په پلازمېنه وارسا کې د ټول پولنډ ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د لږو معاشونو او د خرابو کاري شرایطو له کبله اعتراض پیل کړ. دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د کرونا وبا له کبله د پولنډ روغتیايي سیسټم تر فشار لاندې دی. اعتراض کوونکو چې نن یکشنبه د وارسا په مرکزي برخه کې او د دولتي ودانیو مخې ته راغونډ شوي وو خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد روغتیايي سیسټم ښايي د مالي ستونزو له کبله له سقوط سره مخامخ شي. دغو کسانو ویلي، تر هغو چې مهمې غوښتنې یې پرځای شوي نه وي، شپه به هم په همدغو ځایونو کې تېره کړي. Читать дальше...
د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې نن د پشهکال بارانونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي. یوه چارواکي محمد نواز ویلي، په تورغر ولسوالۍ کې له ویجاړیو او خټو ګڼ مړي ایستل شوي او ژغورونکي په نورو قربانیانو پسې پلټنه کوي. د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، اغېزمنو شوېو سیمو ته یې مرستې لېږلي، خو د ځمکې ښویېدو، د دوی د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړې دي. په پاکستان کې د سېپټمبر تر نیمايي پورې د پشهکال د بارانونو... Читать дальше...
ایران منلې چې نړیوالو څارونکو ته به په خپلو حساسو اټمي ساحو کې د څارونکو کمرو د فني سرویس اجازه ورکوي. ایران منلې چې دغه څارونکې کامرې به کولی شي د دغو ساحو فلم اخیستو ته ادامه ورکړي. نن دغه اعلان وروسته تر دې وشو چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي په تهران کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې له نوي مشر، محمد اسلامي سره وکتل. د ایران د خبري اژانسونو په حواله، محمد اسلامي ویلي، ایران او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې موافقه وکړه چې د ایران په اټمي ساحو کې به د څارونکو کمرو میموري کارډونه بدلېږي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له تېرې میاشتې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب خراب شوی دی. دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د خوړو بیې هم ډېرې لوړې شوي او د خلکو عواید کم شوي دي. د سازمان په حواله، خلکو ته لږ خواړه رسېږي او د لوږې د ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له نورو کسانو پیسې او خواړه په پور اخلي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان زیاتو برخو ته د دوی رسېدل ګران شوي دي. ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا دوشنبه د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي.
د جرمني په هامبورګ ښار کې په لسګونو افغانانو د افغانستان د ملي ارزښتونو په دفاع کې لاریون وکړ. دوی پرون په خپل لاریون کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ملي بیرغ، افغانۍ او نورو ارزښتونو ته درناوی وکړي. د لاریون برخوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر حکومت فشار راولي، چې د ښځو حقونو، د بیان ازادۍ او نورو ارزښتونو ته زمینه برابره کړي.
په قامي اسمبلي کې د خیبر استازی او د واکمن تحريک انصاف ګوند سیاستوال اقبال اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې موضوع یې څو څو ځلې له امنيتي ادارو سره ناستې کړې دي خو د هر کس قضیه جلا، جلا اړخونه لري
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل. عبدالباقي حقاني چې نن یې په دغه وزارت کې یوه کنفرانس ته خبرې کولې، زیاته کړه د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لانجې به حلېږي. د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر له پاکستان د شوېو مرستو په اړه مننه وکړه او زیاته یې کړه، هیلهمند دی چې دا مرستې دوام وکړي. هغه د پاکستان له دولت دا هم وغوښتل چې افغانانو ته نور زیات تعلیمي بورسونه هم ورکړي. پر طالبانو په وار- وار تور لګول شوی چې له پاکستان سره نږدې اړیکې لري.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې نوي مقرارت ټاکي. د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي، له دې ورسته نجونې او هلکان نه شي کولای په ګډه یوه ټولګي کې کیني. نوموړي دا خبرې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وکړې:"ښځینه محصلانو لپاره به ښځینه ښوونکي وټاکل شي، خو که زیاته اړتیا ولیدل شي نارینه هم کولای شي درس ورکړي، خو هلته باید اسلام حجاب په نظر کې ونیول شي او نارینه کولای شي د پردې تر شا ان تر دې چې کولای شي له پرمختللو وسایلو لکه سکرینه هم استفاده... Читать дальше...
ځینې خلک وايي، افغانستان سږکال د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د طالبانو د واکمنۍ کلونو په څېر بیا هم له وچکالی سره مخ دی. د افغانستان اقتصاد تر ډېره کچه کرنې او موسمي ورښتونو پورې تړلی او د کرنیزو محصولاتو کمښت د دغه هېواد ټولیز اقتصاد زیانموي. په تیر ژمي کې د واورې او بارانونو د کمښت له امله سږکال د اوبو سرچینې هم کمې شوي. افغان بزګران وايي، وچکالۍ د دوی په حاصلاتو ناوړه اغیزه کړې. د تېر په څېر سږکال هم وچکالۍ کرنې او مالدارۍ ته زیان رسولی او دې چارې تر ډېره د بزګرو او مالدارانو عواید یې کم کړي دي. Читать дальше...
عبدالباقي حقاني دا اعلان د سېپټمبر پر ۱۲مه نېټه په ورځ په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال وکړ.
په داسې کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو پيريدونکو غوښتنه کړې چې په خپل وخت د برېښنا بېل تحویل کړي خو په بانکونو کې تر دې دمه دې کار ته زمینه نه ده برابره شوې. د برېښنا شرکت ويلي، که خلک په وخت د برېښنا بل تحویل نه کړي، دوی به يې جريمه کړي. د کابل ښار اوسيدونکی الیاس وايي: '' د برېښنا بېل مو نه دی ورکړی، يوه مياشت کېږي بانکونه تړلي دي، له دې سربېره اقتصاد خراب دی، پيسې نشته، له بده مرغه چې د برېښنا شرکت جريمه هم لوړه شوې، له طالبانو غواړو چې بانکونه خلاص کړي او جريمه بايد خلکو ته معاف شي.''... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه دغه هېواد ته د وارداتو په خبره کې د ستونزو خبره کوي وايي چې دا ستونزه په سم دول د بانکونو له فعالیت سره تړلې ده. د دې خونې مرستیال یونس مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، اوس مهال په کراچۍ بندر کې په زرګونو کانټینره ولاړ دي او افغانستان ته د تګ اجازه نه لري. د نوموړي په خبره، تر کومه چې په افغانستان کې بانکي نظام بیا په منظم ډول فعاله نه شي او د دې کانیټنرو پیسې له افغانستانه وانه ستول شي دغه ستونزه نه حلېږي: "یو میاشت کېږي چې د طالبانو په راتګ سره له... Читать дальше...
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې نوي مقرارت ټاکي. د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي، له دې وروسته نجونې او هلکان نه شي کولای په ګډه یوه ټولګي کې کیني. نوموړي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وکړې: "د ښځینه محصلانو لپاره به ښځینه ښوونکي وټاکل شي، خو که زیاته اړتیا ولیدل شي نارینه هم کولای شي درس ورکړي، خو هلته باید اسلامي حجاب په نظر کې ونیول شي او نارینه کولای شي د پردې تر شا ان تر دې چې کولای شي له پرمختللو وسایلو لکه سکرینه هم استفاده وکړي."... Читать дальше...
په پام کې ده، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر، نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي. دا خبرې داسې وخت کېږي چې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې د بیا احیا لپاره هڅې ټکنۍ شوې دي. د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي به د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان له نوي مشر محمد اسلامي سره وګوري. له کله چې تُندلاري ولسمشر ابراهیم رئیسي تېره میاشت خپله دنده پیل کړې، دا ایران ته د ګروسي لومړی سفر دی. د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ خبرې چې د نړیوالو بندیزونو... Читать дальше...
په کندهار کې د خیر ښېګڼې د یوه بې پرې بنسټ مشره فهیمه رحمتي وايي، طالبان تېره شپه کور ته ور اوښتي او وروڼه یې ورته ډبولي دي. هغې په یوه ویډیويي پیغام کې چې بېلابېلو رسنیو خپور کړی، په ژړغوني انداز د هغې صحنې جریان بیان کړی. فهیمې ویلي:"دا د دوی عمومي عفوه ده چې د خلکو کورونو ته اوړي. په ښځو او کوچنیانو کې ګرځي، له ښځو ټیلیفونونه اخلي، حملې او وهل کوي. زما کشر ورور یې کشاوه ما ټېنګ کړ ورته ومې ویل واله که یې راڅخه بوځې، څه ورباندې کوې. زه یې پر سینه ووهلم. ما ورته وویل ټیلیفون مې راکړه، ګېټ یې راته کش کړ او ویې ویل ټیلیفون نه شته. Читать дальше...
د اسرائیل پولیس وايي، د هغو شپږو فلسطینیانو له ډلې چې له یوه زندانه تښتېدلي وو، څلور تنه یې بېرته نیول شوي دي. دغه بندیان تېره دوشنبه له هغه زندانه چې امنیتي تدابیر یې ډېر شدید دي، د یوې سمڅې له لارې په تېښته بریالي شوي وو. دغه څلور تنه فلسطینیان د اسرائیل په شمال کې تر نیول کېدو وروسته پرون ناوخته په یوه محکمه کې راڅرګند شول. دوی په تروریستي جنایتونو محکوم شوي او دوه تنه یې په عمري بند محکوم شول. د اسرائیل پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، امنیتي ځواکونه او پوځ د دوو فراري بندیانو د نیولو لپاره لاس په کار شوي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ماموریت د پای په اړه، په جمهور رییس بایدڼ له نیوکو سره-سره، هغه یو ځل بیا په دې اړه له خپلې شوې پرېکړې دفاع وکړه. جمهور رییس جوبایډن چې د شنبې په ورځ یې د سېپټمبر د ۱۱مې ڼېټې په مناسبت د پنسلوانیا ایالت په شانکسویل سیمه کې جوړو شوېو مراسمو کې ګډون کړی و وویل، سخته ده چې له افغانستان د وتلو د پرېکړې په اړه ټولو ته سپیناوی وشي. بایډن زیاته کړه: "د هغه څه له مخې چې ما ویلي، ۷۰ سلنه امریکایان فکر کوي، هغو لګښتونو ته په کتو چې شوي، له افغانستان د وتلو وخت و. Читать дальше...
په نیویارک کې د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو د یاد په مراسمو کې ګډونوال د سهارپه ۸ بجو او ۴۶ دقیقو د یوې شېبې لپاره خاموشه شو.
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه سبا دوشنبې د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو لپاره یو لوی کنفرانس جوړ کړي. ملګرو ملتونو د جنیوا د کنفرانس په اړه په یوه بیان کې ویلي چې دا سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق IMF ته پکار ده چې هغه شااوخوا ۴۴۴ میلیونه ډالر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کنګل کړي، استثنایي ازادې کړې یا یې افغانستان ته د ورکولو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د شنبې پر ورځ د کرکټ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د سولې پر نوم شل اوورېزې سیالۍ پیل شوې. دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او د درېیم درجه ولایتونو ترمنځ سیالیو لپاره به پکې لوبډله وټاکل شي. دلوبې پیل مراسمو ته د کونړ والي حاجي محمد عثمان ترابي هم راغلی و، هغه په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته وویل، هڅه وکړئ چې په هېواد کې دننه او بهر ښه لاسته راوړنې ولرئ او اسلامي امارت به مو هر ډول ملاتړ کوي. بل خوا د کونړ کرکټ بورډ مسؤل قیام خیام ازادي راډیو ته د پیل شوېو سیالیو په اړه وویل، لوبډلې... Читать дальше...
افغانۍ زموږ ملي هویت, دا هشټک له تېرو دووه ورځو په خواله رسنیو کې د ډېری افغانانو له لوري کارول کېږي. دوی وايي، په خواله رسنیو کې له دې هشټک کارولو څخه یې موخه خپل ملي هویت افغانۍ ته کمپاین کول دي او بل دا چې موږ له هېڅ ګاونډي هېواد سره د افغانۍ پر ځای په پردۍ پیسو راکړه ورکړه او سوداګرۍ نه غواړو. د غزني ولایت یو ځوان عبدالرحیم چې په خواله رسنیو کې فعال دی وايي نه غواړي چې خپل ملي هویت له لاسه ورکړي، دده په ټوکو په ډالرو او یا هم په افغانیو له نړیوالو سره سوداګرۍ غواړي او په هېواد کې په افغانۍ راکړه ورکړه غواړي. Читать дальше...
د ننګرهار په جلال اباد ښار کې لسګونو ښځو د بکشنبې په ورځ د طالبانو د اسلامي امارت څخه د ملاتړ په پار لاریون وکړ. دغه ښځې چې د یکشنبې( د وږې په ۲۱مه) په ورځ راټولې شوې وې د اسلام په چوکاټ کې یې د زده کړو او کار کولو حقونو وغوښتل. د لاریون کوونکو له ډلې مسکا وایي: "موږ له طالبانو غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې مېرمنو ته د زده کړو اجازه ورکړي او همدارنګه دې اسلامي چوکاټ په داخل کې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي، موږ په اسلامي چوکاټ کې د کار او زده کړو غوښتنه کوو، څو موږ له خپلو حقونو بې برخې نه شو."... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن یو وار بیا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو دفاع وکړه. بایډن چې پرون شنبه یې د پنسلوانیا ایالت په شانکسویل سیمه کې د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو د شلمې کالیزې په مراسمو کې ګډون کړی و، وویل؛ ګرانه ده چې ټولو ته له افغانستانه د وتلو د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړل شي: "د هغه څه پر اساس چې لوستي مې دي، هغو لګښتونو ته په پام چې وشول ۷۰ سلنه امریکایان فکر کوي چې دا له افغانستانه د وتلو وخت و. خو هغه څه چې خلک یې خوشاله نه کړل، ناببره وتل و." د بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي... Читать дальше...
د عراقي کردستان امنیتي چارواکي وايي، د اربېل پر هوايي اډه چې امریکايي پوځیان په کې دېره دي، د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي. په اربیل کې د کُرد ځواکونو ویاند لاک غفوري وايي، پرون شنبه(د وږي ۲۰مه) دوو بې پېلوټه الوتکو د اربېل هوايي ډګر ته چاودېدونکي مواد وغورځول. د برید په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي. دا څویم ځل دی چې په عراق کې د امریکا پر ډپلوماتیکو تاسیساتو او پوځي اډو بریدونه کېږي. د پرونۍ حملې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو امریکا د ایران له ملاتړه برخمن یاغیان د دې پېښې مسوول بولي.
د امریکا متحدو ایالاتونو له سعودي عربستان څخه خپل پاتریات هوا ضد توغندي او ډېر پرمختللی رادار سیستم ایستلی دی. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې امریکا ریاض ته نژدې د شاهزاده سلطان له هوايي اډې خپل دفاعي سیستمونه وړي دي. په راپو کې ویل شوي، په داسې حال کې چې لا لسګونه زره امریکايي پوځیان په عربي هېوادونو کې شته، د اسیا له لوري امریکا ته ګواښونه پر خپل حال دي او له هغو سره د مقابلې لپاره د هوايي دفاع رادار ته اړتیا ده، د امریکا عرب متحدان د واشنګټن د نورو اقداماتو په اړه اندېښنه لري. Читать дальше...