Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر افغانستان خبرې؛ توماس وېسټ د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفر پيل کړی

په تېرو پنځو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي.


د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی وېست د سفر په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست به د امریکا له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره په افغانستان کې پر بشري وضعیت او اقتصادي ناورین، د افغانو د حقونو خوندي تابه او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي. دغه شان به وېست په بهر کې مېشتو د بشري حقونو فعالانو، سوداګرو، سیاستوالو او رسنیو له مسوولینو سره دغو ننګونو ته د رسېدنې په موخه وګوري."


ښاغلی وېست هم د دغه سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "زه د دسمبر میاشتې له لومړۍ تر اتمې نېټې جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوم ترڅو له خپلو شریکانو سره د بشری ملاتړ پر مهمه مسله همغږي رامنځته کړو او په افغانستان کې د نجونو او ښځو له زده‌کړو او بشري حقونو دفاع وکړو."




مخکې تر دې ښاغلي وېست د روان میلادي کال په مې میاشت کې ترکیې او ازبکستان ته هم سفرونه کړي وو او د دغو سفرونو په لړ کې یې د بشر او ښځو د حقونو له فعالانو سره د لیدو پر مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو او د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو د لګولو شویو محدویتونو پر لیرې کولو خبرې کړې وې.


خو له دغو لیدنو کتنو پنځه میاشتې وروسته لا هم د نجونو ښوونځي نه‌دي پرانیستل شوي، په ډېری دولتي ادارو کې ښځې له کاره راګرځول شوي، له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر بندیز او تازه تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ هم د طالبانو له‌خوا محدودیتونه رامنځته شوي دي.




طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو په اړه یې کوم تعریف نه‌دی وړاندې کړی.


د چارو شنونکی نجیب‌الله ازاد په دی باور دی، چې د افغانستان په مسله کې د امریکا مستقیم ښکېلېدل کولی شي وضعیت کې بدلون رامنځته کړي، خو دی په افغانستان کې د شته وضعیت د تغیر په برخه کې د سیمې پر هېوادونو د امریکا تکیه کول بې ګټې او د وخت ضایع کول بولي.


ښاغلی ازاد وايي: "یو شی خورا څرګند دی چې په تېرو شلو کلونو کې هر څومره ناستې، چې د سیمې په هېوادونو کې وشوې یوې هم نتیجه ورنه کړه، تر هغو چې د افغانستان په اړه د پرېکړو مدیریت امریکا نه‌وي کړی. نن هم د نړۍ او سیمې هېوادونه امریکا ته ګوري، چې د افغانستان په قضیه کې دې امریکا تصمیم ونیسي، هر تصمیم چې متحده ایالاتونه نیسي، نړۍ به ورسره دریږې، نور هېوادونه دا ریسک هم نه‌شي اخیستی او دا توان هم نه‌لري."




ښاغلی وېست داسې مهال د سیمې یو شمېر هیوادونو ته په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت، د ښځو د حقونو او ګډو امنیتي اندېښنو په اړه سفر کوي، چې په افغانستان کې په دې ټولو برخو کې په دې ورستیو کې نړیوالې اندېښنې مخ په ډېرېدو دي او افغانان په ځانګړي ډول افغان مېرمنو پر دوی د لګول شویو محدودیتونو په اړه له نړۍ غوښتي، چې په اندېښنو، اعلامیو او د ټولنیزو رسنیو له لارې په عدالت غوښتنې نه کېږي، باید جدي اقدامات ترسره کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus