Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 29.10.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو

په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت نوی وړاندیز، په عراق کې خونړۍ مظاهرې او کشمیر ته مو د اروپایي ټولنې د پلاوي له سفره خبروو. د ساعتونو موزیم هم درښکاروو.

Mashaalradio.com 

پېښور کې سوداګرو د ټېکسونو پرضد کابندیز کړی

د اکتوبر پر۲۹مه په پاکستان کې سوداګرو د دوو ورځو لپاره کاربندېز پېل کړی دی او د پېښور په یادګار چوک او کیسه خوانۍ کې لوی کاروباري ځایونه او دوکانونه تړل شوي ول. دوی وايي، د ټېکس په نظام کې د اصلاحاتو او ټېکسونو ورکولو ته ژمن دی خو د ټېکسونو د راټولولو په نوي طریقه کار تحفظات لري. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د پاکستان سفارت ویزې نه راکوي: افغان وګړي

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ویزه اخیستونکي له دغې بهیره سرټکوي. دوی وايي په یخو او سړو شپو کې د سفارت مخې ته په تمه دي خو لا هم ویزه نه ورکول کېږي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې لسګونه دوکانونه سوځېدلي

د اسلام اباد د اېچ ناین په اتوار بازار کې د اور لګېدلو له کبله لسګونه دوګانونه سوځېدلي چې له وجې دوکاندارانو ته ګڼ مالي زیانونه یې اوښتي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس

Mashaalradio.com 

باجوړ: مفتي سلطان محمد خاورو ته وسپارل شو

مفتي سلطان محمد په ۱۹۸۱ز کې د باجوړ په بدان کلي کې د حاجي نازبین خان کره  پیدا شوی و. هغه لومړنی زده کړې په خپل کلي او لوړې زده کړې یې په حقانیه مدرسه کې کړې وې.

Mashaalradio.com 

۶۷ کلنې چینايۍ ښځې اولاد راوړی

تییان په ۶۷ کلنۍ کې یوه نجلۍ زیږولې ده. هغه د اکتوبر پر ۲۵مه د زاوژونګ په روغتون کې بستر شوه او ډاکترانو یې ماشوم د خېټې له سره واخیست. نور په دې ویډیو کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د داعش مشر ابوبکر البغدادي چیرته وژل شوی؟

په شام کې د ترکيې له پولې سره نېږدې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی. د اکتوبر پر ۲۷مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بغدادي وژنه تایید کړه. په دې اړه دا ویډیو وګورئ چې منورشاه جوړه کړې ده .




Pa.azadiradio.com 

د عراق په کربلا ښار کې پرون ۱۴ لاریون کوونکي په ډزو ووژل شول

د عراق په کربلا ښار کې پر مظاهره‌چیانو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې بېګا ۱۴ تنه ووژل شول او تر ۸۶۵ زیات زخمیان شول. د عراق په بل ښار، ناصریه کې ډاکترانو ویلي چې درې مظاهره‌چیان چې هلته په نښتو کې زخمیان شوي وو، بېگا په روغتون کې مړه شول. د اکټوبر له پیل راهیسې، د عراق په لویو ښارونو کې خلک د بې‌کارۍ، اداري فساد او ګرانۍ پر ضد مظاهرې کوي. مظاهره‌چیان د صدراعظم، عادل عبدالمهدي حکومت په اداري فساد کې په لاس درلودلو تورنوي. په یوه میاشت کې تر ۲۵۰ زیات عراقیان په دغو لاریونونو کې وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل ورځپاڼو پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونو په اړه تبصرې کړې

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغه هېواد تل د ډيورند کرښې په اوږدو کې ځيني خوځښتونه کړي او د کونړ، ننګرهار، لویې پکتیا او کندهار پر اړوندو سیمو راکټي بریدونه ترسره کړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او خلکو سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

"یوه امریکايي پوځي د ټرمپ او زیلنسکي پر خبرو خپله اندېښنه امنیت شورا ته رسولې وه"

د امریکا یو پوځي چارواکی چمتو شوی چې ووايي د پخواني مرستیال ولسمشر او په انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي سیال جوبایډن په اړه له اوکراین څخه د تحقیقاتو د غوښتنې په اړه یې دوه ځلې اندیښنه څرګنده کړې ده. د هغه بیان له مخې چې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د اروپايي چارو مسوول ډګرمن الکساندر وینډمن نن سه شنبې (اکټوبر ۲۹مه) د کانګرس د استیضاح له طرحې سره سم چمتو کړی دی، هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د ښاغلي ټرمپ ټلفوني مکالمه اورېدلې ده. اسوشېټډ پریس خبري آژانس چې د بیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن غواړي د سوریې شمال کې د داعش پرضد ائتلاف لا پیاوړی کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن غواړي چې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پرضد ائتلاف نور هم پیاوړی کړي. د روانې اونۍ د پیل په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي او په جلا پوځي عملیاتو کې د دې ډلې د ویاند له وژل کېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي پرون (اکټوبر ۲۸مه) وویل، د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د نومبر په ۱۴مه په واشنګټن کې راټول شي او د امریکا د ماموریت په اړه به بحث وکړي. داعش ډلې په افغانستان او همداراز د امریکا، فرانسې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ د استیضاح طرحه د اکټوبر په ۳۱مه د امریکا کانګرس کې رأیو ته وړاندې کېږي

په پام کې ده چې د متحده ایالتونو د کانګرس د استازو جرګه د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۳۱مه) د ډیموکراتانو له خوا هغې جوړې شوې طرحې ته رایه ورکړي چې که تصویب شي، نو ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح کېږي. جرګه به د ولسمشرټرمپ او د ده د جمهوري غوښتونکو متحدانو د هغه شکایت د مخنیوي ترڅنګ چې وايي د استیضاح غوښتنه مشروع او عادلانه نه ده، د علني استماعیه غونډو او د ولسمشر د تورنولو د احتمالي رسمي مراحلو یا د استیضاح د اړوندې مادې مقررات او اصول هم وضع کړي. د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون (اکټوبر ۲۸مه) د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا چین کې د بین الافغاني ناستې جوړولو هرکلی کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پیکنګ کې د بین الافغاني خبرو د جوړېدو لپاره د چین د طرحې هرکلی کړی دی. په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت بیان، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په هغه ګډه اعلامیه کې راغلی چې په مسکو کې د تېرې اونۍ له غونډې وروسته پرون خپره شوه. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې غونډه کې د واشنګټن په استازیتوب ګډون کړی و. د چین ناستې ترسره کېدو نېټه لا څرګنده نه ده، خو د افغانستان حکومت هم ویلي چې خپل استازي به ورولېږي.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو استازي د سوریې شمال ختیځ کې د اوربند غځېدو غوښتنه کړې

د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده. پیډرسن د سوریې د اته کلنې جګړې ختمولو لپاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار کوي. نوموړي د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "موږ په قوت سره د اوربند د درناوي غوښتونکي یو او موږ په ټول هېواد کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې ده." پیډرسن زیاته کړه، نن سه شنبه به د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې وګوري. دغو درې هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولی دی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus