د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی دی. له څو میاشتو راهیسې پر جانسن انتقادونه کېدل او ده پرون نوې پرېکړې وکړې. پر ډومنیک راب وروسته تردې نیوکې وشوې چې کله طالبانو کابل ونیو دی د یونان کریټ ټاپو ته په سیاحت تللی و. د سوداګرۍ وزیره لېز ټرس د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نومول شوې. د بریتانیا په کابینه کې د کورنیو او پوهنې د وزیرانو د بدلون په ګډون یو شمېرنور تغییرات هم راغلي دي.
طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي. په دې لیک کې چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې اسلام اباد ته لېږلی دی، په کې د اریانا او کام اییر هوایي شرکتونو د الوتنو د اجازې غوښتنه شوې ده. د افغانستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله پرون وویل، د کابل هوایي ډګراوس الوتنو ته چمتو شوی دی او افغانان کولی شي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته له دې هوایي ډګره سفر وکړي. پاکستان چې روانه اوونۍ یې کابل ته یوه چارتر تجارتي الوتکه... Читать дальше...
د اروپا د فوټبال اتلولي په ترڅ کې تېره شپه په زړه پورې لوبه د مانچسټر سیټي او لایپ زیګ ترمنځ وه چې نهه ګولونه په کې وشول، شپږ مانچسټر سیټي وکړل او درې لایپ زیګ. د لېورپول او اې سي میلان لوبه درې د دوه پر وړاندې د لیورپول په ګټه پای ته ورسېده. پاریس سنټ جرمان له پروژ لوبډلې سره لوبه مساوي کړه او یوه بله مهمه لوبه د انټرمیلان او ریل مادرېد وه چې ریل مادرېد یو په صفر وګټله. تردې وروسته به د اروپا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې د سېپټمبر په ۲۸مه او نهه ویشتمه لوبې ترسره شي.
په جلاوطني کې د بلاروس مشره سویتلانا څیخانوسکایا د فرانسې له ولسمشره وغوښتل چې د بلاروس د لانجې د حل لپاره هلې ځلې وکړي. څیخانوسکایا پرون په پاریس کې د وینا پر مهال وویل، ډموکراټیک هېوادونه باید جدي اقدامات ترسره کړي. څیخانوسکایا په بلاروس کې پروسږکال د اګسټ په انتخاباتو کې د بلاروس د دکتاتور الکساندر لوکاشینکا مهمه سیاله وه، دې په پاریس کې خبریالانو ته وویل، د هېواد خلک یې د پرمختګ لپاره نورو هڅو ته اړتیا لري. څیخانوسکایا له تېرکال راپه دې خوا په لیتوانیا کې ژوند کوي. لویدیځ او اروپایي هېوادونه... Читать дальше...
د افغانستان بانک وایي، طالبانو تر ۱۲ میلیونه ډېر ډالر او یوه اندازه سره زر د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو له کورونو ترلاسه کړي دي او دا شتمني یې دغه بانک ته سپارلې ده. دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د افغانستان په بانکونو کې ډالر او افغانۍ کمې شوي دي. د کابل اوسیدونکې ښوونکې حمیدې ازادي راډیو ته وویل: "زه ښوونکې یم دوې میاشتې وشوې چې معاش مو نه دی اخیستی، زه د خپل کور سرپرسته یم، د کور کرایه هم دوې میاشتې پاتې ده، زه له اسلامي امارته غواړم چې زموږ معاشونه حواله کړي." د دې په څیر... Читать дальше...
د شانګهای د غړیو هېوادو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پنجشنبه (د وږي۲۵مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیلېږي. افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په پلازمېنه دوشنبې کې دا خبره وکړه: "هېڅوک بېړه نه کوي چې طالبان پوره په رسمیت وپېژني، روسیه پر طالبانو څه بندیز نه لګوي او څه شرایط هم نه ورته ږدي. دوی خپل اهداف په خپله روښانه کړي دي." د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانود اهدافو په اړه بیا وویل... Читать дальше...