د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي چې په جنوبي باتکین سیمه کې یې ۳۲ جوماتونه او مدرسې بند کړي دي. د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې د راپور له مخې دغه اقدام وروسته له هغې شوې چې په دې سیمه کې د ۵۵ جوماتونو او ۶ مدرسو د څېړنې لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی و. دې کمېسیون د دې هېواد د ملي امنیت د دولتي کمېټې په ګډون اړوندو ادارو سره د خپلو څېړنو موندنې شریکې کړې وې. دې کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه چې په جوماتونو او مدرسو کې دا مسئله چې ایا په هغو کې افراطي مفکورې ته وده ورکول کېږي، وڅېړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، هیله مند دی چې د توپوهنې ډله به یې د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښيي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهمه ونډه اخلي. شهیدي د اکټوبر په لسمه نېټه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، یوازې ورو یا سپینران توپ اچونکي دوی ته لوبې نشي ګټلی، په کار ده چې د لوبډلې هر لوبغاړی په خپل ځای ښه لوبه وکړي. نوموړي تمه وښوده چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې به چې سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه ترسره کیږي راشدخان ښه ځلېږي. که څه هم راشدخان... Читать дальше...
د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنيانو ته له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی. افغان کډوال وايي له لسګونو کلونو تېرولو وروسته يې خپل هر څه په نيمه وپلورل او د نامعلوم برخليک پر لورې هېواد ته ستنېږي. دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې پوليسو له تېرې يوې مياشتې راهيسې شاوخوا ۱،۸۰۰ افغان کډوال نيولي دي.
په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، لا هم نهدي توانېدلي چې خپل خپلوان يې چې تر خاورو لاندې دي راوباسي. د افغانستان په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې له زلزلې څلور ورځې تېرې شوي، خو د هرات په زيانمنو سیمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي. د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ وه چې تر سهشنبې ورځې پورې پهکې ټکانونه احساس شوي دي. دغې زورورې زلزلې په ځانګړې توګه د زندهجان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې کورونه نړولي او د سیمې اوسېدونکي یې تر خاورو لاندې شوي دي. Читать дальше...
د بریتانیا حکومت وايي، له هغو ملاتړ نهکوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو په لټه کې وي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د سولې و ثبات د پیاوړتیا، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو د شریکولو په اړه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نهشته. دا وزارت وايي، دا کار هغه دی چې دوی یې کوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سهشنبې په ورځ خپره کړې اعلامیه کې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د... Читать дальше...
د هرات حوزوي روغتون ډاکټران وايي چې په هرات کې د شنبې ورځې د زلزلې نږدې ۸۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي، ځکه اکثره نارینه له کوره بهر په کار بوخت ول.
د ایران په پلازمېنه تهران کې د شریف د ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو پرون وروسته له هغه اعتراض وکړ چې چارواکو د پوهنتون په کتابتون کې د نجونو او هلکانو ځایونه جلا کړل. د شریف پوهنتون ټینګرام چینل چې د دې پوهنتون جریانات تعقیبوي، پرون خبر ورکړ چې د انرژۍ پوهنځي هلکانو او نجونو د مطالعې سالونونه سره جلا کړل چې محصلینو یې پر وړاندې اعتراض وکړ. دې پوهنتون د دې اقداماتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او دا یې هم نه دي ویلي چې د چارواکو غبرګون څه و. نوموړي چینل د محصلانو عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د انرژۍ... Читать дальше...
د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف وايي، مسکو به یوازې هغه وخت اټومي ازموینې بیا پیل کړي چې امریکا دا اقدام وکړي. ریابکوف دا څرګندونې داسې مهال کوي د اټومي وسلو پر ازموینو د بندیز له تړون 'سي ټي بي ټي' څخه د وتلو لپاره د روسیې د احتمالي پلان په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي. تمه ده چې د روسیې د پارلمان غړي او د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۸مه له دې تړون څخه د وتلو لپاره بحث وکړي. دا تړون په ۱۹۹۶ کال کې د نړۍ د یوسل او اوه اتیا هېوادونو له خوا لاسلیک شو، خو په یوسل اوه اتیا هېوادونو کې تصویب شو. Читать дальше...
د کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د انګلستان او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده. انګلستان لومړی بېټېنګ یا توپوهنه وکړه او د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې په پنځوس اورونو کې ۳۶۴ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۳۶۵ منډو هدف وټاکه. بنګله دېش تراوسه د خپلو شپږو لوبغاړوپه سوځېدو سره په ۴۲م اورکې۱۹۸ منډې کړې دي. په دې سیالیو کې افغانستان لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې او دوهمه لوبه یې سبا له هند سره ده.
اسراییلو نن یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې. اسراییلو نن وویل چې ځواکونو یې له غزې سره پر ګډه پوله بېرته ولکه ټینګه کړې او د غزې پر تړانګه یې داسې بمباري کړې چې د منځني ختیځ په ۷۵ کلن کړکېچ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د حماس ډلې وسله وال د شنبې په ورځ د اسراییل خاورې ته ننوتل او هلته یې اسراییلي وګړي په کورونو کې پر لارو او واټونو او د نڅا په یو محفل کې ووژل. اسراییل له دې برید وروسته ژمنه وکړه چې ډېر سخت غچ به واخلي. اسراییلي پوځ خپل سلګونه زره احتیاطي پوځیان راوغوښتل او د غزې تړانګه... Читать дальше...
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د زلزلې له کېدو څلور ورځې وروسته هم د دې ولایت د مرکز او ځينو ولسوالیو خلک د نورو زلزلو د کېدو له وېرې له کورونو بهر په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د شنبې ورځ له زلزلې څلور ورځې هم وروسته خلک د بلې زلزلې د کېدو له امله په وېره کې دي. دوی وايي، له همدې امله ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتي چې ځینې یې نورو ولسوالیو او ولایتونو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینې نور بیا په هرات کې په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات... Читать дальше...
د پېښور بورډ بازار له هغو ځایونو څخه دی چې پکې ګڼ شمېر افغانان کاروبار کوي. دې ځای ته وړوکی کابل هم ویل کېږي ځکه چې په بازار کې له لویو ریستورانونو څخه واخلې تر لاس ګاډو پورې زیاتره کاروبارونه افغانان کوي. بورډ بازار د تېرو څلورو لسېزو راهیسې په افغانانو اباد دی. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د اسناد نه لرونکيو افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده. دا چې د بورډ بازار کاروباریان او استوګن دې پرېکړې ته څنګه ګوري، په اړه يې دا ويډيو وګورئ
د اسراییل پوځ وايي اسراییلي ځواکونو د غزې پر پوله بیرته ولکه ټینګه کړې. د اسراییلي پوځ ویاند ریچارد هیخت نن خبریالانو ته همداراز وویل چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر تنه وسله والو مړي د اسراییل په خاوره کې دننه موندل شوي دي. په عین حال کې د اسراییل پوځ پر غزې غچ اخیستونکو حملو ته زور ورکړی او خوراکي مواد، اوبه،د سونګ توکي او نور اکمالات یې پرې بند کړي دي. بل خوا حماس خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر ملکیانو حملو ته دوام ورکړي یرغمل شوي اسراییلیان به ووژني. حماس د شنبې په ورځ د اسراییل پر سرحدي... Читать дальше...
د اکتوبر پر نهمه د پېښور های کورټ د وکیلانو له هغې ډلې سیف الله محب کاکاخېل مشال راډیو ته وویل چې هغوی په خپل خواست کې ویلي چې کوم افغانان د پاکستان د تابعيت (شهریت) ترلاسه کولو ټول قانوني شرطونه پوره کوي، باید هغوی ته د هغه هېواد قانوني اسناد ورکړل شي.
په دې اړه ازادي راډیو ته رسیدلې نوې ویډیو کې وینئ، چې لا هم هلیکوپټرې هرات ښار ته د ټپیانو په لېږدولو بوختې دي او د ژغورنې عملیات پای ته نه دي رسیدلي.
د افغانستان د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زلزله وژليو جنازې وشوې او د تدفين مراسم یې ترسره شول. په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي چې د طالبانو د حکومت لخوا د زلزله ځپلو د مرستې رسولو د ګډ کمېشن ویاند هم دی،د اکتوبر پر نهمه، مشال راډيو ته وويل چې په دغو وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. نوموړي زیاته کړه چې دا يوازې د زنده جان ولسوالۍ قربانيان ول. د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د اکتوبر د اوومې په زلزله کې ۲،۵۰۰ کسان وژل شوي او ۹۰۰ زخميان دي. دا زلزله په هرات، بادغیس او فراه ولايتونو کې شوې وه.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې CPJ د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې د نسیم راډیو درې تنه ژورنالیستان سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو له ځورونو لاس واخلي. CPJ بېګا په یوه بیان کې وویل، چې د طالبانو استخباراتي فعالانو د نسیم راډیو مشر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د شنبې په ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي کې د جوادي په کور کې ونیول او نامعلوم ځای ته بوتلل. CPJوايي د لسو ورځو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې نوموړي خبریالان نیول کېږي. د راپورونو له مخې، طالبانو د سپټمبر په... Читать дальше...
سي پي جې د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه او پر اېکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي چې یو فلسطینی خبریال زخمي شوي هم دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو خبریالانو له بېلابېلو رسنيوو سره کار کاوه او د کومې ډلې پلويان نه ول.
اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې تېره شپه د اوکراین په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو تازه حملې کړې. کییف وايي په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د ختیځ په ځینو سیمو کې د روسیې ګڼ حملې په شا تمبولي د روسیې پوځ د ځوابي اقدام په ترڅ کې د دې هېواد پر جنوبي سیمو حملو ته دوام ورکړی. اوکرایني چارواکو په خپل بیان کې ویلي دي چې د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې ۲۶ ایراني ډرونونونه هم ویشتلي او ویجاړ کړي دي.
د برېتانیا د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له بنده د خپلو څلور وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي او د دې اقدام هرکلی یې کړی. دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې دا کسان د افغانستان له قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي وو. بیان زیاتوي، چې د خوشې شویو وګړو د کورنیو په استازولۍ له قانون څخه د هرراز سرغړونو له کبله بخښنه غواړي، خو په بیان کې دا نه ده روښانه شوې چې د دې کسانو نومونه څه وو، کومې سرغړونې یې کړې وې او څه وخت نیول شوي وو. ګارډین ورځپاڼې په اپرېل میاشت کې راپور ورکړی و، چې درې تنه برېتانوي وګړي لاهم د طالبانو په بند کې دي.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو مخکښ محمد الله مسيد د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې نور الله ترين "نامعلومه کسانو" د اکتوبر پر څلورمه شپې مهال له خپل کوره پورته کړی وو.
په یمن کې حوثي یاغیانو حکومت هغه هېواد ته د وڅکو یا کشمشو پر واردلو بندیز لګولی او وايي چې په دې اقدام سره به یې کرنه وده وکړي. په یمن کې تر شپږو لاکو جیريبو پر زیاته ځمکه د انګورو باغونه ولاړ دي چې د کاله خوااوشا یو لاک ۴۰ زره ټنه حاصلات ورکوي. بلخوا د انګورو باغوانانو تل شکایت کاوه چې له بهر هېوادنو ورتلونکې وڅکې او کشمشو يې بیې ډیرې کمې کړې دي او دوی یې له مالي مشکلاتو سره مخ کړي دی.په دې اړه تفصیل په دې راپور کې کتلی شئ چې منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ کړی دی.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر وسله والو مړي په اسرایيل او د غزې تراړې شاوخوا سیمو کې موندل شوي دي. د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، د اسرایيل د پوځ ویاند ریچارد هیخت نن له خبریالانو سره دغه شمېرې شریکې کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې اسرايیلي ځواکونو د غزې پر پوله خپل کنټرول بیرته تر یوه حده ټینګ کړی دی. اسرایيلي ځواکونو پر غزې غچ اخستونکي بریدونه شدید کړي او پر دغه ښار یې خوراکي مواد، اوبه، سون توکي او نور اکمالات بند کړي دي. بل لورته حماس خبرداری ورکړی، چې که اسرايیل... Читать дальше...
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ژوب په سمبازا سيمه کې یې شپې مهال د جاسوسي معلوماتو پر بنياد عمليات کول چې وسلوالو پرې بريد وکړ. د خبرپاڼې ترمخه، په نښته کې پينځه وسلوال هم وژل شوي دي.