ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن په نیویارک او نیو جرسي ایالاتونو کې د ایدا توپان ویجاړۍ له نژدې وګوري.
دې توپان تېره اوونۍ د دغو ایالاتونو ځینو برخو کې په بې ساري باران سره سیلونه وبهول او لسګونه کسان یې ووژل.
په نیویارک کې ۱۷ او نیو جرسي کې ۲۷ تنه دغه توپان وژلي او ۴ تنه لا هم تري تم دي.
ایدا توپان د اګسټ په ۲۹مه د لویزیانا ایالت ځمکې ته را ټیټ شو، دغلته تراوسه شااوخوا ۴۸۰ زره کسان له برښنا بې برخې دي.
ولسمشر بایډن تېره اوونۍ لویزیانا ایالت ته تللی و، چېرته چې دې توپان ۱۳ تنه مړه کړي دي.