طالبانو په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو چې ګڼې جایزې یې ګتلې دي، د اېف اېم او اې اېم څپې بندې کړې دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس او اجرائیوي مشر جیمي فلای د دې اقدام په اړه وویل، "ازادي لسګونو ملیونو افغانانو ته د شاهرګ حیثیت لري، نو د طالبانو دا پرېکړه دوی ټول غمجنوي". جیمي فلای زیاته کړه: "د ازادې اروپا/ ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نهکړي. موږ د تجربې له مخې پوهېږو چې زموږ اورېدونکي زموږ د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه... Читать дальше...
په کابل کې د طالبانو د حکومت قضايي چارواکي وايي، په ۲۱ کسامو باندې يې تعزیري سزاګانې تطبیق کړي. د طالبانو د حکومت د کابل ښاري ابتدايي محکمې نن ویلي چې ۱۵ نارینه او ۶ ښځینه يې په درو وهلي دي. دې محکمې له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا کسان چې په درو وهل شوی په غلا، نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، شراب څښلو او نورو جرمونو تورن شوي دي. له دې وړاندې د طالبانو حکومت په لوګر، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې په ورته توګه په یو شمېر کسانو شرعي سزاګانې عملي کړي دي.
د ملېشا ځواکونو په د زده کوونکو د نيولو دغه هڅه د ټولنيزو رسنيو فعالانو غندلې او هلته د ځواکونو پر شتون نيوکې کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف کابل کې یو نندارتون جوړ کړی دی. د 'خورشید تابان' په نوم د لاسي صنایعو د یوې توليدې فابریکې مسوولې رحیمې حاجي زاده په کابل کې د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون کړی دی. نوموړې چې د ورته تېرو جوړو شویو نندارتونونو له ګټې ډېره راضي نه ده، هیله لري چې په دې نندارتون کې ښه پېرېدونکي ولري. هغه زياتوي :"په تېرو نندارتونونو کې که څه هم موږ ډېر لګښت وکړ خو چندان ښه لاسته راوړنه مو نه درلوده،... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هر کال د اېچ ای وي اېډز ناروغۍ د مخنیوي او په اړه یې د پوهاوي ورځ لمانځل کېږي. په خیبر پښتونخوا کې د اېډز کنټرول اداره وايي، په هغه صوبه کې په اېچ ای وي د اخته راجسټر کسانو شمېر شاوخوا ۵،۵۰۰ دی خو شنونکي وايي، ښايي واقعي شمېر تر دې زیات وي ځکه چې په ټولنه کې د اېچ ای وي او اېډز لرونکو پر وړاندې د حساسيتونو له کبله ځینې خلک خپله ناروغي پټوي. روغتیاپالان وايي، که پر وخت د اېچ ای وي درملنه پیل نه شي نو په اېډز ناروغۍ اوړي چې بیا علاج نه لري.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمانه د سوات دوه ځوان سندرغاړي، اياز خان او ناصر رېشم دي. دوی په وروستيو کې په مېنګوره کې د موسيقۍ په يوه څلور ورځنۍ مېله کې سندرې وويلې. دا مېله پوليس محکمې جوړه کړې وه. دا سندرغاړي وايي، د سوات مدني ټولنه هم بايد ورته مېلې او د موسيقۍ محفلونه جوړ کړي چې د ځايي ولس له ترهګرۍ سره تړلې وېرې ترهې ختمې شي. په خپرونه کې د اياز خان او ناصر رېشم د خبرو ترڅنګ د هغوی سندرې هم اورېدای شئ.
د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۳۰مه په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو لپاره د لوبو مېله جوړه کړې وه. په دې مېله کې په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې له بېلا بېلو مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو برخه پکې اخيستې وه.
اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د ډونیڅک په سیمه کې سختې جګړې کړي دي. دا خبره د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن کړې او زیاته کړې یې ده چې روسانو د اوکراین په سویل خرسون کې خپلې دفاعي کرښې قوي کړي او د دې ښار پر مرکز يې د توغندیو ورولو ته دوام ورکړی. خرسون تېره میاشت اوکرایني ځواکونو له روسانو بېرته نیولی و. بل خوا په اوکراین کې تخنیکي اینجنران هڅه کوي څو وکولی شي د روسیې د بمباریو په پایله کې پرچاو شوې برښنا بېرته فعاله کړي. د روسیې پرلپسې بمباریو په اوکراین کې میلونونه اوکراینیان د ساړه ژمي په درشل کې بې برښنا کړي. Читать дальше...
هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ۱۰ تر ۱۵ ماشومان د کندهار میرویس روغتون کې بستر کېږي، د دغو ماشومانو کورنۍ وايي چې د بېوزلۍ له امله نهدي توانېدلي خپلو ماشومانو ته سم او پوره خواړه ورکړي، نو ځکهیې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي. د دغه روغتون مسؤلین وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي؛ په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي فعالیتونه باید افغان طالبانو ته د اندېښې وړ مسله وي. هغه دا خبره نن پنجشنبې په یوه ناسته کې چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د چادونې وروسته کړې ده. هغه همدارانګه دغه ډول ترهګریز فعالیتونه د سيمې لپاره خطرناک بللي دي. هغه زیاته کړې ده؛ دا ډول ترهګریز فعالیتونه د خطر زنګ دی خو وضعیت تر اوسه په کنټرول کې دی.
تحریک طالبان د نومبر پر ۲۸مه نېټه رسنيو ته په استولي بیان کې پر خپلو وسلوالو غږ کړی وو چې په پاکستان کې دې حملې وکړې
د مني ورستۍ یا د کال تر ټوله اوږده شپه، د یلدا شپه، د یونسکو په کلتوري سازمان کې د افغانستان او ایران د خلکو د ګډ غیر ملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه. یونسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دا خبره بېګاه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کړې ده. یونسکو لیکلي، د یلدا شپه د کلتوري هویت، طبیعت، ښځو ته د درناوي، ملګرتیا، مېلمه پالنې، کلتوري تنوع او سوله يیزې همغږۍ په دود نمانځل کېږي. د یلدا شپه په افغانستان، او نورو کاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان او داسې نورو کې د دسترخوان... Читать дальше...
د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې په یوې دیني مدرسې کې چاودنې ته چې د تازه شمېرو لهمخې ۱۹ کسان پهکې وژل شوي او ۲۵ نور پهکې ټپیان شوي غبرګونونه ښودل شوي. ۱۶ کلن محمد الله چې د (الجهادیه) دیني مدرسې زدهکونکی دی وايي، د تېرې ورځې پېښې یې په روح او روان سخت اغېز کړی. نوموړی چې په پښه ټپي شوی وايي، د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې یې یو شمېر ټولګيوال ووژل شول. محمد الله د پېښې کیسه کوي او وايي: "پرون د ماسپښین لمونځ وخت و، موږ اودس وکړ او راغلو په جماعت کې ورګډ شو، تقریبأ یو صف ولاړ و، استاد... Читать дальше...
د کراچۍ د پولیسو یوه مشر فیصل بشیر د نومبر پر ۳۰مه په یوه بیان کې ويلي چې د نومبر پر ۲۷مه او ۳۰مه یې د ښار په اورنګي ټاون، پاکستان بازار، سایټ سیمه او حب کې ۱۲۳ افغانان ګرفتار کړي.
اسلامي دولت ډلې (داعش) ومنله چې مشر یې په وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی. د دې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه غږیز پيغام کې چې پرون یې خپور کړ، یوازې د ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. دا د داعش دوهم مشر دی چې سږ کال په داسې وخت کې وژل کېږي چې دا ډله هڅه کوي په عراق او سوریه کې له خپلو پټو ځالو بیا خونړۍ حملې وکړې. د اسوشیتد پریس اژانس د راپور لهمخې القریشي څه باندې یوه میاشت مخکې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی، خو دا څرګنده نهده چې پرون یې څرنګه اعلان وشو. Читать дальше...
په تېرو پنځو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي. د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی وېست د سفر په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست به د امریکا له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره په افغانستان کې پر بشري وضعیت او اقتصادي ناورین، د افغانو د حقونو خوندي تابه او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي. دغه شان به وېست په بهر... Читать дальше...
محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
په سېنېګال کې د فوټبال ځوان مینه وال د خپلې خوښې لوبې لپاره داسې ميدانونو کې راټولېږي چې کثافات پکې ډېر دي. په دې وروستيو کلونو کې د لوېديزې افريقا په دغه هېواد کې سختو بارانونو او سېلابونو د لوبې ميدانونه ويجاړ کړي دي. ګل اياز د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو راپور جوړ کړی دی.
پاکستاني چارواکي د دې هېواد د ډبرو د سکرو په یوه کان کې په یوه چاودنه کې د لږ تر لږه نهه کان کېندونکو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کانونو او طبعي منرالونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار محد عارف ویلي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزو سیمې په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي. د عارف په وینا په دې اړه څېړنه پیل شوې ده چې چاودنه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې، د دغو راډیو ګانو د پروګرامونو د محتوا په اړه یې د ترلاسه شویو شکایتونو پر اساس دغه پرېکړه کړې خو په دې اړه یې نور جزیات نهدي ورکړي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان په دیارلسو ښارونو کې پر اف ام د ازادي راډیو نشرات بند شول. ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو په افغانستان کې په لنډو او منځیو څپو سربېره له څو کلونو راهیسې په یو شمېر لویو ښارونو کې پر اف ام هم ۲۴ ساعته خپرونې کولې چې په ملیونونو اورېدونکو اورېدلې. Читать дальше...
کاناډا له مراکش، کرویشیا له بلجیم، جاپان له هسپانیا او کاستاریکا له جرمني سره لوبې کوي. د دغو لوبو په نتیجه کې به د بل دور یو شمېر نور ټیمونه هم مشخص شي. پرون د اتو ټیمونو ترمنځ د لوبو په نتیجه کې د دغه جام بل پړاو ته چې ۱۶ ټیمونه به سره لوبې کوي، اته ټیمونه ووتل. ارجنټاین دوه د صفرپه مقابل کې پولنډ ته ماتې ورکړه، مکسیکو دوه د یوه په مقابل کې له سعودي عربستان لوبه وګټله. اسټرالیا یو د صفر په مقابل کې ډنمارک مات کړ او تونس هم له فرانسې لوبه یو د صفر په مقابل کې وګټله. د فوتبال د نړیوال... Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله چې مشر یې په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی. د دغې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه صوتي پیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، یوازې د خپل مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړې خو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات نهدي ورکړي. د اسوشیتید پرس اژانس د راپور لهمخې د امریکا پوځ وویل، القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی. په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې په اکتوبر... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د سرې مياشتې ټولنې چارواکې وایي، د نړيوالې ټولنې مرستې بنسټيزې نهدي او د اړمنو کسانو لس سلنه اړتیا هم نهشي پوره کولای. د سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې وویل چې، د افغانستان په کچه تر ټولو زیات د ارزګان، غور، دایکنډي او پکتیکا اوسېدونکي د لوږې او فقر له لوړ خطر سر مخ دي چې باید له ځايي اوسېدونکو سره یې بېړنۍ بشري مرستې وشي. بلخوا د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي په راتګ سره یې بېکاري او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په سمنګان کې د مدرسې دننه پرونۍ چاونه وغندله او ویې ویل چې، هر ماشوم افغان دا حق لري چې له ویرې او ترهې پرته زدهکړه وکړي. ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې هېواد یې په دې چاودنه کې د یو شمېر ماشومانو وژنه محکوموي. ده تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې پر ملکیانو برید په عقل نه جوړیږي. د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق( یونېسف) هم په ټویټر کې لیکلي دي چې پر ماشومانو دې چاودنې حیرانه کړی دی. د سمنګان په مرکز ایبک کې پرون د مدرسې دننه چاودنه... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالتونو د خپل یوه تبعه، پاول ویلان په اړه چې په روسیه کې زنداني دی، اندېښنه ښکاره کړه. د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون وروسته تر دې اندېښنه څرګنده کړه چې د پاول ویلان کورنۍ وویل چې، له یوې اونۍ راهیسې یې هیڅ حال نهشته. د کربي په وینا، امریکایي دیپلوماتان کوښښ کوي چې د پاول ویلان له وضعیته خبر شي. روسیې تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. پاول ویلان پخوا د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو سرتیری و چې په دوه زره اتلسم کال کې د روسیې له لورې د جاسوسۍ په تور ونیول شو بیا دوه کاله وروسته په شپاړس کاله بند محکوم شو.