سمنګان کې چاودنې ته د توماس وېسټ غبرګون: هر افغان ماشوم د زدهکړې حق لري
ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې هېواد یې په دې چاودنه کې د یو شمېر ماشومانو وژنه محکوموي.
ده تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې پر ملکیانو برید په عقل نه جوړیږي.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق( یونېسف) هم په ټویټر کې لیکلي دي چې پر ماشومانو دې چاودنې حیرانه کړی دی.
د سمنګان په مرکز ایبک کې پرون د مدرسې دننه چاودنه وشوه چې د ځینو لوېدیځو رسنیو په وینا د تلفاتو شمیر یې نژدې شلو ته رسیږي.