Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 08.10.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو

ترکیه د سوریې دننه د پوځي عملیاتو لپاره چمتو شوې ده، خو تهران خبرداری ورکړی. د دې سربیره چین ته د پاکستان د صدراعظم سفر څارو او داسې ګوزڼ وهلی درښکاروو چې په یوې وسیلې یې تګ پيل کړی.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د هنر نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د اکتوبر پر اتمه د هنر د نړیوالې ورځې په مناسبت د خوستیو خطاطانو، انځورګرو او هنرمندانو په لاس د جوړ شویو اثارو نندارتون جوړ شوی وو. د نندارتون ګډونوالو هنر د هرې بشري ټولنې د ژوند یوه برخه وبلله او دا ډول هنري فعالیتونه يې د ټولنې د فرهنګ د انعکاس او خوندي کولو په برخو کې ګټور وبلل.

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو کمیسیون د څارونکو کموالي خبره کوي او څارونکي د محدودیت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د رایو د شمېرنې او جمع بندۍ پرمهال د ملي او نړیوالو څارونکو حضور کمرنګ دی. خو څارونکي بیا شکایت لري چې د ټاکنو کمیسیون د څارنې په برخه کې ځینې محدودیتونه لګولي دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو سرپل کې د ټاکنو کمیسیون یو موقت کارکوونکی وژلی

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې سیمه ییز چارواکي وایي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یو موقت کارکونکی په سانچارک ولسوالۍ کې طالبانو وژلی دی. د سانچارک ولسوال نقیب الله ازادي راډیو ته وویل، وژل شوی کس علي نقي نومېده او طالبانو د ټاکنو له کمیسیون سره د کار کولو او په انتخاباتو کې د خپلې رایې کارکولو په خاطر په خواجه سرخ سیمه کې نن په ډزو وواژه. هغه زیاته کړه چې طالبانو د هغه مړی سیند ته اچولی چې وروسته دوی وموند او کورنۍ ته یې وسپاره. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. پرون په همدې ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د څلورو وروڼو وژل کېدو څېړنه؛ "ځینې سرغړونې" موندل شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، څېړنې ښيي چې په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې سرغړونه شوې چې څلور وروڼه پکې ووژل شول. خو چارواکي د اوس لپاره په دې اړه جزئیات نه وړاندې کوي.




Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم چین ته په سفر تللی

د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۸مه) د یوه جګپوړي سیاسي و پوځي پلاوي په ملتیا له چینايي چارواکیو سره پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره ددغه هېواد پلازمېنې بیجنګ ته تللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمران خان دا سفر د چینايي چارواکو په بلنه ترسره کوي. خبر پاڼه چین ته د عمران خان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ستراتیژیکیو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بولي. د صدراعظم په توګه د عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته دا چین ته د نوموړي درېیم سفر دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا له شامه خپل عسکر نه باسي

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د اکتوبر پر اوومه وویل، د شام له شمالي پولې تر سلود امریکايي سرتېرو نورو سیمو ته لېږدونه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو د ویستلو په مانا نه ده.

Mashaalradio.com 

عمران خان د چین خپګان ختمولو له نه دی تللی: قرېشي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خفګان ختمولو لپاره تللی دی.

Pa.azadiradio.com 

د عراق ولسمشر د حکومت ضد مظاهرو ختمېدو لپاره د ملي مذاکراتو وړاندیز کړی

د عراق ولسمشر برهم صالح وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ختمیدو لپاره ملي مذاکرات پیل شي. د عراق د حکومت پر ضد اعتراضونو کې چې یوه اونۍ دمخه پیل شوي، څه باندي سل تنه وژل شوي دي. ښاغلي صالح پرون دوشنبه (سپټمبر ۷مه) په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، پر معترضانو او امنیتي ځواکونو برید کوونکي د خلکو دښمنان دي. تر دې خبرو څو ساعته وړاندې د عراق پوځ ومنله چې د یکشنبه په ماښام د بغداد په ختیځ کې د معترضانو پر ضد له ډېره ځواکه کار اخستل شوی دی. اعتراض کوونکي د اکتوبر پر لومړۍ سړکونو ته راووتل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"پیونګ یانګ به د وروستۍ توغندویي ازموینې په تړاو د امنیت شورا هرګام پروړاندې چوپ پاتې نه شي"

شمالي کوریا خبرداری ورکړی که چېرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد د وروستۍ توغندویي ازموینې په اړه هره هڅه وشي، پیونګیانګ به چوپ پاته نه شي. د اروپایې ټولني درېیو غړو بریتانیا، فرانسې او جرمنې د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلې دروازې تر شا د غونډې غوښتنه کړې ترڅو د شمالي کوریا لخوا د تیرې اونۍ پرتوغندویې ازموینې بحث وشي. دغه هېوادونه د شمالي کوریا دا اقدام د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو جدي سرغړونه بولي. دغو اروپایې هیوادونو غوښتي چې د امنیت شورا غونډه دې نن سه شنبه جوړه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو لخوا د روسیې د پارلمان له غړې پر پوښتنو د مسکو نیوکه

روسیې د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې پر هغه اقدام سخت انتقاد کړی چې د نیویارک په هوایې ډګر کې یې د روسیې له یوې قانون جوړونکې څخه پوښتنې کړې دي.  د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د دوشنبه په ورځ (سپټمبر ۷مه) خبریالانو ته وویل چې مسکو د دې کار له کبله ډیر اندیښمن دی. اینګا یوماشیوا یوه ورځ وړاندې نیویارک ته له رسېدو سره د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې له خوا د یوه ساعت لپاره ودرول شوه او پوښتنې ترې وشوې. ښاغلي پسکوف وویل: "دا ناراحته کوونکی کار دی او پرته له شکه موږ په دې اړه جدي اندېښمن یو. موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فراه پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا ۷ تښتول شوي ملکیان خوشې شوي

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه امنیتي چارواکي وایي، په پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې ۷ تښتول شوي ولسي وګړي خوشې شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه کسان تېره شپه د دولتي ګډو ځواکونو په عملیاتو کې خوشې شول. د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب آزادي راډیو ته وویل، خلکو هم ددوی په خوشې کېدو کې همکاري کړې ده. طالبانو د میزان په ۶مه دغه کسان له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي وو. امنیتي چارواکي وایي، تښتول شوي کسان د طالبانو لخوا ځورول شوي او ناسم چلند ورسره شوی دی. طالبانو تر اوسره په دې اړه څه ندي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

سرپل کې پولیسو یو طالب وژلی چې غوښتل یې د رأی ورکوونکو ګوتې پرې کړي

د افغانستان د شمالي ولایت سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې پولیسو د طالبانو یو سرګروپ وژلی چې د چارواکو په خبره غوښتل یې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو ګوتې پرې کړي. د سرپل د پولیسو ویاند نورآقا فیضي د دوشنبې (میزان ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، قاري ناصر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو پېژندلو لپاره د سانچارک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې پوسته جوړه کړې وه. ښاغلي فیضي وویل، دغه طالب سرګروپ غوښتل له خلکو پیسې واخلي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې په ټاکنو کې یې رأیه ورکړې ده. د پولیسو ویاند وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د پرونۍ چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته لوړ شو

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي، په جلال اباد ښار کې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې د یوه ماشوم ګډون ۱۲ ملکي کسان وژل شوي. تېره ورځ شااوخوا ۴:۳۰ دقیقو د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ملي اردو د جلب او جذب سرتېرو یوه کاسټر موټر ته څېرمه چاودنه وشوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په دغې چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی او ۳۲ نور ټپيان دي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج ډوله ریکشا کې ځای پرځای شوي وو.  تراوسه چا ددغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس دوو غړو له سوریې د سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه غندلې

د امریکا د کانګرس دوو لوړپوړو استازو د سوریې له شمال ختیځ څخه د امریکایې سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پریکړه غندلې ده. دغه سرتېري داسې مهال له دغې سیمې وځي چې ترکیه غواړي هلته د کرد ملېشو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.

Pa.azadiradio.com 

نورستانۍ: کاندیدان دې د ټاکنو د پایلو اعلانولو په تړاو پر موږ فشار نه راولي

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځینو نوماندانو تر فشار لاندې دي ترڅو د انتخاباتو پایلې ژر اعلان کړي. اغلې نورستانۍ په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو غوښتي له نوماندانو وغواړي چې پر کمیسیون دې فشار نه راولي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus