Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 08.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې تر ۲ زرو زیات کسان مړه او زرګونه نور یې ټپیان کړي

د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له کبله څه باندې دوه زره کسان مړه او په زرګونه نور ټپیان دي. طبیعي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند، ملا جانان نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تراوسه په دې زلزله کې ۲۴۴۰ تنه مړه او ۲۴۴۵ نور ټپیان شوي دي. د ملا جانان په خبره، دې زلزلې ۱۹۸۳کورونه هم ویجاړ کړی دی. ښاغلی جانان ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې سیمه ته د مرستې رسونې ټیمونه رسیدلي، خو د دې احتمال شته چې د مړو شویو او ټپیان شمیر لوړ شي. له دې وړاندې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: لندن او ویانا کې افغان سفارتونو خپل قونسلي خدمات ځنډولي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونو خپل قونسلي خدمات ځنډولي دي. دې وزارت نن پر خپله ایکس شبکه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې ویلي یې دي چې سر له نن ( د اکتوبر له ۸ مې) په دغو سفارتونو کې د پاسپورنو تمدید، د ویزو صدور، د وثایقو او نورو اسنادو تایید د نه شفافیت او د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه دي. له دې مخکې د هسپانیا او هالند په ګډون په یو شمېر لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبره کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

ځایي سرچینې: طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو مدیر او دوه خبریالان بیا نیولي دي

په دايکندي ولایت کې، د نسیم سيمه ييزې راډیو د مسوول مدیر او امتیاز لرونکي، سيد علي جوادي خپلوان وايي، چې د طالبانو حکومت ځايي ادارې، د شنبې په ورځ د دويم ځل لپاره هغه او د دې راډيو دوه خبريالان نیولي دي. د دې راډيو نیول شوي خبریالان، سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي دي. د سيد علي جوادي يوه خپلوانه، چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم او اصلي غږ خپور شي دا خبره تاييد کړه. هغې زیاته کړه: " پرون يوولس بجې، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د مطبوعاتو مدیر راغلل او جوادي سره يې خبرې وکړې، ويې ویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزې په نړیدلو ودانیو کې د ژغورنې عملیات؛ نتنیاهو: اوږده او سخته جګړه په مخکې ده

په غزه کې نن له نړېدلو ودانیو د مړو د موندنې او د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي. پر اسراییل د حماس ډلې تر خونړۍ حملې وروسته د اسرایل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ، چې یوه اوږده او سخته جګړه په مخکې ده. د فرانسې خبري اژانس له مخې، په ښارګوټو او لویو لارو کې وسلوالې نښتې داسې وخت زیاتې شوي، چې د اسراییل پوځ د جنوب په کلیوالي ساحو کې خپل لسګونو زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. د دې کار هدف د دغو سیمو خوندیتوب او د اسراییل د برمته شویو وګړو ژغورل ښوول شوي دي. په همدې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملا برادر ګاونډیو هېوادونو ته؛ افغانانو ته ستونزې مه جوړوئ، د ګټې پر ځای تاوان درته کوي

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د افغانستان ګاونډیان چې کومې ستونزې افغانانو ته جوړوي، د ګټې پر ځای به ورته تاوان ورسوي. ملا برادر نن دا خبره د کابل - شانګهای دهلیز د پرانستې پر مهال وکړه. ښاغلي بردار په دې ناسته کې د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی، چې د دوی له حکومت سره ښه تعامل ولري، او کومې ستونزې چې دا هېوادونه افغانانو ته جوړوي، د ګټې پر ځای به تاوان ورته ورسوي. ملا برادر دا هم ویلي، د کډوالو ځپل او سپکول هیڅ افغان ته د منلو نه دي او ګاونډیان باید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات پرونۍ زلزلې ته نړیوال غبرګونونه؛ مرستې به واستوي؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي، یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له زیانمنو شویو سره یې د عاجلو مرستو غو کړی. د ملګرو ملتونو سازمان د شنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش هرات ښار ته څېرمه د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له امله خواشیني څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له زیانمنو شویو خلکو سره، چې ډیری یې د دې کړکیچ مخکې هم مرستې ته اړتیا درلوده، د ملاتړ لپاره سره راټول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له مرستو نه رسیدو شکایت؛ د هرات یو شمېر اوسیدونکي: خلک تر خاورو لاندې دي، هېڅوک مرستې ته نه دی رسیدلی

د هرات ولايت د بېلابېلو زلزله‌ځپلیو سيمو اوسېدونکي وايي، د تېرې ورځې د زلزلې له امله دغلته خلک بې‌کوره شوي دي چې او‌س‌مهال د روغتيايي، خوراکي توکو او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي. فريدون چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی دی د مرستو په اړه يې ازادي راډيو ته وويل: " په زنده‌جان او انجيل کې تر نن سهار تقريباً ۵۰ کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي، خلک تر خاورو لاندې دي، تر اوسه يو نفر هم هلته د مرستې لپاره نه‌دی تللی." نوموړی وايي، د هرات په نورو سيمو کې چې هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي، تر دې دمه ورسره هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مرتضا سولنګي وايي حکومت یې تر اکتوبر وروسته بې اسناده افغانان "په زور" له پاکستانه باسي

سولنګي وویل، په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي. په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات د زلزله ځپلو حال؛ تصویري راپور

پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، چې د هرات په ۱۳ کلو کې د شنبې ورځې د زلزلې تلفات له ۲۰۰۰ تنو څخه اوښتي دي. د طالبانو د یاد شوي وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي، چې دغې زلزلې تر ۹ زرو زیات کسان ټپیان کړي هم دي. نوموړي وویل: " ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. "

Pa.azadiradio.com 

هرات له زلزلې وروسته؛ طالب چارواکي: د زرګونه تنو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په هرات کې د پرونۍ زلزلۍ له امله په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي. که څه هم د دغه وزارت وباند جانان سایق نن رسنیو ته په خبرو کې، یوازې د مړو شویو شمېر له ۲ زرو زیات اعلان کړ خو ورسته دغه وزارت د دې تېر وتنې له امله په خپله ویب پاڼه کې بخښنه وغوښته. نوموړي وویل: " ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په خوست کې مشاعرې ته ګڼ خلک ورغلي

په خوست کې د "رنګین ماښام" په نوم په ازاده مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل. د اکتوبر پینځمې مشاعرې ته ولسي وګړي هم ورغلي ول او منتظمینو یې وویل چې موخه یې د خلکو یووالی او د افغانانو د فرهنګ پرمختیا وه. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

افغانستان کې زلزلې لوی ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

د افغانستان په درو ولایتونو کې زلزلې ۲،۰۵۳ تنه وژلي دي چې د ځینو جسدونه لا هم تر نړېدلو کورونو لاندې پراته دي. رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونه وايي، د وژل شویو دا شمېر یې له طالب چارواکو او خیریه ادارو ترلاسه کړی دی. د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې تر ټولو زیاته مرګژوبله د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې اوښتې ده. په وژل شویو کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي هم شامل دي. د هغې کورنۍ مشر وايي، له بازاره چې کلي ته ستون شو نو و یې لیدل چې کور یې د خاورو سره خاورې شوی دی. ځپل شوي خلک سرپناه، خوړو او نورو شیانو ته اړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: هېڅ حکومت به مو ناقانونه افغان کډوالو ته د استوګنې اجازه ورنه کړي

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضي سولنګي وايي، په پاکستان کې تر ډېره غیرقانوني کډوال افغانان دي او د دوی هیڅ حکومت به په خپل هېواد کې غیر قانوني کډوالو ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي. هغه دا خبره وروسته تر دې کوي، چې پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان وغوښتل، د هغو زیانمنونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي. خو سولنګي چې پرون یې "ډان نیوز" پاکستاني ټلویزیون سره مرکه کوله وویل، دوی به د خپلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات د تېرې ورځې له زلزلې وروسته

قرباني شویو خلکو تېره شپه څنګه تېره کړه؟ ویجاړ شوي کلي په څه وضعیت کې دي؟ په هرات روغتون کې د ټپیانو حالت او درملنه څنګه ده؟ او د مرستې رسونې هڅې په کومه کچه دي؟ په دې اړه دا ویډیویي راپور ووینئ.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: خرسون کې د روسیې برید د یوې ښځې او ۹ میاشتني ماشوم په ګډون تر ۱۰ زیات کسان ټپیان کړي

د اوکراین د جنوبي سیمې خرسون والي نن ویلي، د روسیې په تازه حمله کې د یوې ۲۷ کلنې ښځې او ۹ میاشتني ماشوم په ګدون تر لسو زیات کسان ټپیان شوي دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، اولیکساندر پروکودین نن په ټلګرام کې لیکلي، چې خرسون سیمې یوه بله بده شپه تجربه کړه. ده لیکلي یوه ښځه او د هغې نوزېږی ماشوم د برسېرنو ټپونو له کبله بستر شوي او د سره صلیب یو ۳۳ کلن روغتیايي کارکوونکی هم په ټپیانو کې شامل دی. چارواکي وايي ګڼ کورونه او د ګازو یوه نللیکه هم په دې حمله کې زیانمن شوي دي. د خرسون چارواکي وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي ځواکونو نن حماس ډلې سره وسله واله شخړه کړې

اسراییلي ځواکونو نن یکشنبه د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس له جنګیالي سره وسلواله شخړه وکړه. دا شخړه داسې وخت کېږي چې تر دې ۲۴ ساعته مخکې د حماس افراطي وسلوالو ناببره پر اسراییل حمله وکړه، چې په نتیجه کې یې شا و خوا ۵۰۰ کسان ووژل شول او دا په تېرو ۵۰ کلونو کې د اسرایل لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده. بلخوا: د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو نن یکشنبه ویلي چې له پرون راهیسې پر غزه د اسرائیل په ځوابي حملو کې د شلو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱۳ کسان وژل شوي دي. د رویټرز اژانس په حواله، دغه وزارت ویلي، چې نږدې ۲۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د تبسیم راډیو نشرات بیا بند کړي او ۳ کارکوونکي یې بندیان کړي

د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نی وايي، چې طالبانو پرون شنبه په دايکنډي کې یو وار بیا د نيسم راډيو مسوول سلطان علي جوادي او دوه نور خبریالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي نيولي دي. نی په یوه اعلامیه کې ويلي، دغه درې کسان د تلې یا میزان پر ۵مه د نسیم راډیو پر دفتر د چاپې اچولو او د دې راډیو د خپرونو بندولو پر مهال هم د طالبانو د استخباراتو له خوا د څو ساعتونو لپاره نیول شوي وو. په اعلامیه کې راغلي، چې د دې محلي راډیو د درېیو کارکووکو د بیانیولو او د راډیو د خپرونو بندولو دلیل روښانه نه دی. طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان: ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۹ ټپیان شول

په بدخشان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې د یوه تن د مړینې او نهو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند احسان اله کامګار نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، تېر ماښام د ارګو ولسوالۍ په شم قارچي سیمه کې یو مازدا ډوله موټر له سړک تر اوښتو وروسته چپه شوی، په پېښه کې یو تن مړ او ۹ نور ټپیان شوي دي. د کامګار په وینا ټپیان د درملنې لپاره د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه رعایت د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

Mashaalradio.com 

د اسراییلو او حماس ترمینځ تازه نښتې شوې دي

رویټرز اژانس وايي چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو برید پیل کړ چې د هغې ډلې وسلوالو ته یې اسراییلو ته د داخلېدو لاره ورکړه. هغو وسلوالو په اسراییلو کې دننه په نښتو کې ۲۵۰ اسراییلیان ووژل.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د هرات زلزلې ۲۰۵۳ تنه مړه او ۱۲۴۰ نور ټپیان کړي

د طالبانو حکومت وايي، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر اوسه په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي او نږدې ۱۲۴۰ نور ټپيان دي.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌اله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په پرونۍ زلزله کې۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي.  تر دې مخکې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت د وزارت ویاند  ملا جانان سایق رویټرز اژانس ته ویلي وو، په دې زلزله کې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي عبدالوحید ریان د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د ټپیانو شمېر خورا زیات دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت وايي افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۲،۰۰۰ ته رسېدلی دی

په عین حال کې نړیوال سازمانونه او ځايي چارواکي د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض ارقام ورکوي. ملګرو ملتونو د اکتوبر پر اوومه ناوخته وویل چې له لومړني اټکل سره سم، په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰ دی. خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي دي چې په زلزله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۵۰۰ ژوبل دي.

Mashaalradio.com 

۹۲ کلنه ښځه د ۷ کلنو ماشومانو ټولګیواله ده

په هند کې یوه زړه کلنه ښځه له زده کړو سره دومره مینه لري چې هره ورځ ښوونځي ته ځي او له ماشومانو سره په ټولګي کې کښېني. هغه ښځه وايي حساب یې زده کړی دی او له ښوونکې سره خبرې کول ورته خوند ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

هرات: د پرونۍ زلزلې تلفات دوه زرو او د ټپیانو تر ۱۰ زرو تنو رسیدلي

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د هرات په پرونۍ زلزله کې د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات ښيي. د دغه وزارت ویاند، ملا جانان سایق رویټرز اژانس ته ویلي، په دې زلزله کې چې تر ډېره یې په هرات ولایت کې ویجاړي پېښه کړې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا په دې زلزله کې ۱۳۲۸ کورونه یا ویجاړ یا هم زیانمن شوي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه چارواکي عبدالوحید ریان د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د ټپیانو شمېر خورا زیات دی. د افغانستان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا ۲۳ کلنې جګړې ته کتنه

د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۷ مه متحده ایالاتوپه افغانستان کې هغه جګړه پيل کړه، چې د تاریخ په تر ټولو اوږدې جګړې مشهوره ده. دا جګړه، چې اوس یې ۲۳ کاله کیږي، د لسګونه زرو تنو د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ۲ تریلیونه ډالره لګښت درلود. خو د امریکا په مشرۍ ناټو د دغه پوځي حضور پر مهال په افغانستان کې څه ترلاسه کړل؟


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus