د اروپا د فوټبال اتلولي په ترڅ کې تېره شپه په زړه پورې لوبه د مانچسټر سیټي او لایپ زیګ ترمنځ وه چې نهه ګولونه په کې وشول، شپږ مانچسټر سیټي وکړل او درې لایپ زیګ.
د لېورپول او اې سي میلان لوبه درې د دوه پر وړاندې د لیورپول په ګټه پای ته ورسېده.
پاریس سنټ جرمان له پروژ لوبډلې سره لوبه مساوي کړه او یوه بله مهمه لوبه د انټرمیلان او ریل مادرېد وه چې ریل مادرېد یو په صفر وګټله.
تردې وروسته به د اروپا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې د سېپټمبر په ۲۸مه او نهه ویشتمه لوبې ترسره شي.