Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 13.10.2019

Mashaalradio.com 

پاکستان د ايران او سعودي عرب ترمنځ ترېنګلتيا ختمولو لپاره هڅې پیل کړې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې د ايران او سعودي عرب د ترينګلتيا له منځه وړلو کې د سهولت کار رول لوبوي. نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د ايران د سفر پر مهال د هغه هېوادله ولسمشر سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال کړې ده.

Mashaalradio.com 

یو مصری په اور د عضلاتو دردونه رغوي

په مصر کې یو معالج د وجود دردونه په اور رغوي. هغه نه یوازې بدن چاپي کوي بلکې ورته د اور ټکور ورکوي. عبدالرحیم سعید ته ورغلي ځینې کسان وايي، زړې ناروغۍ یې ښه شوې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ایرانیو ښځو په لومړي ځل په لوبغالي کې فوټبال ولید

په ایران کې پر ۱۹۷۹ز د اسلامي انقلاب له وجې پر ښځو لوبغالي ته د ورتګ بندیز لګېدلی وو. ښځو له هغه وخت راهیسې نشوه کولای چې د سړیو لوبو نندارې ته ورشي خو د یوې ښځې تر ځانوژنې وروسته پر ایراني رژیم فشار زیات شو او د اکتوبر پر ۱۰مه یې په لومړي ځل ښځو ته د سیالي لیدو اجازه ورکړه. په اړه یې د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

بلاول افریدی: زده کړې مې برنس کې کړي خو خدمت په سیاست کې کوم

بلاول افریدی د سیاستوال او قبایلي مشر الحاج شاه جي ګل زوی او په قوم کوکي خېل دی. د نوموړي په وینا لوړې زده کړې یې په لندن کې کړې دي. هغه وايي، دا چې د کاروباري کورنۍ سره یې تړاو دی نو لوړې زده کړې یې د بزنس یا سوداګرۍ په څانګه کې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې درې سړي تښتونکي ونیول شول

د یکشنبې په شپه درې سړي تښتونکي چې اوونۍ وړاندې يې یو کس د خلبیسات له بازاره تښتولی و، د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا ونیول شول او تښتول شوی کس یې له منګولو خلاص شو. یاد کسان نن د یکشنبې د ورځې ماسپښین د خوست د ملي امنیت ریاست په انګړ کې خبریالانو ته وښودل شول. د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان ازادي راډیو ته وویل چې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی کس د وچې مېوې کاروباري و او یوه اوونۍ مخکې د صبریو او یعقوبینو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات له بازاره د پنځو سړي تښتوونکو له خوا اختطاف شوی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پکتیا کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

ځایي چارواکي په پکتیا کې د نهو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو له رسنیز دفتره ازادي راډیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مقرب خېلو او باتورخېلو په سیمو کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي دي.  په اعلامیه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې ۲ عرادې موټرسایکلونه او ۲ پایې د ایکم مخابرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي.  د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټویټر لیکلي چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي.




Mashaalradio.com 

د افغانستان جوګیان او د هغوی ستونزې

جوګیان څوک دي؟ څه ستونزې لري؟ او ایا د دوی د ستونزو د هواري لپاره څه کار هم شوی؟ ځینې یې وايي، له زده کړو بې برخې پاتې دي. زموږ همکاره لیمه هادي په کابل کې د هغوی استوګنځایونو ته ورغلې، ورسره یې خبرې کړي او پر بنسټ یې دا ویډیويي رپورټ چمتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د هوايي او توپچې بریدونو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه او تېره ورځ د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د وزیرو په تنګي سیمه کې د افغان ځواکونو د توپچې بریدونو او د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمبار کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او درې عرادې موټرې يې له منځه وړل شوي دي. خوګیاڼی وايي، په یادو بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ ولسوال وژل شوی

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال په یوه برید کې وژل شوی دی. د ولایت مقام ویاند محب الله شریف زوی نن ازادي راډيو ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ ولسوال راز محمد وزیري تېره ورځ ناوخته د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې نامعلومو وسله والو وژلی دی. شریف زوی وايي، غلچي برید کوونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې پیل شوي دي. دی وايي، ولسوال په کابل د ولایتي او مرکزې ادارې له لوري یوه لس ورځني ورکشاف ته معرفي شوی و. د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عمران خان د ایران په سفر دی

د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وزیراعظم ایران او سعودي عرب ته سفر په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.

Pa.azadiradio.com 

د هانګ کانګ پر مشرې د امریکايي سناتور انتقاد

امریکايي سناتور ټیډ کروز وايي، د هانګ کانګ مشرې ورسره کتنه په دې خاطر لغوه کړه چې ده د خپلو خبرو د نه افشا کولو په اړه د هغې غوښتنه رد کړه. د جمهوریپال ګوند د ټکساس سناتور ټیډ کروز پرون (شنبه) وویل، د هانګ کانګ مشرې کري لم (Carrie Lam) ورڅخه غوښتي و چې د دې کړکېچن ښار په اړه دې د دوی خبرې محرمانه وي او په دې اړه رسنیو ته څه ونه وايي. سناتور کروز، چې د چین یو منتقد دی، د هانګ کانګ پر مشرې د انتقاد په ترڅ کې وویل«داسې ښکاري چې دا د بیان له ازادۍ او د مطبوعاتو له ازادۍ سره بلده نه ده.» ده دا څرګندونې هانګ کانګ ته د سفر په مهال وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۷ طالبان وژل شوي

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند په تاسنګ، بالای او ولنګیر سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ یې ۷ تنه وسله وال وژل شوي. د نوري په خبره، ۱۵ کړۍ ماینونه او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ملي ارمان: د ولسي جرګې د غړو شرموونکې ناسته!

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د وروستۍ شخړې او د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

اترا: وسله والو مخالفانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي

د اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وايي، د دولت وسله والو مخالفانو په وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي چې له کبله یې دغو کمپنیو ته د ملیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی. د اترا ادارې تخنیکي سلاکار عطامحمد یاري پرون (شنبه) ازادي رادیو ته وویل: «۴۹ سایټونه د انتخاباتو نه وروسته او د هغو ورځو په شمول په مختلفو ولایتونو کې له منځه تللي، ۱۷ یې یوازې د افغان ټیلي کام سایټونه دي...» ښاغلی یاري وايي چې د مخابراتي شبکو پر ستنو او سایټونو د دولت د وسله والو مخالفانو حملې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متیس له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ

د امریکا مخکینی دفاع وزیر جیمز متیس، چې له ولسمشر ټرمپ سره د اختلاف له کبله یې استعفا ورکړه، خبرداری ورکوي چې که ولسمشر ټرمپ د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي، اسلامي دولت یا داعش سختدریځه ډله به بیا فعاله شي. متیس این بي سي نیوز تلویزیون ته وویل، باید پر اسلامي دولت سختدریځې ډلې فشار جاري وساتل شي څو بېرته سر راپورته نه کړي. د ښاغلي متیس بشپړه مرکه به نن خپره شي.

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې د طالبانو یو مشر نیول شوی

په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی مشر قاري ربیع الله وژل شوی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند، عبدالشایق شورش د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د اله ساي په ولسوالۍ کې څلور نور وسله وال هم له قاري ربیع الله سره یوځای وژل شوي دي. شورش څرګنده کړه چې دا وسله وال د شنبې په شپه د کوماندو ځواکونو په عملیاتوکې وژل شوي دي.   هغه همدا راز ویلي چې کوماندو ځواکونو په اله سای کې دوه وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي. وسله والوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي. اله سای د کاپيسا له ناکرارو ولسوالیو څخه ده.

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او عرب لیګ د ترکیې د عملیاتو د درېدو غږ وکړ

د فرانسې حکومت او د عربي ټولنې [عرب لیګ] غړو هېوادونو پر ترکیې ږغ کړی چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي. د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون پرون، شنبه ویلي چې دا عملیات د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې داعش ته زمینه برابرولائ شي چې له سره فعالیت پېل کړي. د فرانسې د ولسمشر دفتر وویل چې مکرون د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ سره دا خبرې په ټېلفوني مکالمه کې کړې دي. د عرب لیګ مشر  احمد ابوالغیط هم پر ترکیې ږغ کړی چې پوځي عملیات بند کړي او خپل عسکر له سوریې وباسي. د عرب لیګ مشر پرون ویلي چې د ترکیې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus