Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2019

Новости за 10.10.2019

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو د کمیسیون د آی ټي چارو مسوول څارنوالۍ ته معرفي شوی

دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مني چې د دې  کمیسیون د آی ټي یا د تخنیکي چارو مشر څارنوالۍ ته معرفي شوی دی. د  انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشري  حوا علم نورستاني له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی له وړاندي په دې اړه خبر نه ول ، خو زیاتوي چې دا کار د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لخوا شوی دی.   میرمن نورستاني وایې د دې اقدام دلیل تر اوسه روښانه نه دی او دوی یې په اړه پلټنې کوي بیا به پریکړه وکړي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې وړاندي ویلي وو چې د انتخاباتي ډيټا سرور ستونزه جدي نه ده او ژر به حل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل او څو نورو ولایتونو پرچا شوې برېښنا بېرته فعاله شوه

د پلازمینې کابل او څو نورو ولایتونو بریښنا چې، د پروان په سالنګ کې د بریښنا د یوې ستني د نړېدو له کبله پرې شوې وه، په موقتي ډول بیرته ونښلول شوه. د بریښنا شرکت د عملیاتي ادارې مرستیال خان میر شینواری وایې د ۲۴ ساعتونو لپاره د بریښنا د پرې کیدو له کبله بریښنا شرکت درې میلیونه افغانۍ زیانمنیږي.  د سالنګ په ایجان دره کې د ړنګي شوي ستني د جوړیدو چاري رواني دي ، خو کابل او ځینو نورو ولایتونو ته د همدې ستني بریښنا په موقتي ډول نښلول شوې ده.  ویل کیږي په دې اړه په سیمه کې غیر مسول وسلوال کسان لاس لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د نړۍ هيوادونو په سوریه کې د ترکيې د جګړې په اړه غبرګونونه ښودلي. د هندوستان حکومت په کشمير کې د اوسېدونکو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي دي. د اوکراین ولسمشر وايي د امریکا ولسمشر ورباندي هيڅ ډول فشار نه دی راوستلی چې د امريکا د پخواني مرستيال ولسمشر په اړه دې پلټنې وکړي.

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د ډاکټرانو احتجاجي مظاهره

د اکتوبر پر۱۰مه په پېښور کې ډاکټرانو او د روغتیا کار کوونکیو د صوبې د بېلا بېلو سیمو پر سړکونو راوتلي او په روغتونونو کې د صوبايي حکومت لخوا د نوي نظام پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

د روما خلک په کچره کې وسپنې او پلاسټکونه ټولوي

په اروپايي هېواد کوسوو کې روما خلک په کچره کې وسپنې او پلاسټکونه ټولوي چې ترې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي خو ځکه دا کار کوي چې په دې هېواد کې ورته نورې د کار روزګار موقعې نشته. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیوي رپورټ درته منور شاه وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

عمران خان سعودي او ایران ته ځي

پاکستاني چارواکي وایې د دې هیواد صدراعظم عمران خان به ښایې سعودي عربستان او ایران ته سفر وکړي.   د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په اسلام آباد کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې د دې احتمالي سفر په اړه جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. خان تیره میاشت ویلي وو چې د امریکای ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې غوښتي چې له ایران د تشنج په آرامولو کې مرسته وکړي.   امریکا ایران تورنوي چې د سعودي عربستان د تیلو پر دوو لویو تاسیساتو د سپتمبر د ۱۴ نیټې په بریدونو کې لاس لري ، خو ایران دا تور ردوي.

Mashaalradio.com 

په سوات کې یو لرغونی مندر موندل شوی

د خېبر پښتونخوا د سوات بريکوټ په سيمه کې د بازيره نوي لرغونې اثار موندل شوي چې پکې يو لرغونی مندر هم شامل دی. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ترک ځواکونو د سوریې د کردانو په سیمه کې پرمختګ کړی

ترک ځواکونو د سوریې په خاوره کې د کردانو په مشرۍ ځواکونو تر کنټرول لاندي سیمو کې د عملیاتو په دوهمه ورځ پرمختګونه کړي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د نړیوالو هغه انتقادونه رد کړل چې د  دغو پوځي عملیاتو  په اړه یې کړي دي . ولسمشر اردوغان وایې دا عملیات د دوی پر سرحد د تروریستي عناصرو د له منځه وړلو په هدف پیل شوي دي. اردوغان زیاته کړه ترک ځواکونو تر اوسه ۱۰۹ تنه کرد ځواکونه چې ده تروریستان وبلل ، له منځه وړي دي. دغو ځواکونو تر دې وړاندي ویلي وو چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسي یې ۱۸۱ اهداف... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د اورکاین ولسمشر: د امریکا د مرستو له درېدو نه وم خبر

