د سالنګ تونل چې دوه ورځې وړاندې په کې اور لګېدلی و او لسګونه کسان په کې ووژل شول، اوس هم د ترافیکو پر مخ تړلی دی. د طالبانو چارواکي وايي، په دې پېښه کې نزدې څلوېښت تنه وژل شوي، خو د پېښې شاهدان وايي، د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ دی
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې "تر امر ثاني" پورې د نجونو تحصيل وځنډاوه. د دغه وزارت وياند حافظ ضيا هاشمي ازادي راډیو ته د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت دا اقدام تأيید کړ. د نجونو د تحصيل ځنډولو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيل تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.
په افغانستان کې د بانکي خدمتونو محدودیت په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده. یو شمېر افغانان، چې له افغانستانه بهر ژوند کوي په بهر کې د افغان بانکونو د ماسټر کارډ د خدمتونو له غير فعالېدو شکایت کوي. د دوی په خبره، پخوا به یې د اتوماتو ماشینونو (ATM) له لارې په اسانۍ سره له خپلو بانکي حسابونو پیسې ایستلې، خو اوس که څه هم پیسو ته سخته اړتیا لري، له خپلو بانکي حسابونو ګټه نهشي اخیستلای. په هند کې یو افغان محصل جاوید جعفري ازادي راډيو ته وویل: "د هېواد له سقوط وروسته، موږ خپل حساب ته لاسرسی نهلرو. Читать дальше...
د پنجاب اسمبلۍ اپوزیشن ګوندونو د سپېکر، مرستيال سپېکر او وزيراعلی په خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی. د دیسمبر پر ۱۹مه، په پنجاب اسمبلۍ کې تر ټولو لوی اپوزیشن ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن) تر څنګ پيپلز پارټۍ دا تحريک جمع کړ. دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان تحريک انصاف مشر، عمران خان اعلان کړی چې د دیسمبر پر ۲۳مه به د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتوي. د هغه ګوند په پنجاب کې د وزیراعلی پرویز الهي له ګوند، مسلم ليګ (ق) سره شريک حکومت لري. په پنجاب اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو غړي... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي افغانان د امریکا د ګانګرېس دې پرېکړې، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه یې په اجنډا کې نهده شامله کړې خواشيني کړي دي. دوی وايي، سره له دې چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو تر یو کال ډېره موده کېږي خو د کډوالۍ او نورو اړوندو ادارو لهخوا یې د اسنادو د قانوني کېدو پروسه ډېره پڅه روانه ده. ساجده چې یو کال مخکې امریکا ته تللې وايي، نه پوهېږي کله یې چې د بشري ویزې موده پوره شي، برخلیک به یې څنګه شي. نوموړې وايي: "اوس... Читать дальше...
د افغانستان په شمال سالنګ کې د ورستۍ پېښې یوه برخه قربانیان ماشومان او مېرمنې دي. د حنیف ناشر کشر ورور نصیب ناشر د خپل ورور د وژل کېدو کیسه کوي. نوموړی وايي، ورور یې په دغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له کندز د کابل په لور روان شوی و چې دغه پېښه وشوه. نصیب ناشر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ورور یې تازه په کابل کې دنده اخیستې وه. نوموړي وويل: "ناشر صیب څو ورځې وړاندې له کابل نه کندز ته راغی او دلته یې څو روځې تېرې کړې او بېرته کابل ته د خپلې کورنۍ سره روان شو چې سالنګ ته په رسېدو سره... Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، دا ژمی به میلیونونه افغانې کورنۍ دې ته اړې شي، چې د خوراکي توکو او سون توکو ترمنځ، یو انتخاب وکړي. عليرضا چې کابل کې اوسېږي وايي: "هر ځلې چې دوی اعلان کوي چې موږ به د ملت لپاره سکاره او خواړه ارزانه کړو، موږ ګورو چې ، بیې لوړیږي." عليرضا د هغه ژمي اندیښنه لري چې ساړه یې د افغانستان د هر کور دروازې ته رسېدلي دي. نوموړی وايي، سږ کال د ده او د ډېرو خلکو لپاره د يخنۍ او لوږې د زغملو تر منځ انتخاب ستونزمن دی. عليرضا ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د پاکستان یو ۱۶ کسیزه پلاوی په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د چمن او سپین بولدک پر پوله د راپورته شوي صورتحال په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللی دی. په پلاوي کې ديني عالمان او قوميمشران شامل دي. په دوی کې یو، برات خان د دیسمبر پر شلمه، مشال راډيو ته وويل چې پر پوله د ناسم امنیتي صورتحال له وجې د دواړو خواوو ولسونو ته تاوان رسیږي نو په دې خاطر په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره ویني. که څه هم پاکستاني چارواکو لا د دې وفد د سفر په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی خو برات خان ویلي... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي روسي ځواکونو د اوکراین پر خرسون ښار له اته میاشتنۍ ولکې وروسته د وتلو پر مهال د دوو موزیمونو، یوې کلیسا او د ملي آرشیف زرګونه تاریخي او هنري اثار لوټ کړي دي. د هیومن رایټس واچ یوې مسوولې بلقیس ویلې Belkis Wille نن تور پورې کړ چې روسي ځواکونو د خرسون د اشغال په وروستیو ورځو کې له دې ځایونو څخه تاریخي انځورونه، سره زر، سپین زر، یوناني لرغوني اثار، مذهبي تصاویر او تاریخي توکي په لاریو کې بار کړل او هغو سیمو ته یې ولېږدول چې د روسیې تر ولکې لاندې دي. د بشري حقونو د... Читать дальше...
امریکا او متحدانو یې پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د هغو ادعاو پر سر شخړه وکړه چې وايي تهران مسکو ته پر اوکراین د حملې لپاره بې پیلوټه الوتکې ورکوي. په دې غونډه کې متحدوایالتونو د ملګروملتونو پر سرمنشي هم تور ولګاوه چې د روسیې ګواښونو ته تسلیم شوی او په دې اړه په څېړنو کې پاتې راغلی دی. په پرونۍ غونډه کې، د ایران له اټومي موافقې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وتلو وروسته د دواړو خواو په ځنډېدلو خبرو کې د ولسمشر جوبایډن د ادارې د نه ګډون... Читать дальше...
په کندهار کې د طالبانو سیمهيیز چارواکي وايي چې، د بلوچستان ایالت د چمن سیمې له یو شمېر دیني عالمانو او سوداګرو سره یې د سپین بولدک چمن دروازه کې د وروستیو نښتو د مخنیوي په اړه خبرې کړي. په یو بیان کې چې نن د کندهار د والي دفتر خپور کړ، له چمن څخه د راغلي پلاوي د غړو په حواله ویل شوي چې، دوی غواړي په راتلونکي کې د دې ډول حملو مخنیوی وشي. بیان زیاتوي چې د طالبانو پلاوي په غونډه کې ویلي، دوی د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی. د سپین بولدک چمن په دروازه کې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو... Читать дальше...
امنیتي ځواکونه د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې هغه مرکز ته رسېدلي چې پاکستاني طالبانو یو شمېر کسان پهکې یرغمل کړي دي. دریو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، امنیتي ځواکونه غواړي یرغمل د وسلهوالو له منګولو ازاد کړي. دې سرچینو چې غواړي نومونه یې افشا نه شي، رویټرز ته ویلي، شپږ تنه امنیتي چارواکي او یو شمېر بندیان په دې مرکز کې چې د تروریزم په تور له نیول شویو کسانو تحقیقات پهکې کېږي، دننه بند پاتې دي. دا مرکز د پاکستاني طالبانو TTP وسلهوالو د یکشنبې په ورځ وروسته... Читать дальше...
متحدوایالتونو په افغانستان کې د هغو سزاګانو پر عملي کولو اندېښنه ښودلې چې طالبان وايي د شریعت په اساس تطبیقېږي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند نېد پرایس بېګا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصویرونو کې په عام محضر کې اعدامونه او په درو وهل، د بشري حقونو څرګنده او وېروونکې سرغړونه ده ځکه نو د خورا زیاتې اندېښنې وړ خبره ده. د طالبانو حکومت د امریکا د دې انتقادونو په ځواب کې ویلي دي چې، د دې سزاګانو تطبیق د اسلامي شریعت یوه برخه او د افغانانو غوښتنه ده. د حکومت... Читать дальше...
د انګلستان لوبډلې تر دې وړاندې تر سره شوې دوې ټسټ لوبې هم په څرګند توپیر ګټلې وې. دا لومړی ځل دی چې پاکستان په کور دننه د ټسټ لوبو د یو لړۍ ټولې لوبې بایللې دي.
د امریکا متحده ایالتونه او متحدان یې د امنیت شورا په غونډه کې له روسیې او متحد ایران سره یې په دې بحثونو کې ونښتل چې روسیه لا هم د اوکراین جګړه کې له ایرانۍ بې پيلوټه الوتکو کار اخلي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د اوکراین پر جګړې او په دې جګړه کې د ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر رول ور ټوله وه. متحده ایالتونو او متحدانو یې له ایران سره په دې مسئله تود بحث وکړ چې تهران مسکو ته کمیکازه بې پیلوټه انتحاري الوتکې او نور تجهیزات ورکوي او روسیه یې د اوکراین جګړه کې کاروي. ... Читать дальше...
یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې په وروستیو څو کلونو کې له افغانستانه هند ته تللي دي وايي چې د ویزې او کار د نه لرلو له امله په بد وضعیت کې ژوند کوي. سيد اجمل بها وايي، د یوې رسنۍ د سياسي پروګرامونو په څانګه کې يې کار کاوه، خو د امنيتي ګواښونو له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ شو او اوس په هندوستان کې کډوال دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې پخوا د «یک» په نوم تلوېزیون کې ویاند و، خو اوس له اوو کلونو راهیسې انتظار باسي چې د پناه غوښتنې دوسیه به یې په هند کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر له خوا څېړل کېږي. Читать дальше...
د انګلستان او کوربه پاکستان ترمنځ په کراچۍ ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ سياليو اتلولۍ په پار پيل شوې لوبلړۍ ۳ـ۰ انګلستان وګټله. دغه سيالي چې د ډسمبر میاشتې په اولسمه نېټه پيل شوې وه، انګلستان لوبډلې په څلورمه ورځ وګټله او پاکستان یې وايټ واش کړ. د کرکټ په یوه فارمټ کې د لوبلړۍ د ټولو لوبو ګټلو ته وایټ واش وايي. د پاکستان توپ وهونکو په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۴ او په دویمه کې بیا ۲۱۶ منډې جوړې کړې. د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابراعظم په دواړو پاڼيو کې نیمه سلیزې ووهلې. انګلستان بیا په لومړۍ پاڼۍ... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو دوی له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی. د طالبانوحکومت له لوری د حدودو جاري کولو پر وړاندې د نړیوال غبرګونونو دوام. په تازه غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته خبریالانو ته وویل، دوی... Читать дальше...
د پاکستان سیالکوټ ښار د لوبو سامانونو لپاره نړيوال شهرت لري. د فوټبال په ۲۰۱۴ز، ۲۰۱۸ز او ۲۰۲۲ز نړيوال جام کې کارول شويو فوټبالونو زياته برخه په سيالکوټ کې جوړه شوې وه. د سیالکوټ د سوداګرۍ خونې ويلي چې په هغه ښار کې شاخوا ۱۰ لکه کسان د فوټبال جوړونې له صنعت سره تړلي دي.
پاکستان وايي، له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی پرون کندهار ته لاړ چې د افغان طالبانو د حکومت له مشرانو سره پر ډیورنډ کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي. پاکستاني رسنیو نن د یوه ځايي چارواکي په قول ویلي چې په دې پلاوي کې چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي. د راپور له مخې، پلاوی به د طالبانو د حکومت د کندهار له والي حاجي محمد وفا او نورو طالب مشرانو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړي. تېره اوونۍ د سپین بولدک ... Читать дальше...
د ټویټر کمپنۍ له ریاسته د ایلن مسک د استعفا په اړه د نظرپوښتنې په پای کې څرګنده شوه چې اکثره خلک د ښاغلي مسک د استعفا پلویان دي. ایلن مسک د یکشنبې په ماښام په یوه ټویټ کې له خلکو غوښتي و چې ایا د دې ټولنیزې شبکې له مشرتابه څخه لېرې شي او که نه؟ په دې نظرپوښتنه کې میلیونونو کسانو برخه اخیستې، خو تراوسه ایلن مسک د هغې د پایلو په اړه څه نه دي ویلي. ده وړمه ورځ ویلي و چې د نظرپوښتنې پایلو ته به درناوی وکړي. وروسته له دې چې ایلن ماسک ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست، د دې خواله رسنۍ اکثره مدیران او متخصصان یې له کاره وایستل.
د کاپ ۱۵ په نوم د ملګرو ملتونو د بیالوژیکي د تنوع کنفرانس پرون دوشنبه د چاپېریال ساتنې او د ژواک د تنوع د سرچینو د خوندیتوب لپاره د میلیاردونو ډالرو د ځانګړي کېدو په اړه پر یوې مهمې موافقې سلا وکړه، خو وروستۍ یې نه کړای شوه. یو شمېر افریقايي هېوادونو، چې د تودو یا حاره سیمو د ځنګلونو پراخې برخې په کې دي، له دې موافقې سره مخالفت وکړ. دا موافقه تر ۲۰۳۰ پورې د چاپېریال د مهمو سرچینو د خوندیتابه لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د موندلو په خاطر د څلور کلونو هلوځلو نتیجه ده. له مخالفتونو سره سره د چین د... Читать дальше...
په افغانستان کې د بریتانیا او جرمني ډيپلوماتیکو ماموریتونو په سالنګ تونل کې د یوه ټانکر د چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې. د سالنګ تونل په اورپېښه کې د مړو شمېر پرون د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې ۳۱ ته لوړ شو. د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي دي چې د دې تراژیدۍ د تلفاتو له کبله سخت بوږنېدلی دی. همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ډيپلوماتیک ماموریت د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. دې ادارې بېګا پر ټویټر ولیکل چې اوسمهال له هرو لسو کورنیو نهه کافي خواړه نه لري. یونېسف زیاتوي چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به د اته لکه پنځه اویا زره هغو ماشومانو علاج هم وکړي چې په سخته خوارځواکۍ اخته دي. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د موادو بیې لوړې شوي او خلک لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري. د راپورونو له مخې د... Читать дальше...
په ایران کې معترضانو یوه نوې تګلاره پیل کړې، داسې چې د مهسا امیني د وژل کېدو په قضیه کې د حکومت پرضد د غوسې د څرګندولو لپاره د خپلو کورونو د کړکیو له شا او د بامونو پر سر اعتراض کوي. په داسې حال کې چې د ایران د حکومت پرضد د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوې، پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو راپورونو له مخې خلکو پرون دوشنبې د تهران په یو شمېر سیمو کې واټونو او کوڅو ته د راوتلو پر ځای د کړکیو له شا د حکومت پرضد شعارونه ورکول. په عین حال کې د مشهد او کرمانشاه ښار په واټونو کې د خلکو تازه اعتراضونه پرون هم روان وو. Читать дальше...