د بلوچستان ایالت چمن کې نن زرګونه کسان یوځل بیا سړکونو ته راووتل او د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد یې اعتراض وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغلته د ډیورنډ له کرښې د اوښتو راوښتو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کوي. دغه اعتراضونه د اکټوبر له ۲۱مې نېټې څخه پیل شوي چې لا هم دوام لري. د اعتراض کوونکو په خبره، دوی پر ډیورند کرښې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه نه مني او د پاکستان له حکومته غواړي چې له دې هېواده په زور د افغان کډوالو ایستل ودروي. د پاکستان حکومت د اکټوبر تر پایه په... Читать дальше...
د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې نن ماښام یوه چاودنه شوې ده. د یو شمېر عیني شاهدانو په وینا او په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي ښکاري چې دا چاودنه په یوه ورزشي کلب کې شوې ده. دغه چاودنه داسې مهال شوې چې لسګونه ځوانان په سپورټ بوخت وو. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پېښې له سیمې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې له چاودنې وروسته په مارکېټ کې اور لګېدلی دی. په چاودنه کې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي، خو د دقیق شمېرې په اړه یې ډېر جزییات نه شته. طالب سیمه ییزو چارواکو... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسلهوالو په ډزو کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د سیمې یو پوځي چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، نن وسلهوالو د کوزې کورمې په څرخېلو سیمه کې پر هغه موټر برید وکړ چې شیعهګان په کې سپاره وو او پاړه چنار ته روان وو. بل پلو د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو سره په خبرو کې که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي. عمران ویلي، د پېښې د پلټنې او د بریدګرو د نیولو عملیات يې پیل کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره ژر تر ژره عملي اقدام وکړي. د افغانستان د معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې په دې اړه ژر تر ژره عملي او اقدام وکړي. د دغه غورځنګ غړو د چهارشنبې په ورځ د دغه غورځنګ د درېیو نورو غړو ندا پرواني، ژولیا پارسي او منیژې صدیقي د نیول کېدو په تړاو یو پرېکړهلیک خپور... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د سرکاري کارکوونکو ټولنې د اکتوبر پر ۲۶مه په ټوله صوبه کې د تقاعد پیسو یا پېنشن اصلاحاتو ضد مظاهرې کړې دي. مظاهرچیانو ویلي دي چې لنډمهالي حکومت د پېنشن کچ له ۳۵ سلنه څخه ۲۵ فیصده ته د کمولو پرېکړه کړې ده چې دوی یې نه مني. د پاکستان حکومت لا د مظاهرچیانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.
عطاالله ویسا د خپل ورور مطیعالله ویسا له خوشې کېدو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته د هغه خوشې کېدل تایید کړل. مطیعالله ویسا د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر خلاف کمپاین پیل کړی و او دغه راز په وروستیو کلونو کې یې په لرې پرتو سیمو کې لسګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی هنرمند ګلنواز ولي دی. دی د باجې (هارمونيم) استاد دی او سندرې هم وايي. ولي د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی. نوموړی وايي موسيقي يې له استادانو زده کړې او دا مهال هڅه کوي چې خپل هنر د سيمې ځوانو شاګردانو ته انتقال کړي. ولي خوښ دی چې په وروستيو کې يې د هند د ځينو سندرغاړو لپاره پښتو شعرونه کمپوز کړي او هغوی ثبت کړي دي. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د بیلجیم په کاسټرلي سیمه کې د کدوانو څخه د جوړو کښتیوو سیالي شوې ده. کښتۍ له لويو لويو کدوانو جوړې شوې وې. د سیالیو منتظمین وايي، ځيني داسې کدوان هم شته چې زر کيلو وزن لري. په دې اړه انیسې اجمل د اې ایف پي اژانس له ویډيو دا راپور جوړ کړی دی.
اسراییلي پوځیانو په غزه کې ځمکني عملیات کړي او وايي چې د حماس مرکزونه یې هدف ګرځولي. په ملګرو ملتونو کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا او روسیې پرېکړه لیکونه رد شول. د امریکا له خوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده د روسیې او چین لهخوا ویتو شوه او متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه. د امنیت شورا لسو غړیو له دې مسودې ملاتړ وکړ. اخوا د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک چې د بشري دلایلو پراساس یې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کوله هم د امریکا او بریتانیا له خوا ویتو شوه. Читать дальше...
په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت د یوه ډیپلومات وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپارولي دي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدونکی دی، د کډوالو په اړه د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو د حکومت د یو ډیپلومات وروستیو څرګندونو یو شمېر غبرګونونه راپارولي دي. په پېښور کې د طالبانو د حکومت د قونسلګرۍ سرپرست حافظ محب الله شاکر ويلي چې د دې هېواد څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په اړه کوم اعتراض نهلري او دا یې د پاکستان کورنۍ مسئله بللې ده. Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، په نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۱۴ میلیونو ته لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په نړۍ کې څلور میلیونه کسان په اجباري ډول بې ځایه شوي دي. 'یو این ایچ سي آر' د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې اوږدمهاله بشري ناورین، د اوکراین جګړه، په سوډان، کانګو، میانمار او سومالیا کې شخړې د دې ډېروالي اصلي عوامل ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د جولای له مياشتې د سپټمبر تر پايه په نړۍ کې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د بشري حقونو نقض او پر وړاندې یې تبعیض وغانده. د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې چې په ملګرو ملتونو کې د برازیل د استازي سرګیو فرانسا دنیزي لهخوا ولوستل شوه، ویل شوي وو چې د طالبانو لهخوا د ښځورول محرومول ښايي په جنسیتي ځورونه بدل شي. نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو ښکاره سرغړونې،... Читать дальше...
قلم لار بنسټ په خپل بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم لا د ویسا خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي. د ویسا ورور عطاالله ویسا د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته په استولي غږیز پیغام کې د هغه د خوشې کېدو تصدیق وکړ.
د تعلیم د حقونو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی. قلم لار ټولنې په خپله ایکسپاڼه باندې لیکلي چې مطیع الله ویسا نن له ۲۱۵ ورځو زندان تېرولو وروسته راخوشې شو. ویسا د مارچ مياشتې پر ۲۸مه کابل کې ونیول شو. طالبانو په ده تور لګولی وو چې 'خپلسري فعالیتونه' یې درلودل او 'د نظام ضد هڅونې یې' کولې. مطیع الله ویسا له تعلیمه د افغان نجونو د محرومولو په غبرګون کمپاینونه پیل کړي وو او لرو پرتو سیمو ته یې په ورتلو یې د سیمې له خلکو سره په ګډه له طالبانو غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته پرېږدي. Читать дальше...
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ګوندونو، سوداګرو او د پنډیانو یا لغړیانو احتجاجي پرلت پر شپږمه ورځ هم دوام لري. دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې پر پوله دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه نه لازمي کوي. د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي د اکتوبر پر ۲۵مه له پرلتوالو سره خبرې وکړې خو نتیجه یې ور نه کړه. نوموړی وايي، د پاسپورټ او ویزې لازمي کول د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوي لپاره ضروري دی. ویډیويي رپورټ.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ایستلو پلان یې نهايي کړی دی. دا خبره د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي نن په اسلام اباد کې رسنیو ته وکړه. هغه ویلي، دا یو ننګونی کار دی، خو حکومت یې له اوله ژمن و چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د دوی په خبره د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پروسې په پیل کې به دا کسان موقتي مرکزونو ته بیايي او تر څنګ یې هغه خلک چې په خپله خوښه ووځي همکاري به ورسره شي. اندېښنه ده چې یو میلیون او... Читать дальше...
د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن انګلستان او سريلانکا لوبه لري. دا لوبه د بنګلور په لوبغالي کې ترسره کېږي. تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا هالنډ ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه. په نړیوال جام کې هند د خپلو پنځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې لري په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته جنوبي افریقا او نیوزیلنډ له پینځو څخه څلور سیالۍ کې ګټلي، خو سوېلې افریقا د منډو وروستي تناسب یا 'نېټ رن رېټ' زیاتوالي له کبله پر دویم او نیو زیلنډ پر درېیم مقام دی. اسټرالیا په شپږو پواینټونو پر څلورم او پاکستان په څلورو نومرو پر پنځم مقام دی. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو په مېن ایالت کې یوه وسلهوال بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي. بریدګر د مېن ایالت په لویسټون ښارګوټي کې په یوه بار او د باولنګ په یوه کلب کې پرون ناوخته په عامو خلکو باندې ډزې کړي. مېن د امریکا په شمال لوېدیځ کې یو لرې پروت ایالت دی چې له کاناډا سره نږدې دی. پولیس د رابرټ کارډ په نوم په یوه څلوېښت کلن کس باندې شک لري چې برید یې کړی دی. مېن ایالت ته سلګونه پولیس او امنیتي ځواکونه رسېدلي. د بریدګر د لټون لپاره عملیات پيل شوي.
په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د انګلستان (انګلینډ) او سري لنکا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. د اکتوبر پر ۲۶مه د بنګلور په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیلېږي. تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا نېدرلینډز (هالینډ) ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه. د نوي دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) اسټرالیا وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۹ منډې وکړې. د اسټرالیا ګلېن میکسوېل د ۵۰ اووره نړیوالو... Читать дальше...
د افریقايي هېواد ګېني یو زده کوونکي د مصر په الازهر پوهنتون کې د زده کړو ارمان درلود خو دومره پیسې یې نه لرلې چې د الوتکې ټېکېټ واخلي. محمد شافعي بري څلور میاشتې په بایسېکل سفر وکړ او بالاخره قاهرې ته ورسېد. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو خلکو سره د مرستو د دوام خبر ورکوي. د امریکا سفارت نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د سفارت سرپرست اډم سینټر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې کیلي کلیمینټس سره کتلي او ورسره یې په دې اړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او مهاجرینو اداره په څه ډول کولای شي په افغانستان کې تر ټولو زیانګالو افغانانو ته د مرستو او نورو وسایلو په لېږدولو کې ګډ کار وکړي، خبرې کړي. Читать дальше...
د بریتانیا حکومت په چارټر یا کرایه شویو الوتنو کې له پاکستانه هغه هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو بهیر پیلوي. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې بریتانیا ورسره د ویزې ژمنه کړې ده. ټاکل شوې چې لومړۍ الوتنه نن ترسره شي. دغه اقدام داسې مهال کېږي چې په زرګونو هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت سره کار کړی او د طالبانو له وېرې پاکستانه ته تښتېدلې، بریتانیا ته د انتقال لپاره په هغه هېواد کې انتظار باسي. د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل چې بریتانیا... Читать дальше...
روسیې او چین پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا لهخوا وړاندې شوې د پرېکړهلیک مسوده ویتو کړه او متحدو ایالتونو او بریتانیا هم په دې اړه د روسیې لهخوا وړاندې شوې د پرېکړهلیک مسوده رد کړه. د امریکا لهخوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده، متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه، خو د دې شورا لسو غړیو یې ملاتړ وکړ. برازیل او موزمبیق د دې پرېکړهلیک مسودې ته له رایې ورکولو ډډه وکړه. وروسته د امنیت... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لا هم په افغانستان کې تیت دی او سږ میلادي کال یې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. یونېسف د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دغه شپږ واړه مثبتې پیښې په ننګرهار کې رامنځته شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ګوزڼ د اخته شویو شپږو ماشومانو له ډلې یو ماشوم مړی شوی، یو هغه یې فلج ته نږدې، خو څلور یې بېرته د رغېدو په حال کې دي. یونېسف له ګوزڼه د ماشومانو د ژغورنې یوازېنۍ لاره د واکسین تطبیق بللی دی. دا... Читать дальше...
اروپایي ټولنې په افغانستان کې رواني ستونزو ته د رسېدو او په نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی. دغې ټولنې پرون چهارشنبه د اکټوبر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه پیسې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته سپاري. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېرې رافایلا اودیس په دغې خبرپاڼه کې ویلي، ډېره اړتیا ده چې په افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته او روږدو کسانو درملنه وشي او ټولنه کې بیرته عادي ژوند پيل کړي. Читать дальше...