کړې ده.
د پاکستان د شماریاتو ادارې د اپرېل لومړۍ اوونۍ په رپورټ کې ویلي دي چې په هغه هېواد کې د ګرانۍ سطح تر ۳۰ فیصده لوړه شوې ده. اداره وايي چې په تېره اوونۍ کې ۱۶ خوراکي توکي ګران شوي دي. په پېښور کې ورځنۍ مزدوري یا دېهاړي کوونکي وايي چې ګرانۍ یې ژوند زښت اغېزمن کړی دی. دوی وايي، کاري موقعې هم کمې شوې دي چې له وجې یې اکثر د کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره پور اخلي. ویډیويي رپورټ.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د غذاییت او خوړو د کمښت له وجې ګڼ ماشومان ناروغه کېږي. هغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۱۰ سلنه ماشومان خوارځواکي دي. په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی او ورسره نړیوالې مرستې کمې شوې دي چې له کبله یې هلته بې روزګاري او بې وزلي زیاته شوې ده. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
اختر نږدې دی، خو د کابل بازارونه د پخوا په څېر له اختر مخکې خپل تودوالی نه لري. دوکانداران وايي، د خلکو د پېرلو توان کم شوی او د اختر لپاره د وچې مېوو او نورو اختریزو توکو بازار تود نه دی.