Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د بانکي خدماتو محدوديتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

په افغانستان کې د بانکي خدمتونو محدودیت په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو لپاره یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.


یو شمېر افغانان، چې له افغانستانه بهر ژوند کوي په بهر کې د افغان بانکونو د ماسټر کارډ د خدمتونو له غير فعالېدو شکایت کوي.


د دوی په خبره، پخوا به یې د اتوماتو ماشینونو (ATM) له لارې په اسانۍ سره له خپلو بانکي حسابونو پیسې ایستلې، خو اوس که څه هم پیسو ته سخته اړتیا لري، له خپلو بانکي حسابونو ګټه نه‌شي اخیستلای.




په هند کې یو افغان محصل جاوید جعفري ازادي راډيو ته وویل: "د هېواد له سقوط وروسته، موږ خپل حساب ته لاس‌رسی نه‌لرو. نه یوازې موږ نه‌شو کولی له ماسټر کارډ څخه پیسې وباسو، بلکې زموږ کورنۍ هم زموږ حساب ته لاس‌رسی نه‌لري. زموږ حساب ته د لاس‌رسي لپاره موږ باید افغانستان ته لاړ شو او دا خپله یوه ستونزه ده."


یو بل افغان احمد مشعل چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوی او نه‌دی توانېدلی چې خپل بانکي حساب تش کړي، له ورته ستونزې شکایت کوي.


نوموړی وايي: "شاخوا دوه لکه افغانۍ په خپل حساب کې لرم، هیڅوک نه‌شي کولای له هغې نه کار واخلي، هلته زما کورنۍ پېسو ته اړتیا لري او دلته زه، له بده مرغه د یو نیم کال په تېرېدو سره په دغه وضیعت کې هیڅ بدلون نه‌دی راغلی."




په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم په افغانستان کې د بانکونو له خدمتونو ناخوښ دي.


دوی وايي، په بانکونو یې باور له لاسه ورکړی او د پیسو ایستلو لپاره په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي خو د دوى په خبره، په اونۍ کې یوازې ۲۰۰ ډالر یا ۱۰ زره افغانۍ له خپل حساب اخيستلى شي.


مرجان ازادي راډیو ته وویل: "خلک باید د سهار په څلورو بجو قطار ته ولاړ شي ترڅو وکولی شي له خپل حساب څخه پیسې وباسي، موږ کولی شو هره اونۍ یو محدود مقدار وباسو خو هغه پیسې چې دوی ورکوي ډېرې زړې او له کاره وتلی."




دغه راز د کابل يو بل اوسېدونکی سلطان محمد وايي: "باور له منځه تللی، اوس که څوک پېسې لري په بانک کې یې نه ږدي، د دې لپاره چې پيسې په بانکونو کې بندې پاتې کېږي، په اونۍ که ۲۰۰ ډالره او یا هم ۱۰ زره افغانۍ اخیستلای شي نور ATM ماشینونه هم کار نه کوي، ماستر کارت کار نه کوي، ډېرو ستونزو سره مخ یو."


دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې بانکي خدمتونه د پرمختګ په حال کې و او د پیسو د لېږد او ایستلو په ګډون ډېرى پولي راکړې ورکړې په انلاین ډول ترسره کېدې.


خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه بانکي خدماتونه هم بند شول.




د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


په افغانستان کې بانکي سیستم هغه مهال ګډ وډ شو کله نه چې طالبان په دغه هېواد کې بياځلي واک ته ورسېده.


د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو کې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د بانک مشتریان کولای شي له خپلو حسابونو په اوونۍ کې ۲۰۰ امریکايي ډالر وباسي خو وروسته بیا دا اندازه ۴۰۰ ډالرو ته لوړه شوه هغه پرېکړه چې د خصوصي بانکونو د ځینو مشتریانو په وینا دا بانکونه یې نه عملي کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus