د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمینې دوحې ته ورسېد، څو د افغانستان د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.
قطر اوس مهال د زرګونه افغانانو کوربه دی چې د امریکا له خوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي.
امریکا له کابله خپل سفارت او اړوندې چارې اوس له قطر مخته وړي او د همدغو افغانانو د ویزو کارونه مخته وړي چې د قطر له خوا په جوړو شوېو کمپونو کې اوسي.
متحده ایالاتونو د قطر په شمول د ټولو هغو هېوادونو ستاینه کړې چې په موقتي شکل یې د افغانانو لپاره د هستوګنې کمپونه برابر کړي دي.
قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو د ایستلو په ماموریت کې کلیدي رول لوبولی دی.
دا ماموریت وروسته له هغې پیل شو چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه په کابل ولکه ټینګه کړه.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن هم دوحې ته سفر کوي او هلته به له بلېنکن سره یوځای له افغانانو سره وګوري.