Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 07.10.2019

Mashaalradio.com 

بلوچستان حکومت د پي ټي ايم ۳ مشرانو په ورتګ بندېز ولګاوه

د بلوچستان حکومت صوبې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو منظور پښتين، علي وزير او محسن داوړ په ورتګ بندېز لګول سم کار بولي. د صوبې کورنيوو چاو وزير ضياالله لانګو د اکتوبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د سپتمبر په څلورويشتمه يې حکم کړی چې دغه کسان د ۶۰ ورځو لپاره د صوبې هيڅ ضلعې ته ورپرېنږدي.

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د امریکا جنګ ۱۸ کاله پوره شول

له ننه ۱۸ کاله اګاهو، د اکتوبر پر اوومه امریکايي الوتکو په افغانستان کې د القاعدې ډلې او طالبانو ضد بمبارۍ پیل کړې. وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته دوام ورکړ. په ویډیو کې مو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان د جګړې او نظام لوړو ژورو ته کتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

نن د اکتوبر اوومه د طالبانوپرضد د امریکا د بریدونو د پيل ۱۸کاله پوره شول. په عراق کې د حکومت ضد مظاهروپرمهال په یوه اوونۍ کې له سلوزیات کسان وژل شوي او څه باندې شپږزره تنه ټپیان دي. اوپه لاتینه امریکاکې لومړی وار برقي بس په فعالیت پیل وکړ. ازادي سټوډیو په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

طالبانو یې ګوتې پرې کړې، خو له رایې ورکولو یې و نه ګرځاوه

د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشریزو انتخاباتو پر ورځ چې رضا خوشنود خرامي رایه ورکړه نو وسله والو طالبانو ونیو. هغوی ورڅخه وپوښتل چې رایه یې چا ته ورکړې؟ ده ځواب ورکړ: اشرف غني ته. د ده په وینا، طالبانو ورته وویل چې اشرف غني دې یې اوس ورڅخه خلاص کړي او بې له دوا ورکولو یې ورڅخه د شهادت او منځنۍ ګوتې پرې کړې. خرامي پر دې سربېره په سږنیو ولسمشریزو انتخاباتو کې رایه ورکړه، ولې؟ ځواب یې په ویډیو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د ملي اردو پر موټر چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان کړي

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملي اردو پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په دغه موټر کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېري سپاره و چې د پوهنتون روغتون سره نزدې پرې نن مازدیګر څلور نیمې بجې چاودنه وشوه. د هغه په وینا په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. ښاغلي خوګیاني وویل چې چاودېدونکي توکي په یوه زرنج کې ځای پرځای شوي وو. د ننګرهار ولایتي روغتون... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو سازمان: بلاروس دې تاجکستانی فعال خپل هېواد ته نه ستنوي

د بشري حقونو نړيوال سازمان یا هیومن رايټس واچ د بلاروس له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو تاجکستانی فعال فرهاد اودينايف دې خپل هېواد ته بیرته نه لیږي. د دغه سازمان په وینا، اودینایف په خپل هېواد کې د شکنجې او بدچلند له خطر سره مخامخ دی. د بشري حقونو نړيوال سازمان د مرکزي اسیا د برخې لوړپوړي څېړونکي سټیف سوېردلو په وینا، د تاجکستان حکومت په ځپلو مشهور دی او بهر میشتي سوله ییز فعالان تهديدوي او تورونه یې سياسي انګېزه لري. د بلاروس حکومت د تاجکستان په غوښتنه اودينايېف د سپټمبر په ۲۵مه په داسي حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې "پنځه" سیمه ییز پولیس وژل شوي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د پکتیا د پولیسو ویاند سردارولي تبسم ویلي چې جګړه د ډنډ پټان ولسوالۍ په کارېز سیمه کې شوې ده. خو یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي. تراوسه طالبانو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

Mashaalradio.com 

د ښوونکي محمد عالم خپل زامن له زده کړو بې برخې

د اکتوبر پېنځمه د ښوونکي یا استاد نړیواله ورځ ده. دا ورځ له لسیزو راهیسې په افغانستان کې لمانځل کېږي. د کابل یو استاد ۲۵ کاله نورو ته تعلیم ورکړی خو خپل بچي یې ورڅخه بې برخې پاتې شوي. لیمې هادي د محمد عالم ژوند ته کتنه کړې.

Pa.azadiradio.com 

پوځي چارواکي په لوګر، کندهار او ارزګان کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

د افغانستان پوځي سرچینې وايي، په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو هوايي برید ۸ طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. په لوګر کې د ۲۰۳ تند قول اردو څلورمې پلې لوا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې طالبان د مرکز پل علم اړوند کمال خېلو کې په نښه شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان په لوګر کې د طالبانو مهم غړي وو. په ورته وخت کې د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وایي، څلور وسله وال په میوند ولسوالۍ کې په داسې حال کې ووژل شول چې موټر یې پر خپل ښخ کړي ماین وخوت. د اتل قول اردو ویاند خواجه یحی علوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د ١١ طالبانو په بدل کې ۳ برمته شوي هندي وګړي خوشې شول

افغان طالبان وايي چې د ١١ طالبانو د ازادۍ په بدل کې يې درې برمته شوي هندي وګړي خوشې کړي دي.  د دوى په خبره، په دغو خوشې شويو طالبانو کې د دوى ځيني مهم غړي هم شامل دي.  د طالبانو دوو مسؤلانو پرون ازادي راډيو ته وويل، دا تبادله پرون وشوه، خو دوى د دې تبادلې د ځاى په اړه څه ونه ويل.  د طالبانو دغو مسؤلانو د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط دا خبرې کړي دي.  دوى نه دي ويلي چې دغه طالبان له افغان چارواکو سره بنديان وو، که په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره؟  د افغانستان يا هندوستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې شهدا او بهارک لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي

د بدخشان ولايت چارواکي وايي، د شهدا او بهارک ولسواليو لپاره د طالبانو پوځي مسؤلان وژل شوي دي.  د بدخشان مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د شهدا ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل مولوي محمد داود خالد او د بهارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسؤل برکت الله ارشد په هوايي حمله کې وژل شوي دي.  د اعلاميې په حواله، د افغانستان هوايي ځواک د طالبانو دغه دوه پوځي مسؤلان په بلې ولسوالۍ وردوج کې په نښه کړي دي.  د بدخشان مطبوعاتي دفتر ويلي چې د طالبانو دغو دوو پوځي مسؤلانو له کلونو راهيسې پر خلکو ظلمونه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله: د بهرنيو چارو وزارت وياند خپل کار ته دوام ورکوي

د افغانستان اجرائيه رياست وايي، صبغت احمدي د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه خپل کار ته دوام ورکوي. دغه رياست تېره شپه د احمدي د لېرې کېدو په تړاو په يوه اعلاميه کې وويل: په دې وخت کې انتصابونه او برطرفۍ کېداى شي له انتخابات سره ارتباط ولري.  په اعلاميه کې ويل شوي چې صبغت احمدي د سولې د پروسې په ملاتړ د بهرنيو چارو وزارت موقف بيان کړى دى.  د افغانستان جموري رياست پرون ماسپښين په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې احمدي په رسنيو کې د غير مسؤلانه څرګندونو په خاطر له دندې لېرې کړاى شوى دى.  صبغت احمدي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ د خبرو دوهم افشاګر له امریکایي استخباراتي څارونکو سره غږېدلی

په امريکا کې دوهم افشاکوونکي چې وايي د اوکراين له ولسمشر سره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د معاملې په اړه د لومړي لاس معلومات لري، د استخباراتي ادارو له داخلي څارونکو سره خبرې کړي دي.  دا خبره د لومړي افشاکوونکي مدافع وکيل کړې ده.  لومړي افشاکوونکي تېره مياشت رسمي شکايت وکړ چې هغه شکايت د ولسمشر ټرمپ پر خلاف د استيضاح لپاره د څېړنې سبب شو.  مدافع وکيل مارک زيد پرون نيوز ټلويزيون ته وويل، دوهم تن هم استخباراتي مامور دى چې څارنوال ورسره خبرې کړي دي.  اسوشېټېډ پرېس د زيد خبرې را اخيستي چې ويلي يې دي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو په ټاکنو کې د اپوزيسيون دوه ګوندونه تر واکمن ګوند مخکې دي

د کوسوو په پرونيو تر وخت مخکې انتخاباتو کې د اپوزيسيون دوه عمده ګوندونه تر واکمن ګوند مخکې شوي دي.  پر ځايي وخت د شپې تر يوولسو بجو او ١٦ دقيقو پورې د ٨٠ فيصدو شمېرل شويو رأيو له مخې د کوسوو ډموکراتيک واکمن ګوند چې له يوې لسيزې يې پر پالېسيو واکمني کوله، په سلو کې يوازې ٢٢ رأيې ګټلي دي.  خو کيڼ اړخي ملتپال ګوند ويتي وين دوسې په سلو کې ٢٦ او ښي اړخي د کوسوو ډموکراتيګ ليګ په سلو کې ٢٥ رأيې خپلې کړي دي.  تمه کېږي چې د اپوزيسيون دغه دوه عمده ګوندونه يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. د دغو پارلماني ټاکنو نهايي نتيجه به نن دوشنبه اعلان شي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus