امریکا له کابله خپل سفارت او اړوندې چارې اوس له قطره مخته وړي او د همدغو افغانانو د ویزو کارونه مخته وړي چې د قطر له خوا په جوړو شوېو کمپونو کې اوسي.
په بدخشان ولایت کې د بېلابېلو ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وايي، دغه ولایت کې د طالبانو په واکمنېدو سره، سیمه ییز طالب چارواکو د ښوونځيو امرینو ته سپارښتنه کړې چې له اووم څخه نیولی تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته اجازه ورنه کړي چې ښوونځيو ته ولاړ شي. د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د شهید سایف د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی احمدالیاس وايي، سږ کال یې ښوونځي پای ته رساوه او هېله مند وو چې د کانکور ازموینه کې برخه واخلي، خو د طالبانو له لوري د زده کوونکو پرمخ ښوونځي وتړل شوی چې په دې کار نوموړی اندېښمن دی الیاس وايي... Читать дальше...
د کرنې او مالدارۍ وزارت نوی ټاکل شوی مرستيال مولوي فضل ربي فضلي د کرنې وزارت او پراختيايي پروژو د رييسانو وړانديزونو او اندېښنو په اړه ډاډ ورکړ چې ټول فعاليتونه به په دوه برابره مؤثريت سره ترسره شي. د کرنې وزارت نن په یو بیان کې ویلي چې د دغه وزارت کار کوونکو له نوېو مسوولینو سره نن یوه ناسته کړې او خپلې ستونزې ورسره شرېکې کړي. په دغه غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت نوی ټاکل شوی مرستيال مولوي فضل ربي فضلي ویلي چې د ټولو پراختيايي پروژو چارې به د پخوا په څېر پر مخ ولاړې شي. هغه دغه راز... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري ټولې مشر شېرباز کمین زاده وایي چې صنعت کاران د بانکونو له خوا بهر ته د پېسو په لېږد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نوموړي نن ازادي راډیو ته وویل چې ډېری خام مواد له بهره واردېږي: "تاسې ته معلومه ده چې زموږ اکثره خام مواد له بهره راځي، ځینې فابرېکې یوازې یوې میاشتې ته به زېرمې ولري، خو اکثره هغه هم نه لري، باید موږ د بانک له خوا پیسې بهر ولېږو او له بهره خپل مالونه وغواړو،که نه موږ ته مال نه لیږدوي." ښاغلی کمین زاده وایي، اوسنی نظام باید د بانکونو ستونزه ژر تر ژره له نړېوالې ټولنې سره حل کړي. Читать дальше...
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن په نیویارک او نیو جرسي ایالاتونو کې د ایدا توپان ویجاړۍ له نژدې وګوري. دې توپان تېره اوونۍ د دغو ایالاتونو ځینو برخو کې په بې ساري باران سره سیلونه وبهول او لسګونه کسان یې ووژل. په نیویارک کې ۱۷ او نیو جرسي کې ۲۷ تنه دغه توپان وژلي او ۴ تنه لا هم تري تم دي. ایدا توپان د اګسټ په ۲۹مه د لویزیانا ایالت ځمکې ته را ټیټ شو، دغلته تراوسه شااوخوا ۴۸۰ زره کسان له برښنا بې برخې دي. ولسمشر بایډن تېره اوونۍ لویزیانا ایالت ته تللی و، چېرته چې دې توپان ۱۳ تنه مړه کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه په کابل کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د پنجشېر په نیولو سره اوس ټول افغانستان د طالبانو په واک کې دی.
کیوبا ادعا کوي د نړۍ لومړنی هېواد شو چې تر دوو کلونو پورته عمر لرونکو ماشومانو ته یې د کرونا واکسین پيل کړ. کیوبا پرون دوشنبه له ۲ تر ۱۱ کلنو پورې ماشومانو ته د هغه واکسین ورکړه پيل کړه چې په کور دننه یې تولید کړی او د روغتیا نړیوال سازمان لا نه دی تایید کړی. دغه هېواد تېره اوونۍ له ۱۲ کلنو پورته عمر لرونکو کسانو ته د کورونا واکسین تطبیق پیل کړی و. د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم خپل ۱۲ کلن او تر هغه پورته تنکي ځوانان واکسین کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د درملو اداره هغو کسانو... Читать дальше...
د طالبانو په راتګ سره د فراه ولایت په دولتي ادارو او مدني فعالیتونو کې د مېرمنو حضور کمرنګه او د اندېښنې وړ دی. په فراه کې مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
حبیب الله شباب هغه سندرغاړی دی چې اوس دوکانداري کوي. ده له ۱۶ کلونو راهیسې سندرې ویلي. شباب په هېلمند او کندهار ولایتونو کې یو له مشهورو ځایي هنرمندانو څخه دی. نوموړی وايي، کله چې طالبانو افغانستان ونیوه، نو ده سندرې ویل پرېښوول. خو یوه نومیالۍ افغانه سندرغاړې اریانا سعید وايي، خپل هنر ته دوام ورکوي. د ازادۍ راډیو ویډیويي رپورټ.
نیوزویک مجله نیوزویک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پنجشیر وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، طالبان د دې ولایت د نیولو ادعا کوي، خو د مقاومت جبهې د خپلې مبارزې د دوام خبره کړې ده. د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، پنجشیر د دوی له خوا په بشپړ ډول ونیول شو، خو د مقاومت سرچینو وویل، د دوی کسان لا هم په سنګرونو کې دي. نیوزویک د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، د طالبانو زرګونه جنګیالیو د دوشنبې په شپه د پنجشیر په اتو ولسوالیو بریدونه وکړل. احمد مسعود چې ځان د مقاومت د ملي جبهې مشر بولي پر ټویټر... Читать дальше...
بېګا د کابل ښار په څو سیمو کې د پاکستان پرضد او د مقاومت د جبهې په ملاتړ لاریونونه شوي. په خواله رسنیو په خپرو شوېو ویډیوګانو کې چې خپلواکو سرچینو لا نه دي تایید کړي ګڼ خلک بهر راوتلي او شعارونه ورکوي. د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري بېګاه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک پاڅېدلي او دا به د خلکو د مبارزې یو نوی باب وي. د کابل او ځینو نورو سیمو څخه د خلکو د شپنیو لاریونو راپورونه وروسته له هغه ورکول کېږي چې پرون د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو پرضد د ملي پاڅون غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمینې دوحې ته ورسېد، څو د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې وکړي. قطر اوس مهال د زرګونه افغانانو کوربه دی چې د امریکا له خوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي. امریکا له کابله خپل سفارت او اړوندې چارې اوس له قطر مخته وړي او د همدغو افغانانو د ویزو کارونه مخته وړي چې د قطر له خوا په جوړو شوېو کمپونو کې اوسي. متحده ایالاتونو د قطر په شمول د ټولو هغو هېوادونو ستاینه کړې چې په موقتي شکل یې د افغانانو لپاره د هستوګنې کمپونه برابر کړي دي. Читать дальше...
په کابل کې د طالبانو ادارې د روسیې، ترکیې، چین، قطر او پاکستان دولتونو ته بلنه ورکړې چې د نوي حکومت د اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي. طالبانو ویلي چې د افغان کابینې د نوي تشکیل د اعلان لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي. خو لا د کابینې د اعلان د مراسمو نېته نه ده په ډاګه. تردې مخکې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي و چې دا اوونۍ به حکومت اعلانیږي. د طالبانو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د افغانستان د نوي دولت ریاست به د طالبانو د اوسني مرستیال او سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وي. Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو نه د کم عمره ټیم په بنګله دیش کې دی او تمه ده را روانه جمعه خپله لومړۍ لوبه وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل چې لوبډلې پوره تیاری نیولی دی. د راپورونو له مخې افغان نولس کلنو ټیم تېره اوونۍ له کابله د پروازونو د نشتوالي په سبب لومړی د ځمکې له لارې پاکستان او بیا له هغه ځایه بنګله دیش ته سفر کړی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چین له خوا د اټمي وسلو د چټک خپرېدو په اړه د بیجینګ له نه روڼتیا شکایت کړی. ظاهراً له دې شکایته د ده هڅه دا ده چې د چین مشرتابه وهڅوي، څو د وسلو د کنټرول نړیوالو مذاکرو ته کیني. د دوشنبې په ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې په یوه نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال، سټولټنبرګ زیاته کړه چې د چین له خوا د زیاتو اټمي سروکو او د پېچلو سیسټمونو پراختیا محدودیت نه لري. د ناټو سرمنشي داسې وخت د چین له خوا د اټمي وسلو د فعالیتونو د زیاتېدو ګواښ ورکړی چې په بېلابېلو... Читать дальше...
طالبان وايي، د نوي حکومت د کار تر پیل او د هوايي ډګر تر بیا فعالېدو پورې چاته له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي. په دې ډله کې ان هغه کسان هم شامل دي چې قانوني اسناد لري. له دې مخکې د امریکا د استازیو جرګې یوه غړي ویلي و چې د بلخ له هوايي ډګره د افغانانو او امریکایانو د وتلو مخه نیول شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د بلخ د هوايي ډګر د قضیې په تړاو ازادي راډیو ته وویل: "موږ نه پرېږدو چې هغوی له ناقانونه یا خپل سرو لارو او بې اسناده بهر ولاړ شي. په دې خاطر باید موږ صبر وکړو چې... Читать дальше...
اروپايي پارلمان د طالبانو له راواکمنېدو وروسته د افغان ښځو په وضعیت باندې بحث وکړ. د بحث ګډونوالو چې د پارلمان د ښځو د ډلګۍ په نوښت بلل شوي وو اندېښنه وښوده چې که څه هم طالبان وعدې کوي خو په حقیقت کې افغان ښځې کرار کرار له خپلو اساسي حقونو بې برخې ګرځول کېږي. د بحث یوه ګډونواله د بشري حقونو فعاله شهرزاد اکبر وه. شهرزاد اکبر د طالبانو له واکمنۍ دمخه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه. نوموړې وویل: "څه باندې ۳۵ میلیونه افغانان پاتې دي. څه باندې نیمايي یې ښځې او نجونې دي له لوږې،... Читать дальше...
د بریتانیا پارلمان تېر مازیګر د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه دایره کړې وه چې په کې د بهرنیانو له راوتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت په تېره بیا دا چې له طالبانو څه تمې کېږي تاوده بحثونه وشول. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن لومړی سر د خپلو عسکرو ستاینه وکړه چې د خلکو د را ایستلو ماموریت يې په بریالۍ توګه سر ته ورساوه. هغه د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپله ژمنه ودریږي: "که په کابل کې نوی رژیم نړیوال پیژندنه او میلیاردونو ډالرو ته لاسرسی غواړي چې... Читать дальше...