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، دی د امریکا له ولسمشر سره تر تلیفوني خبرو مخکې نه و خبر چې امريکا د ده له هيواد سره نظامي مرستې درولې دي. له ډونالډ ټرمپ سره د زیلنسکي د تلیفوني خبرو موضوع دومره توده شوه چې اوس د ټرمپ د استیضاح هڅې ورباندي راڅرخې. زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په خپل دفتر کې خبريالانو ته وویل چې پر ده باندي د امریکا ولسمشر هيڅ ډول فشار نه دی راوړی. ده وویل، کله چې خبر شو امریکا له اوکراین سره مرستې ځنډولې دي، د امریکا له مرستيال ولسمشر مایک پینس سره یې په وارسا کې په یوه غونډه کې دا موضوع مطرح کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

 د تورخم د ګمرک عواید ډېر شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د تورخم له لارې د تګ راتګ له ځلرویشت ساعته کېدو سره د ګمرک عاید زیات شوی دی. د ننګرهار  د والي دفتر د خپل ولایت د ګمرک د ریس نوید بشریار په قول ویلي چې د دې ګمرګ عواید په ورځ کې له ۵ میلیون څخه ۸ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي دي. ښاغلي بشیر د دې پرمختګ دلیل په یاد ګمرک کې د ۲۴ ساعته خدماتو پیل بللی دی. د ننګرهار د چارواکو په وینا د تورخم له لارې د ورځې شاوخوا زر بار وړونکي باري موټر تګ راتګ کوي. د تورخم لار چې د افغانستان - پاکستان ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو لویه لار ده،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

رفال جنګي الوتکه

فرانس د اکتوبر پر ۸مه هند ته رفال جنګي الوتکه وسپارله. دا په ۲۰۱۲ز کال د هغه تړون برخه ده چې هند به له فرانسه ۳۶ رفال جنګي الوتکي اخلي.

Mashaalradio.com 

پر باچاخان د لیکوال ټنډولکر لیکلی کتاب پښتو ته واړول شو

د هند نیمې وچې ازادۍ مبارز خان عبدالغفار خان (باچاخان) پر سیاسي ژوند او جهدوجهد د هندي لیکوال دینانت ګوپال ټنډولکر لیکلی کتابFAITH IS A BATTLE (عقیده مبارزه ده) پښتو کړی چې مخکتنه یې د اکتوبر پر نهمه د پښتو ادبي ټولنې په مرسته په اسلام اباد پرېس کلب کې وشوه. پر دې مهال د کتاب ژباړونکي سید محمود احمد، سیاستوال افراسیاب خټک، م.ر. شفق، خبریال طاهر خان او نورو لیکوالانو او شاعرانو په خپلو ویناګانو کې دا کتاب د پښتنو لپاره ګټور وباله او هیله یې وښودله دا به ډیر ژر د نصاب برخه وګرځول شي. د عمران یونس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د امریکا د سنا جرګې له یوه پلاوي سره کتلي

د امریکا د سنا جرګې یوه پلاوي له افغان ولسمشرسره په کتنه کې ویلي چې واشنګټن د سولې د هغه بهیر هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې د ښځو د حقونو په ګډون په دې هېواد کې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې او د جمهوري نظام دوام خوندي شي. ولسمشرۍ ماڼې په یوه ټوېټر کې لیکلي چې له ولسمشر اشرف غني سره دغه پلاوي تېر ماښام په ارګ کې وکتل. د امریکایي سناتورانو دغه پلاوي په افغانستان کې په بریالۍ توګه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کول ستایلي او هغه یې د ولسواکۍ د ستنو د لا پیاوړي کېدو لپاره مهم بللي دي. دغه پلاوي د انتخاباتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران روسۍ خبریاله یولیا یوزیک خوشې کړې

ایران روسۍ خبریاله یولیا یوزیک له یوې اوونۍ توقیف وروسته چې علت یې نه دی څرګند شوی، خوشې کړې ده. په تهران کې د روسیې سفارت په یوه بیان کې وویل چې هغه اوس په الوتکه کې روسیې ته په لاره ده. یولیا یوزیک چې د تحقیقاتي ژورنالېزم خبریاله ده، د اکتوبر په دوهمه په تهران کې په یوه هوټل کې نیول شوې وه. نوموړې د روسیې سفارت ته خبر نه و ورکړی چې د سپټمبر په ۲۹مه د تهران هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم یې پاسپورټ چارواکو قید کړی و. نه ایران ته د هغې د سفر هدف څرګند دی او نه یې هم تراوسه د نیول کېدو علت.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus