نیوزویک مجله
نیوزویک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پنجشیر وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، طالبان د دې ولایت د نیولو ادعا کوي، خو د مقاومت جبهې د خپلې مبارزې د دوام خبره کړې ده.
د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، پنجشیر د دوی له خوا په بشپړ ډول ونیول شو، خو د مقاومت سرچینو وویل، د دوی کسان لا هم په سنګرونو کې دي.
نیوزویک د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، د طالبانو زرګونه جنګیالیو د دوشنبې په شپه د پنجشیر په اتو ولسوالیو بریدونه وکړل.
احمد مسعود چې ځان د مقاومت د ملي جبهې مشر بولي پر ټویټر لیکلي، د پنجشیر د سقوط خبره چې په پاکستاني رسنیو کې ډېره منعکسه شوې، واقعیت نه لري.
نیوزویک د مطلب په یوه برخه کې لیکلي، د پنجشیر د سقوط په اړه امرالله صالح چې ځان د جمهوري ریاست سرپرست بولي، څه نه دي ویلي.
نېشنل انټرسټ
نېشنل انټرست خپرونې دا پوښتنه کړې چې ایا پاکستان او طالبان دایمي ملګري دي او یو بل ته لا هم اړتیا لري؟
د خپرونې په لیکنه، د دواړو لوریو اړیکې یو ښکاره راز دی او د طالبانو اداره د اسلام اباد له خوا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري.
په نویمه میلادي لسیزه کې د طالبانو حکومت یوازې د درېیو هېوادونو پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا په رسمیت وپیژندل شو.
نېشڼل انټرست لیکلي، اسلام اباد دوه هدفه تعقیب کړي، اول دا چې د دوی یو ملګری رژیم پر کابل واکمن شو او بل دا چې د طالبانو پخواني نظام له هند سره هېڅ ډول اړیکې نه درلودې.
د لیکوال په باور، اوس یو شمېر کړۍ پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ جشنونه لمانځي.
انډپنډنټ
د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو پر دې امر تمرکز کړی چې ښځینه محصلانو ته یې ویلي، پوهنتونونو کې دي حجاب مراعات کړي.
طالبانو دغه راز ویلي، خصوصي پوهنتونونه دې د پردې په اچولو سره د یوه ټولګي دننه نجونې او هلکان سره جلا کړي.
ورځپاڼې د پوهنتون د یوه استاد په حواله ویلي، دې لارښونو د دوی چارې یو څه ستونزمنې کړي، ځکه کافي ټولګي او کافي شمېر ښځینه استادانې نه لري.