د نجونو او هلکانو د ځایونو په جلا کولو سره د تهران د شریف پوهنتون محصلانو اعتراض کړی
د شریف پوهنتون ټینګرام چینل چې د دې پوهنتون جریانات تعقیبوي، پرون خبر ورکړ چې د انرژۍ پوهنځي هلکانو او نجونو د مطالعې سالونونه سره جلا کړل چې محصلینو یې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دې پوهنتون د دې اقداماتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او دا یې هم نه دي ویلي چې د چارواکو غبرګون څه و.
نوموړي چینل د محصلانو عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د انرژۍ پوهنځي د کتابتون په سالون کې یې د اعتراض په دود پرلت وهلی.
د ایران په پوهنتونونو کې د جنسیت په اساس د محصلانو بیلتون یوه دوامداره لانجمنه موضوع پاتې شوې.