Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل يو شمېر اوسېدونکي: که سون‌توکي وپېرو د خوړن‌توکو پيسې نه‌لرو

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، دا ژمی به میلیونونه افغانې کورنۍ دې ته اړې شي، چې د خوراکي توکو او سون توکو ترمنځ، یو انتخاب وکړي.


علي‌رضا چې کابل کې اوسېږي وايي: "هر ځلې چې دوی اعلان کوي چې موږ به د ملت لپاره سکاره او خواړه ارزانه کړو، موږ ګورو چې ، بیې لوړیږي."




علي‌رضا  د هغه ژمي اندیښنه لري چې ساړه یې د افغانستان د هر کور دروازې ته رسېدلي دي.


نوموړی وايي، سږ کال د ده او د ډېرو خلکو لپاره د يخنۍ او لوږې د زغملو تر منځ انتخاب ستونزمن دی.


علي‌رضا ازادي راډیو ته وویل: "تېر کال د یو من ډبرو سکرو بیه ۵۶ وه، اوس له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ پورې ده. خوراکي توکي هم دوه چنده شوي دي. موږ نه‌شو کولای چې په یوه وخت کې سون‌توکي او خواړه واخلو."




د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې حبيبه، چې د کور مېرمن او د درېيو ماشومانو مور ده، وايي، بې‌کارۍ او د بيو لوړوالي يې کورنۍ له دوو لارو سره مخ کړې ده چې ژمي لپاره سون توکي واخلي یا خوراکي توکي.




نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال بیې ټيټې وې، دا ښه کار و، سږ کال دا کار نه‌دی شوی، بیې ډېرې لوړې دي، که د سون توکي واخلو، خوراکي توکي نه‌شو اخیستلی، که خوراکي توکي واخلو، د سون توکي نه‌شو اخیستلی، ژمی هم را رسېدلی."


دا اندېښنې داسې مهال دي، چې ، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) هم دې موضوع اندېښمنه کړې ده.


یو ان ایچ سي ار د سه شنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل: "په سږني ژمي کې به په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ دې ته اړې شي، چې د خوړو او تودوخې ترمنځ، یو غوره کړي."




دغې ادارې دا هم لیکلي چې نړیوال ملاتړ به له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.


د تېرې جمعې په ورځ د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) هم په خپلې ټويټر پاڼه داسې ويډيويي راپورونه خپاره کړل، چې د افغانستان خلک به په راتلونکي ژمي کې له سختې بې‌وزلۍ، يخنۍ او د ماشومانو د ناروغيو له زياتېدو سره مخ شي.


دغې کمېټې په خپل یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د افغانستان خلک له دوو سترو ستونزو سره مخ دي، د خوراکي توکو چمتو کول او د کورونو ګرمول.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په تېرو ۱۶ میاشتو کې بې‌وزلي او بې‌روزګاري په بې‌ساري ډول زیاته شوې او د دې موضوع په اړه تل نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus