د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف وايي، مسکو به یوازې هغه وخت اټومي ازموینې بیا پیل کړي چې امریکا دا اقدام وکړي.
ریابکوف دا څرګندونې داسې مهال کوي د اټومي وسلو پر ازموینو د بندیز له تړون 'سي ټي بي ټي' څخه د وتلو لپاره د روسیې د احتمالي پلان په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.
تمه ده چې د روسیې د پارلمان غړي او د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۸مه له دې تړون څخه د وتلو لپاره بحث وکړي.
دا تړون په ۱۹۹۶ کال کې د نړۍ د یوسل او اوه اتیا هېوادونو له خوا لاسلیک شو، خو په یوسل اوه اتیا هېوادونو کې تصویب شو.
متحدوایالاتو هم دا تړون نه دی تصویب کړی، خو له ۱۹۹۲ کال راهیسې یې د اټومي وسلو ازموینې ځنډولي دي.