د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو نه د کم عمره ټیم په بنګله دیش کې دی او تمه ده را روانه جمعه خپله لومړۍ لوبه وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل چې لوبډلې پوره تیاری نیولی دی.
د راپورونو له مخې افغان نولس کلنو ټیم تېره اوونۍ له کابله د پروازونو د نشتوالي په سبب لومړی د ځمکې له لارې پاکستان او بیا له هغه ځایه بنګله دیش ته سفر کړی.