Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د هرات یو شمېر اوسېدونکي: د نورو زلزلو له وېرې لا هم خلک له کورونو بهر شپې تېروي

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د زلزلې له کېدو څلور ورځې وروسته هم د دې ولایت د مرکز او ځينو ولسوالیو خلک د نورو زلزلو د کېدو له وېرې له کورونو بهر په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي.


د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د شنبې ورځ له زلزلې څلور ورځې هم وروسته خلک د بلې زلزلې د کېدو له امله په وېره کې دي.


دوی وايي، له همدې امله ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتي چې ځینې یې نورو ولسوالیو او ولایتونو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینې نور بیا په هرات کې په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي.


د هرات ولایت یوه اوسېدونکي فریدون ازادي راډیو ته وویل: "د هرات خلک اوس هم له خپلو کورونو بهر دي، دا وېره دوی هم اوس هم لري چې بیا زلزله ونه شي. ډار د هرات د خلکو په څېرو کې څرګند دی."


د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالله هم وايي، په دې ولایت کې اوس هم وخت ناوخته د زلزلې ټکانونه محسوسېږي او خلک له همدې وېرې شپې په پارکونو کې تېروي.


هغه زیاته کړه: "نن له غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ دقیقو هم د زلزلې ټکانونه په هرات کې محسوس شوي، خلک ټول په سړکونو او پارکونو کې دي او خیمې یې لګولي دي، په ځانګړې توګه د شپې لخوا ټول خلک له کورونو راوځي او پارکونو، باغچو او ځمکو ته ورځي چې له زلزلې خوندي وي."


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا او په سیمه کې خلک وايي، په هرات کې له زلزلې وروسته د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.


خو رويټر خبري اژانس نن راپور ورکړی چې په دې ولایت کې ژغورونکو ډلو خپل عملیات کم کړي دي، خو رويټرز نه دي ویلي چې کومې ژغورونکې ډلې.


رويټرز وايي، ژغورونکو ډلو ځکه خپل عملیات کم کړي چې د یادو ډلو په وینا تر ۷۲ وروسته تر خاورو لاندې د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو چانس کم دی.


که څه هم د رویټرز په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې کومې ژغورونکې ډلې، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چې طالبان یې اداره کوي ویلي چې د ملي او نړيوالو بنسټونو په ګډون له بېلابېلو بنسټونو څخه ۳۵ د لټون او ژغورنې ټيمونه جوړ شوي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په دغو ټیمونو کې شامل دي او سيمې ته لېږدول شوي دي.




د دې وزارت جانان سایق ویاند تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په لوېديځ کې د شنبې ورځې د زلزلې له امله ۲۴۰۰ تنه مړه شوي او له ۲۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.


خو دا چې د تلفاتو په شمېر کې بدلون راغلی که‌نه سایق نن ازادي راډيو ته وویل: "دوی د وروستیو ارقامو په ټولولو او یو ځای کولو کار کوي او جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي."


د روغتیا نړیوال سازمان پرون په خپل راپور کې ویلي وو چې د تلفاتو دوه پر درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا نن په یوه تازه راپور کې ویلي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په یوولسو کلیو کې ۱۰۲۳ تنه مړه شوي او ۱۶۶۳ تنه ټپیان شوي دي.


د اوچا په وینا، ۵۱۶ تنه چې ۲۰۳ یې نارینه او ۲۱۳ یې ښځې دي، لا هم په زنده جان ولسوالۍ کې نادرکه دي.


د راپور پر بنسټ د هرات په زنده جان، انجیل، کوشان، ګلران، کوشک او رباط سنګي ولسوالیو کې ۱۶۵۵ کورنۍ د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus