Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 20.10.2019

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ والي له یوه بریده روغ وتلی خو ۳ ټرافیک پولیس وژل شوي

د میدان وردګ چارواکي وايي، د دغه ولایت والي جنرال ظفرالدین یمین له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی، خو څلورو تنو ټرافیکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محب الله شریفزي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، برید نن تر غرمې وروسته درې بجې په میدان ښار کې د موټربم په واسطه شوی چې په خپله والي او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلي. شریفزی زیاتوي، په برید کې درې تنه ټرافیک پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي دی. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

Pa.azadiradio.com 

امنیه قوماندان: په هلمند کې په تېره یوه میاشت کې ۹۱ وسله وال وژل شوي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ وسله والو مخالفینو ته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې. د هلمند امنیه قوماندان سمونمل حسام الدین هلمندي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په نادعلي، ناوې، نهرسراج او ګرمسير ولسواليو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملياتو کې ۹۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. ښاغلی هلمندي زياتوي چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بغلان کې په عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي

افغان چارواکي وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي په هغو ۳۳ کسانو کې شامل دی چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي. ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه بیان کې چې نن خپور شو وايي چې دا کسان په کېله ګي، ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې په تصفیوي عملیاتو کې په نښه شوي دي. په بیان کې راغلي چې په دې عملیاتو کې نهه طالبان وژل شوي او د بغلان لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي مرستیال والي قاري بختیار په ګډون لس تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي. په بیان کې د کندز ولایت په دشت ارچي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې ۴ ملکيان او ۳ سرتېري وژل شوي

راپورونه وايي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې لږترلږه ۴ ملکي وګړي او ۳ سرتېري وژل شوي دي. له دواړو خواوو څخه بېلابېل رارسېدلي راپورونه وايي چې ښايي د تېرې شپې په دې نښته کې د تلفاتو شمېر زیات شي. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور نن پر ټویټر په یو بیان کې د دې حملې پړه پر هند اچولې او وايي، د هند پوځ د کنټرول د کرښې له بلې غاړې د توپ ډزې وکړې چې هدف یې عمداً د ملکي وګړو په نښه کول وو. هغه زیاتوي چې پاکستاني سرتېرو په ځوابي ډزو نهه هندي سرتېري ټپیان کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې مشر د بریتانیا د وتو د ځنډ په اړه مشوره کوي

د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک وايي له اروپايي ټولنې د بریتانیا په وتو کې د ځنډ په اړه د بریتانیا د حکومت د رسمي غوښتنې په مسئله کې د دې ټولنې له مشرانو سره سلامشورې کوي. د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د یوې لایحې له مخې اړ شو چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا په وتلو یا بریګزیت کې د ۳ میاشتني ځنډ غوښتنه وکړي. د بریتانیا پارلمان پرون شنبه په یوه استثنايي غونډه کې د ۳۰۶ منفي رأیو پر وړاندې په ۳۲۲ موافقو رأیو د بریګزیت پرضد رأیه ورکړه. جانسن په جولای میاشت کې د صدراعظم په توګه له دې ژمنې سره په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه: له سوریې سره پر پوله امن زون کې یو وسله وال کُرد هم نه غواړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له سوریې سره پر پوله په امن زون کې حتی د یوه وسله وال کُرد پاتې کېدل هم نه غواړي. مولود چاووش اوغلو نن یکشنبه وویل، ترکیه به له روسیې او هغو نورو ځواکونو سره چې د سوریې د ولسمشر په ملاتړ جګړه کوي، د سوریې له منبېج او کوباني سیمو څخه د کُرد وسله والو د ایستلو په اړه بحث وکړي. له دې مخکې د سوریې د کُرد وسله والو یو مشر ویلي و چې که د ترکیې په مشرۍ ځواکونه کُرد وسله والو او ملکي وګړو ته له دې سیمو د وتلو اجازه ورکړي، نو د امریکا په منځګړتوب اوربند سره د همغږۍ لپاره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اهل تشیع جلوس او عزاداري

د اکتوبر پر ۲۰مه د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د امام حسین د څلوېښتۍ مراسم وشول او اهل تشیع عزاداري وکړه. د دوی د مجلسونو لپاره امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي ول او په ځینو ښارونو کې موبایل ټېلېفون سروېس هم تړل شوی وو. ویډیويي رپورټ.




Mashaalradio.com 

د خوست پر هوايي ډګر لومړۍ الوتکه کېناسته

د افغانستان د خوست هوايي ډګر ته د ملکي پروازونو لړۍ پیل شوه. د اکتوبر پر ۱۹مه پرې لومړۍ الوتکه کېناسته. چارواکي وايي، د اوس لپاره له دې هوايي ډګره یوازې د کابل او خوست ترمنځ پروازونه کیږي، خو کله چې یې د ټرمینل چارې بشپړې شي، نو نړیوال پروازونه به هم ورڅخه پیل شي. نجیب الوخېل پرې ویډیويي رپورټ وړاندې کوي

Mashaalradio.com 

په نایجېریا کې نژدې ۱۵۰ تړل شوي زده کوونکي ژغورل شوي

د نایجېریا پولیس وايي ، په تېره یوه اونۍ کې یې په څلورم ځل پر یو مدرسه عملیات کړي او هلته تړل شوي نژدې ۱۵۰ زده کوونکي یې خوشي کړي دي. دوی وايي پر دې زده کوونکو هلته تشدد او تېری کېدی. پولیسو دا هم ویلي چې د مدرسې مالک یې وار له مخه نیولی دی. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

"د کانونو او پټرولیم وزارت د میک د لسګونو سپارښتنو عملي کولو کې پاتې راغلی"

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې (میک) چارواکي وايي، دوی د کانونو او پټرولیم وزارت نږدې ۲۰۰ سپارښتنې کړې وې، خو د تېره یوه کال په موده کې یې یوازې ۳۰ سپارښتنې عملي کړې دي.

Mashaalradio.com 

د ننګرهار چاودنې قربانيانو سره د ولسمشر غمرازي

د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال له شوې چاودنې داسې څوک نه دې پاتې چې ووايي چې چاودنه ځانمرګي بريدګر کړي او که بمونه ایښوول شوي وو. د پېښې قربانيانو سره مالي مرسته شوې او ولسمشراشرف غني دغلته د غمرازۍ لپاره ورغلی وو.

Pa.azadiradio.com 

"پاکستان د افغانستان د انارو بیې ۳برابره لوړې کړي"

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، پاکستان د انارو بیي درې برابره لوړې کړي. د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دا ستونزه هواره کړي. ده وویل: "حکومت باید دا ستونزه هواره کړي، که نه مونږ به مجبور شو چې د ګاونډيو هېوادونو په تازه مېوو د محصول د زیاتېدو غوښتنه وکړو." دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستان ژمنه کړې وه چې پر افغان سوداګرو به مالیاتي محصول راټيټوي. خو سوداګر وايي چې دغه ستونزه هم لا پرځای ده.

Pa.azadiradio.com 

د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپارل کېږي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپاري. د دغه وزارت ویاند سیحون کامګار نن ازادي راډيو ته وویل، لومړیتوب به هغه شرکت ته ورکړل شي چې لومړی اقدام وکړي. دی وایي: "پروسه داسې ده چې شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون کوي او تر ټولو غوره داوطلب سره مذاکرت او ورپسې قرارداد کېږي." د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د غزني په زرکشان کان کې د ۳۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د طلا او مسو زېرمې موجودې دي. د دوی په وینا، دا خصوصي سکټور ته هم یو ښه فرصت دی، څو پانګونه وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus