Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکايي رسنۍ: کانګرس د افغانانو مېشتېدنه خپله اجنډا کې نه‌ده شامله کړې

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي افغانان د امریکا د ګانګرېس دې پرېکړې، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه یې په اجنډا کې نه‌ده شامله کړې خواشيني کړي دي.


دوی وايي، سره له دې چې په دې هېواد کې یې د اوسېدو تر یو کال ډېره موده کېږي خو د کډوالۍ او نورو اړوندو ادارو له‌خوا یې د اسنادو د قانوني کېدو پروسه ډېره پڅه روانه ده.


ساجده چې یو کال مخکې امریکا ته تللې وايي، نه پوهېږي کله یې چې د بشري ویزې موده پوره شي، برخلیک به یې څنګه شي.


نوموړې وايي: "اوس هم لیدل کېږي چې د امریکا حکومت د افغان کډوالو د دایمي استوګنې په باره کې کوم پلان نه‌لري. افغانان او خپله زه ډېره اندېښمنه یم چې زموږ برخلیک به دلته څنګه کېږي."




په امریکا کې مېشت افغان ځوان مصطفی بابک چې په دې هېواد کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبې ته لابي کوي، وايي د دې مصوبې له نه تصويبېدو سره د ډېرو افغان کډوالو بشري ویزې چې د ۲۰۲۳ کال په اګست کې پای رسېږي، که تمدید نه شي، افغانان په امریکا کې له ډېرو حقوقي ستونزو سره مخ کېدای شي.


نوموړی وايي: "له حقوقي اړخه چې د ویزو موده یې پوره شي، دوی په امریکا کې غیرقانوني کډوال دي، هم یې د اوسېدو قانوني حق ختمېږي او ورسره ډېر افغانان چې راغلي، دلته په کارونو مصروف دي، دوی کارونه هم له لاسه ورکوي، ځکه د دوی اداري مشران بیا دوی ته دندې نه‌شي ورکولای."




که څه هم د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه په خپله اجنډا کې د تصویب لپاره شامله نه کړه خو په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د امریکا له حکومت څخه غواړي، چې د دوی برخلیک دې معلوم کړي.


دا افغان کډوال داسې مهال په متحده ایالاتو کې د خپل برخلیک معلومولو غوښتنه کوي چې CNN ټلوېزیون د ډېسمبر په ۱۹ راپور ورکړ چې د امریکا کانګرس د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه په خپله اجنډا کې نه ده شامله کړې.


دې رسنۍ د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې جمهوري غوښتونکي سناتور چوک ګراسلي په کمېټه کې له دې مصوبې سره مخالفت کړی دی.


که څه هم د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوه خبري ناسته کې ویلي و چې، دوی د افغانانو د دایمي اوسېدو په اړه د کانګرس د هڅو ملاتړې دي او په دې برخه کې خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکوي چې مصوبه تیاره او ولسمشر ته یې وړاندیې کړي، خو د کانګرس له‌خوا په اجنډا کې نه شاملول ، ښايي د دې مصوبې تصویب نور هم وځنډوي.




تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو یو شمېر سفیرانو او پوځي مشرانو هم په جلا لیکونو کې د امریکا له ګانګرس څخه غوښتي و چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه تصویب کړي.


د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه مصوبه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره امریکا شاوخوا ۹۰ زره افغانان د تخلیې په پروسې کې امریکا ته انتقال کړل او پاتې نور کسان چې له امریکايي ځواکونو او موسساتو سره یې همکاري کړې وه، د انتقال لپاره یې د پي ون، پي ټو او اېس ای وي پروسې اعلان کړې خو هغوی چې د دې پروسو له لارې د متحده ایالاتو ته د تګ نیت لري، د دې پروسو له ورو او پڅ کار څخه شکایت کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus