Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هرات له زلزلې وروسته؛ طالب چارواکي: د زرګونه تنو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په هرات کې د پرونۍ زلزلۍ له امله په ۱۳ کلیو کې ۲۰۵۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي.


که څه هم د دغه وزارت وباند جانان سایق نن رسنیو ته په خبرو کې، یوازې د مړو شویو شمېر له ۲ زرو زیات اعلان کړ خو ورسته دغه وزارت د دې تېر وتنې له امله په خپله ویب پاڼه کې بخښنه وغوښته.


نوموړي وویل:


" ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. "


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې ۹۲۴۰ تنه د ورانو شویو کلیو د وګړو شمېر دی، چې په تېروتنه کې ټپیان ویل شوي.


پېښو ته رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، زلزله د ریښتر په کچه ۶،۲ درجې او د ځمکې ۱۰ کیلو مټره ژوره وه.


د دې وزارت د ویاند له قوله، له زلزلې وروسته، ټکانونه هم موجود وه چې د فراه او بادغیس ولایتونه یې هم ښورولي دي.


هاخوا د سیمې اوسېدونکي هم وايي، له زلزلې وروسته تېره شپه او نن ځمکې ټکانونه خوړل او اوس له وېرې خلک خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای.




د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل:


"دا اوس چې د زلزلې په سبا زه تاسې سره خبرې کوم. همدا اوس په دې ولسوالۍ کې خلک کورونو ته نه‌دي ستانه شوي او له خپلو کورونو لېرې تر شنه اسمان لاندې پراته دي. "


په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د را ویستو عمليات لا هم روان دي او احتمال شته چې د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې ډېر‌والی راشي.


په هرات کې ولایت پرونۍ زلزله د تېر ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغانستان د سویل ختیځ په پکتیکا او خوست کې له شوې زلزلې وروسته بله لویه طبیعي پېښه ده.


په هغه پېښه کې نږدې زر تنه مړه شوي وو او له ۳ زرو ډېر ټپیان و.


دقیقه معلومه نه‌ده چې په وروستیو کې د زلزلو زیاتوالی او تر خوا یې شدت د کومو لاملونو پر بنسټ دی، خو جیولوجیسټان یې تر ډېره د اقلیمي بدلون مسله یادوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus