Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 05.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان په افغانستان کې "له بشري حقونو څخه سرغړونې" وغندلې

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان، چیچنیا او مصر کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې پریکړه لیکونه تصویب کړل. د اروپايي پارلمان اکثرو غړیو له هغې ډلې اېوېن اینسر په افغانستان کې اوسنۍ بشري ناخوالې په تېره بیا د ښځو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه وغندل. دوی د طالبانو له واکمنو چارواکو وغوښتل چې د عفوې فرمان ته ژمن پاتې شي او هم د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه لرې کړي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Mashaalradio.com 

ډاکتران وايي د سینې سرطان په اړه پوهاوی اړین دی

د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د ښځو د سینې سرطان په اړه د پوهاوي خپرولو ته ځانګړې کېږي. په پاکستان کې هم ډاکتران په دې میاشت کې د پوهاوي غونډې کوي. د پېښور د رحمان میډیکل انسټیټیوټ له ارقامو سره سم، په پاکستان کې هر کال ۱۰۰،۰۰۰ ښځې د سینې سرطان ښکار کېږي چې ورڅخه یې ‍۱۵،۰۰۰ د خیبر پښتونخوا وي. نور په رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

۵۵ افغان نجونې د زده کړو د دوام لپاره اماراتو ته رسېدلي

تر ۵۰ زیاتې افغان نجونې دوبۍ پوهنتون کې د خپلو زده کړو د دوام په موخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلي. د هغو ۱۰۰ افغان نجونو له ډلې څخه چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده کړو لپاره دوبۍ ته د تګ مخه یې نیول شوې وه، تر ۵۰ څخه زیاتې يې متحده عربي اماراتو ته رسېدلې دي. د طالبانو حکومت دغه نجونې د نوي لمریز کال د وږي په لومړۍ ورځ د کابل له هوايي ډګر څخه بېرته راوګرځولې. که څه هم دغو نجونو ادعا کړې وه چې شرعي محرم یې هم درلود بیا هم طالبانو دوی له تلو څخه منعه کړې، خو طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملا یعقوب مجاهد: له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" بللې ده.  مجاهد نن (د اکتوبر پر پينځمه) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت له خپلې پریکړې راوګرځوي. "د پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده، چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه موږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده."  د پاکستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان خبریالانو ټولنه: د کورنیو چارو وزیر څرګندونې د خبریالانو د غلي کولو معنا لري

د سرفراز بګټي تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې د رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکو ۱۶ ادارو او تنظيمونو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د پاکستان پر نګران حکومت او ګوندونو غږ وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې دې د بیان ازادي يقيني کړي.

Mashaalradio.com 

د خوست په یوه لېسه کې د ساینسي ماډلونو نندارتون جوړ شوی دی

د خوست د غرغښت مرکزي لېسې زده کوونکو د کیمیا او بیولوژۍ یا ژوپوهنې په څانګو کې د جوړو کړیو ماډلونو نندارتون کړی دی. زده کوونکو د اکتوبر پر دویمه د نندارتون پر مهال یوشمېر تجربې یا ازموینې هم وکړې. نندارتون ته ګڼ زده کوونکي او ښوونکي ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په کچې اندېښنه ښودلې

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په کچې اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو په مشرۍ یې د ځواب ورکونې د یوې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دغه پارلمان د اروپایي ټولنې چې ۲۷ غړي هېوادونه په کې دي، یو له مهمو ارګانونو څخه دی. د اروپا پارلمان په دې اړه خپل پرېکړه لیک کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بشري حقونه په دوامداره توګه نقض شوي دي. پرېکړه لیک کې زیاته شوې چې د طالبانو د بښنې له فرمان سره سره د پخواني جمهوري نظام مسوولان او امنیتي ځواکونه ځورول شوي او د ښځو او نجونو حقونه ځپل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه وغندل

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان، چیچنیا او مصر کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه درې پرېکړه لیکونه تصویب کړل. د اروپا د پارلمان غړي وايي چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د غندلو دي او سمدستي باید لرې شي. دوی ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه باید د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د ځانګړې مرستې او محافظت پروګرامونو تمویل او له افغان مدني ټولنې خپل ملاتړ ګړندی کړي. د اروپا د پارلمان غړې اېوېن اینسر وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یو هیئت باید د دغو محدودیتونو او راپور شویو تاوتریخوالو پوښتنه وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه؛ مجاهد: دا غیر عادلانه پرېکړه غندو

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیر عادلانه بولي. مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې پاکستاني دولت له خپلې پرېکړې راوګرځوي. هغه زیاته کړه: "پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه مونږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده." د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پرېکړې غبرګونونه پارولي

له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو په پرېکړې په پاکستان کې دننه او بهر ګڼو سازمانونو غبرګونونه ښودلي دي. د بشري حقونو او کډوالو ځینو سازمانونو یوځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو لړۍ ودروي. د پاکستان د بشر حقونو کمېسیون د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه د نړیوالو بشري حقونو خلاف بللې او د دې پرېکړه د بېرته اخیستلو غوښتنه یې کړې ده. یاد کمېسیون د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې ادعا له امله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو داسې یو افغان ځوان نیولی چې کورنۍ یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي

بي بي لیلا پنځه کلنه وه چې پاکستان ته کډواله شوه. هغه اوس ۴۵ کلنه ده خو د پاکستاني پولیسو له لوري د خپل مشر زوی عطاالله په نیول کېدو خواشینې او اندېښمنه ده. د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي. که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې نیول شوي افغانان د کډوالۍ اسناد نه لري، خو راپورونه وايي چې سلګونه افغانان له قانوني اسنادو سربېره نیول شوي.

Mashaalradio.com 

د پېښور پوهنتون استاد راشد حسين وايي په مورنۍ ژبه زده کړې اړینې دي

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د اردو ژبې له استاد راشد حسين سره خبرې کړې دي. نوموړی په پېښور پوهنتون کې د اردو ژبې او ادبیاتو استاد دی. حسين وايي، په مورنۍ ژبې کې زده کړې خورا زیاتې مهمې دي. له نوموړي سره بشپړه مرکه واورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې: کور ناستۍ په اقتصادي او رواني ستونزو اخته کړي یوو

د اکټوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ ده.  دا ورځ د درېيم ځل لپاره  په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نمانځل کېږي، چې ګڼ شمېر ښځینه ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کورونو کې ناستې دي.   دغو ښوونکو وروسته له هغې خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړې.   يو شمېر دغه ښځينه ښوونکې وايي چې په کور کې پاتې کېدو له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.   له دغو ښځینه ښوونکو څخه یو شمېر یې ان د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ذبیح الله مجاهد وايي له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړه د منلو نه ده

مجاهد داراز د پاکستان د ځینو چارواکو دا دعوه هم رد کړې چې ګواکې هلته اوسېدونکي افغانان د ناامنۍ په پېښو کې ککړ دي. "افغان کډوال د پاکستان په امنيتي ستونزو کې ښکېل نه دي او تر [هغو] چې په خپله خوښه له پاکستانه لاړ نه شي باید هغه هېواد يې وزغمي."

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ یو ورځنی نړیوال جام؛ انګلستان له نیوزیلنډ سره لوبیږي

د ۲۰۲۳  کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلنډ تر منځ روانه ده.  انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند په وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.  د دوی نننۍ لوبه د هند په احمداباد ښار کې روانه ده او انګلستان بېټنګ/ توپ وهنه کوي.  تر دې لوبې مخکې د افغانستان په شمول د ټولو ټیمونو لوبډلمشران په یوه کنفرانس کې غږېدلي او د خپلو ټیمونو د چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.   افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې ټيم یې نه یواځې په بالنګ کې مخکې دی بلکې دا وار به د ده په خبره ټولو ته څرګنده کړي چې ښه بېټنګ هم کولای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښوونکو نړیواله ورځ؛ طالبانو له ښځینه ښوونکو پرته ونمانځله

د اکتوبر پنځمه د ښوونکي/معلم له نړیوالې ورځې سره برابره ده.  په افغانستان کې ګڼو ښوونکو په تېره بیا ښځینه وو معلمینو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او له اقتصادي ستونزو کړېږي.  د طالبانو حکومت د ښوونکي د ورځې په مناسبت په کابل کې یوه غونډه هم نیولې ده.  دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل که امکانات تر لاسه کړي نو له ټولو مخکې به د ښوونکو امتیازات پورته کړي.

Mashaalradio.com 

افغان لوبغاړو په اسیايي لوبو کې ۳ مېډالونه ګټلي دي

افغان لوبغاړي په چین کې په اسیايي لوبو کې تر ګډون وروسته هېواد ته ستانه شوي دي. دوی په ووشو او تایکواندو کې د ژیړو درې مېډالونه ګټلي دي. اسیايي لوبې د چین په هانګژو کې شوې دي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ نړیوال جام؛ انګلستان او نیوزیلنډ نن لوبه لري

د ۲۰۲۳  کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلند تر منځ کېږي.  انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند په وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.  تمه ده د دوی نننۍ لوبه د هند په احمداباد ښار کې وشي.  تر دې لوبې مخکې د افغانستان په شمول د ټولو ټیمونو لوبډلمشران په یوه کنفرانس کې غږېدلي او د خپلو ټیمونو د چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.   افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، چې ټيم یې نه یواځې په بالنګ کې مخکې دی بلکې دا وار به د ده په خبره ټولو ته څرګنده کړي چې ښه بېټنګ هم کولای شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي پر چمن پوله د طالبانو حکومتي سرتېري ډزو کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر څلورمه په بیان کې وویل چې د طالبانو یو حکومتي سرتېري د چارشنبې (شورو) پر مازیګر د "دوستۍ له وره" سره نېږدې "له پاکستانه افغانستان ته پر اوښتونکو پلي یا پیاده کسانو بې له پارونې، ناتاره ډزې وکړې" چې مرګژوبله یې واوړوله.

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: په ټرانزیټي تړون کې مو د پاکستان نور بدلونونه رد کړل

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د اسلام اباد له لوري افغانستان ته پر واردېدونکو مالونو نوی فیس او په ټرانزېټي تړون کې نور بدلونونه رد کړي دي. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ شريکې خونې ګډ مشر خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وويل، چې د ۲۰۱۰ز کال د تړون له مخې افغان سوداګر له نورو هېوادونو څخه اخیستي مالونه د پاکستان د بندرونو له لارې خپل هېواد ته لېږدولی شي. د ده په خبره، د پاکستان له خوا نوي بدلونونه د منلو نه دي ځکه چې دواړو غاړو ته یې سخت تاوان رسي. اسلام اباد د اکتوبر پر درېیمه،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ځوانانو په بدني حرکت چلېدونکی ویډیويي ایپ جوړ کړی دی

په اسلام اباد کې د ګرو اپ ټېکنالوجۍ په نوم د ځوانانو یوې ډلې، چې پکې پښتانه هم شامل دي، د ویډیويي لوبو داسې اپلیکېشن (ایپ) جوړ کړی دی چې د بدن د حرکت په اشارو کار کوي. د ۳۰ ځوانانو ډله وايي چې هغه ایپ یې پر ماشومانو او ځوانانو د ویډیويي لوبو د ناوړه اغېز مخنیوي لپاره جوړ کړی دی ځکه چې د ویډیو ګېم یا لوبو پر مهال اکثر کسان ناست وي او ورزش نه کوي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: چمن کې د طالبانو په ډزو پرون ۲ پاکستانیان وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی

د پاکستان پوځ وايي چې د چمن دروازې په پرونۍ پېښه کې دوه پاکستانیان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی خواکونو له زغمه کار اخیستی خو له طالب چارواکو یې غوښتي چې د ډزو عاملان ونیسي او دوی ته یې وسپاري. په همدې حال کې د چمن د هغې غاړې یوشمېر اوسیدونکو پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې د طالبانو د پوله ساتو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د پاکستان د یوه سرتیري په ګډون دوه تنه ټپیان دي. تیره میاشت په تورخم بندر کې د طالبانو او پاکستاني لوري د ډزو د تبادلې له کبله... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus