طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.
په دې لیک کې چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې اسلام اباد ته لېږلی دی، په کې د اریانا او کام اییر هوایي شرکتونو د الوتنو د اجازې غوښتنه شوې ده.
د افغانستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله پرون وویل، د کابل هوایي ډګراوس الوتنو ته چمتو شوی دی او افغانان کولی شي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته له دې هوایي ډګره سفر وکړي.
پاکستان چې روانه اوونۍ یې کابل ته یوه چارتر تجارتي الوتکه استولې وه، تراوسه د طالبانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د اګسټ له پنځلمسې تر دېرشمې چې د کابل له هوایي ډګره د بهرنیو او افغانانو د ایستلو چارو دوام وکړ دا ډګر سخت زیانمن شو.