په جلاوطني کې د بلاروس مشره سویتلانا څیخانوسکایا د فرانسې له ولسمشره وغوښتل چې د بلاروس د لانجې د حل لپاره هلې ځلې وکړي.
څیخانوسکایا پرون په پاریس کې د وینا پر مهال وویل، ډموکراټیک هېوادونه باید جدي اقدامات ترسره کړي.
څیخانوسکایا په بلاروس کې پروسږکال د اګسټ په انتخاباتو کې د بلاروس د دکتاتور الکساندر لوکاشینکا مهمه سیاله وه، دې په پاریس کې خبریالانو ته وویل، د هېواد خلک یې د پرمختګ لپاره نورو هڅو ته اړتیا لري.
څیخانوسکایا له تېرکال راپه دې خوا په لیتوانیا کې ژوند کوي.
لویدیځ او اروپایي هېوادونه د بلاروس رژیم په رسمیت نه پېژني او پر دې هېواد یې یو لړ بندیزونه لګولي دي.
د پاریس د سفر پر مهال د څیخانوسکایا او د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون ترمنځ د لیدنې کتنې پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی، خو تمه ده چې دا د فرانسې له بهرنیو چارو وزیرې ژان لودریان سره د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې وګوري.