Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سالنګ وروستۍ پېښه کې ځينې کورنۍ په بشپړ ډول قرباني شوي دي

د افغانستان په شمال سالنګ کې د ورستۍ پېښې یوه برخه قربانیان ماشومان او مېرمنې دي.


د حنیف ناشر کشر ورور نصیب ناشر د خپل ورور د وژل کېدو کیسه کوي.


نوموړی وايي، ورور یې په دغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له کندز د کابل په لور روان شوی و چې دغه پېښه وشوه.




نصیب ناشر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ورور یې تازه په کابل کې دنده اخیستې وه.


نوموړي وويل: "ناشر صیب څو ورځې وړاندې له کابل نه کندز ته راغی او دلته یې څو روځې تېرې کړې او بېرته کابل ته د خپلې کورنۍ سره روان شو چې سالنګ ته په رسېدو سره دغه پېښه وشوه او ټول په شهادت ورسېدل، له نوموړي سره یې درې بچیان او مېرمن وه چې په دغه پېښه کې په شهادت ورسېدل."


د نصیب په خبره، وريرونه یې چې هلکان وو، یو یې دولس، بل اته او بل یې هم شپږ کلن و.


د روانې اونۍ د شنبې په شپه د سالنګ په تونل کې د تېلو یو ټانکر له چپه کېدو وروسته اور واخیست چې ګڼ ځاني او مالي تلفات یې واړول.




سره له دې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح او د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د سه شنبې په ورځ د دې پېښې په اړه د وروستیو جزییاتو په تړاو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په پروان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سید حکمت الله شمیم بیا د دوشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د ورستیو معلوماتو پر بنسټ د سالنګ په پېښه کې ۳۱ کسان وژل شوي مړه او ۳۷ نور ژوبل شوي دي.


نوموړي ویلي و، چې په سیمه کې لا هم تصفوي عملیات روان دي.


په دغه پېښه کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو او سوداګرو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي، موټرې او توکي سوځېدلي، د کابل - بلخ او د پرتو نورو ولایتونو تر منځ لار هم لار تړلې ده.


د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په سالنګ کې د لارې په تړل کېدو سره دوی ته په میلونونو افغانۍ زیان اوښتی.




د نوموړې په خبره، دغه لاره باید ژر تر ژره پرانیستل شي.


ښاغلي الکوزي وويل: "د دې لارې بندول که یو ساعت وي او یا هم یوه ورځ موږ ته په میلیونونو افغانۍ تاوان رسوي او بل غټ مشکل دا دی چې زموږ غذایي مواد لکه اوړه، غنم او سوختي مواد له شمال نه راځي نو تاثیر به یې په مارکېټ زیات وي، که نن او سبا کې دغه لاره خلاصه نه‌شي اغېز يې په مارکېټ او بازار کې ښکاره کیږي."




د نوموړي په خبره، دا مهال په سلګونه بار وړنکي موټر د تونل دواړو خواو ته بند پاتې دي.


خو دا چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له امله خلکو او سوداګرو ته څومره مالي زیان اوښتی، ښاغلي الکوزي وویل معلومات په واک کې نه‌لري.


سالنک لویه لاره د سوداګرۍ له اړخه افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وصلوي.


د یادونې ده، چې مخکې تر دې په تېرو کلونو کې هم، په دغه لاره کې د سختو ورښتونو له امله خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus