پر کابل د طالبانو د واک له ټینګیدو یوه میاشت وتلې خو لا هم افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو راتلونکی څرګند نه دی. د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې ښځو ته به لوبغالو کې د حضور او سیالیو حق ورکړي کنه. په وروستیو کې د کابل په یو جمنازیم کې چې مخکې د ښځو لپاره ځانګړی شوی و، ورزشي لوبې وشوې خو هیڅ ښځې په کې ګډون نه درلود.
واک ته د طالبانو د ناڅاپي بیا رسېدو له امله له افغانستانه بهر افغان ډیپلوماتان له یو ډول بېبرخلیکه حالت سره مخامخ دي. روېټرز اژانس لیکي، د طالبانو وسلهوال تحریک چې د اګسټ په ۱۵مهیې په کابل کې د لوېدیځ پلوه حکومت ځای ونیو له ټولو ډیپلوماتانو غوښتي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په بهر کې یې ټولو سفارتونو ته یو پیغام استولی دی چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي. ښاغلي متقي دغه ډیپلوماتان مخاطب... Читать дальше...
امريکايي ډيپلومات او د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د طالبانو لاس ته د کابل لوېدل د ولسمشر غني له امله بولي. خليلزاد د کابل له سقوط وروسته له فايننشل ټايمز ورځپاڼې سره په خپله لومړۍ مرکه کې ويلي، په تېره مياشت کې له هېواده د ولسمشر غني د وتلو پلان چې د کابل د سقوط لامل شو له طالبانو سره شوې هوکړه په وروستيو شېبو کې ماته کړه چې له مخې يې سياسي انتقال ترسره کېده. د امريکا ځانکړي استازي چې په وروستيو کلونو کې يې له طالبانو سره د يوې هوکړې په هدف مذاکرات ترسره کول دې... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان کوټکۍ سیمه کې په ماین چاودنو کې د معذوره شویو کسانو د احتجاجي پرلت مشرانو خپله دهرنه اسلام اباد ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.د دهرنې مشران وايي چې انتظاميې يې تراوسه غوښتنې نه دي پورا کړې نو اړ دي چې اسلام اباد پلو ولاړ شي. بلخوا د سیمې مرستیال کمېشنر خالد اقبال وايي، متاثرينو ته يې ويلي چې په مياشت کې دننه به ورسره مالي مرستې وکړل شي. نور حال په دې ويډيو کې.
یوناما وايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او همدارنګه د استخباراتو د ریاست له سرپرست سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارمندانو په خوندیتوب خبرې کړې دي. یوناما پر خپل ټویټر ویلي چې ديبرا لاینز په کابل کې د سراجالدین حقاني او عبدالحق و ثیق سره د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر خوندیتوب، د داعش د ډلې لهخوا پر ګواښونو او اړو کسانو ته د مرستو د رسولو پر اهمیت خبرې کړې دي. بلخوا د افغانستان ملي راډیو ټلوېزيون چې دولتي رسنۍ... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او اسټرالیا د هندو پاسفیک د سیمې لپاره د یوه نوي امنیتي شراکت اعلان وکړ، هغه اقدام چې چین پرې انتقاد کړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د اسټرالیا صدراعظم سکات موریسن دغه نوی تړون پرون چهارشنبې اعلان کړ. د دغه تړون له مخې به غړي هېوادونه د دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره په خپلو کې سره همکاري کوي او اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې اټمي اوبتلونو ته لاس رسۍ ولري.
ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي. د هغې اعلامیې له مخې چې د مکرون د دفتر له خوا نن خپره شوې، د دغې کتنې په اړه زیات جزئیات نه دې ورکړل شوي، خو ویل شوي چې مکرون به په یوې کاري ماښامنۍ کې د مېرکل کوربه توب وکړي. مېرکل د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې خپله دنده پریږدي. جرمني او فرانسې له دې مخکې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو د فردي ازادیو درناوی وکړي او د شلو کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي. له هغه مهال... Читать дальше...
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار د افغانستان په اړه د دوو سازمانونو د غونډې کوربه دی. د ګډو ګټو د ډلهییز تړون د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه نن پیل شوه. د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال ملا رجب یوسفي په دې اړه وویل: "په دې غونډه کې د څو هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلو دریځونه درلودل. د قرغزستان ولسمشر دې غونډه کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو غوښتنه وکړه، خو د تاجکستان ولسمشر مخالفت وکړ او طالبانیې د یو پراخبنسټه دولت د جوړولو د ژمنو په ماتولو تورن کړل." دغهراز به... Читать дальше...
په پاکستان کې ښځينه لوبغاړي په خپل ګاوندي هېواد افغانستان کې د ښځو سپورټس د مستقبل په اړه اندېښمنې دي او ويرېږي، داسې نه چې اثرات یې د دوی پر ټولنه وشي. د سېپېټمبر پر اتمه نېټه د افغان طالبانو فرهنګي کمېسیون يوه غړي د ښځو پر کریکټ او دا قسمه نورو لوبو د احتمالي بندیزونو یادونې وروسته پر ۱۴م سېپټېمبر د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو ټيم پاکستان ته ورسېد. د پاکستان د فوټبال فېډرېشن مشر اشفاق حسېن پر ۱۵م سېپټېمبر مشال رېډيو ته وويل چې ۲۲ ښځينه لوبغاړې او د دوی د کورنۍ غړي چې ټول شمېر يې ۷۹ جوړېږي... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وایي، په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره دا هېواد د نړیوالې ټولنې سمدستي او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي ګراندي افغانستان ته د درې ورځني سفر په پای کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې په دې هېواد کې بشري وضعیت ډېر خراب دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کېدو په صورت کې به بې ثباتي زیاته او ډېر خلک به په هېواد کې دننه بې ځایه کېدو یا له هېواده بهر کډوالۍ ته مخه کړي. Читать дальше...
افغانه خبریاله هدیه اخلاص د هغو خبریالانو له ډلېده چې دا مهال له لګول شوېو محدودیتونو اندېښمنه ده. نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي: "له کومې ورځې چې طالبانو کابل نیولی موږ اطلاعاتو ته لاسرسۍ نه لرو، اطلاعات محدود شوي،که وغواړو راپور جوړ کړو موږ وهل ټکول کېږو، یا ګواښل کېږو، راپور او رسنۍ سانسور سره مخ دي." معلوماتو ته د نه لاسرسي وروستي محدودیتونه او د خبریالانو نیول د بشري حقونو او د رسنیو د څار ادارې اندېښنه هم راپارولې ده. د دې ادارې مشر... Читать дальше...
په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله ګن شمېر خلکو ته زیاتې اقتصادي ستونزې پیدا شوي. د پخواني دولت کارکوونکی محمد هلال وايي، د دندې او په ځانګړي ډول د معاش نامعلوم برخلیک یې ژوند نور ور تریخ کړی او په وینا یې له شااوخوا ۴۰ ورځو راپه دېخوا د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هلال زیاته کړه: "د مخکیني دولت کارمندان کابو دوه میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي، د طالبانو له راتک وړاندې هم د یوې میاشتې معاش په دې ځنډېدلی و چې د هغه وخت حکومت غوښتل خپلو کار کوونکو ته معاش په الکترونکي بڼه ورکړي، خو... Читать дальше...
د طالبانو په لاس د افغانستان د شل کلن نظام او حکومت له ړنګېدو وروسته، ډېری ښځې په کور کیناستې. په دوی کې ورزشکارانې هم وې چې لاسته راوړنې یې ګوښې شوې اوپه راتلونکې کې هم ورته څه هیلې نه لري. بصیره شېرزۍ په کابل کې په یوې ۸ کسیزه کورنۍ کې اوسېږي، نوموړې د خپل څه باندې ۲۴ کلن عمر نیمايي برخه ېې په ورزش کې تیره کړې ده. پلار او کوچنۍ خوريې اوس د پهلوانۍ او تکواندو په ورزش بوخت دي. بصیره وايي، لس کلنه وه چې د خپل پهلوان پلار د ورزش په لیدو، د ورزش مینه واله شوه او ۱۴ کاله کېږي چې ورزش کوي. بصیرې... Читать дальше...
د افغانستان بانک وايي چې د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې دغه بانک ته سپارل شوي. د دغه بانک له لوري په يوې خپره شوې اعلاميه کې د دغو پيسو اندازه څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر ښودل شوې ده. د افغانستان بانک په اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ویل شوي دي چې دغه پیسې د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر نورو چارواکو له هستوګنځايونو څخه ترلاسه شوي او د طالبانو د مسئولينو له خوا دغه بانک ته تحويل کړل شوې. د افغانستان بانک د دغو ورسپارل شوېو پیسو... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې, اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکو د بهرنيو مؤسسو له استازو سره په ناسته کې ټېنکار کړی چې ژر تر ژره دې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي. دغه وزارت نن پنجشنبې (د وږي په ۲۵مه) په یو بیان کې وویل چې د کرنې کمېسیون غړو او بهرنیو مؤسسو استازو ترمنځ یوه ناسته شوې او چارې به نورمال حالت ته وګرځي. په دې غونډه کې د ياد وزارت د پراختيايي پروژو او د ملګروم لتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO استازو ګډون درلود، ډاډ ورکړ چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې به خپلې چارې د تېر په څېر پيل او لا نور... Читать дальше...
برادر د افغانستان له ملي ټېلیویزن سره په مرکه کې چې بېګا شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.
افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.
د کابل تر نيولو وروسته يوشمېر طالبان د تفريح لپاره د دې ښار مرکزي بڼ/پارک ته ورمات شوي دي. دوی په ټالونو کې زانګي، په چريزه ټوپک پوکاڼۍ ولي او بانډارونه کوي خو په پارک کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه شته. د کابل ځينې ښاريان وايي، په هېواد کې راغلي ناڅاپي بدلون ناارامه کړي او په تېزۍ سره بدلېدونکي وضعيت پر خپل راتلونکې بې باوره کړي دي. په دې اړه عبدالحي کاکړ د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ پښتو کړی دی.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرکزي او ولایتي څارنوالان وايي، هره ورځ په مرګ ګواښول کیږي او په وینا یې دغه ګواښونه هره ورځ د هغه کسانو له لوري ورته کېږي چا چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې قتل کړی و یا د نشه یي توکو قاچاق کوونکي، غله او یا هم نور څه غیر قانوني کړنې یې ترسره کړې وې. یاد څارنوالان زیاتوي چې وروسته دوی د افغانستان د اساسي قانون او با صلاحیته محکمې پر اساس پهبند محکوم او هغه غیرقانوني اجناس يې د دولت خزانې ته سپارلي وو او اوس د طالبانو له لوري د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته له بند ازاد شوي دي. Читать дальше...
په کندز کې يو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال د تېرو کلونو پرتله د تازه میوو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو د سړوخونو او مارکیټ نشتوالی د خپلو محصولاتو لپاره لویه ستونزه بولي. کندز د انګورو او نورو مېوو زیات باغونه لري او د هېواد د مېوو د محصولاتو ډېره برخه تولیدوي. د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ اړوند د موسی زیو سيمې يوه بڼوال ګل اغا موسی زي د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ مه ازادي راډیو ته وویل چې سږ د تېرو کلونو پرتله د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده، خو بازار نه لري. ګا اغا وایي:"سږ کال موسم ښه و، ګرمې وه. Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د دوی ځواکونو په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر وژلی دی. مکرون پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د داعش وژل شوی مشر عدنان ابو ولید الصحراوي یاد کړی دی. ده ویلي، دا د افریقا په ساحل سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه لویه بریا ده. د فرانسې ولسمشر نه دي ویلي چې د داعش دا مشر څه وخت او څه ډول وژل شوی دی؟ الصحراوي ۲۰۱۷ کال کې د نایجریا دننه د هغه برید مسولیت منلی و، چې څلور امریکایي پوځیان او څلور نایجریایي سرتیري په کې ووژل شول. هغه ۲۰۲۰ میلادي... Читать дальше...
مصطفی فرزان د غور ولایت بزګر دی، نوموړي سږ کال ونه شو کړای چې د اوبو د کمښت او قحطۍ له امله له خپلو کرنیزو ځمکو ښه حاصل واخلي. وچکالۍ په افغانستان کې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي دي. د غور ولایت د کرنې ریاست ویلي، که دغه ولایت ته بشري مرستې ونه رسېږي، نېږدې ۸۰ سلنه اوسېدونکي به یې د اوبو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي. بشپړ ویډیو دلته وګورئ:
د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو ورځني غیابت وروسته په یوه ویډیو کې را څرګند شو او خپل منځي اختلافات یې په کلکه رد کړل. برادر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود. نوموړی وايي: "زه الحمدالله جوړه او روغ یمه، بله خبره دا چې رسنۍ وایي خپل منځي اختلافات لري، دا بلکل هېڅ حقیقت نه لري. موږ خپل منځ کې ډېر شفقت او ترحم لرو، ان یوه فامیل کې به هم داسې شفقت او ترحم نه وي." له دې وړاندې داسې راپورونه... Читать дальше...
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوي. ژان لو دریان پرون د اروپا پارلمان ته د خبرو پرمهال د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: "هرڅه چې مو په وس کې وي باید ویې کړو، څو د هغه اصلي خطر مخه ونیول شي چې په افغانستان کې دی. پوهېږم چې هلته وچکالي او بشري ناورین دی. موږ خپله ونډه ادا کوو، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو." د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د دې مرستې خبر ورکړ چې درې... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه. عمران خان سي اېن اېن ټلوېزیون ته پرون په اسلام اباد کې وویل: "طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، که چېرته دوی اوس د یوه ټول شموله حکومت لپاره کار وکړي، ټولې ډلې په کې شاملې کړي، په افغانستان کې به له څلویښت کلونو وروسته سوله وي که داسې ونه شي او دا هغه څه دي چې موږ ډېر ورته اندېښمن یوو نو یو ګډوډ حالت به رامنځته شي." د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، دا د پاکستان د صدراعظم لومړۍ مرکه ده چې له یوې نړیوالې رسنۍ سره یې کوي. Читать дальше...