Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Октябрь
2019

Новости за 13.10.2019

Pa.azadiradio.com 

په بورکینافاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته ورسېد

په بورکینافاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. رویټرز خبري اژانس د بورکینا فاسو د پولیسو په قول وویل چې پر لمونځ کونکو د جمعې د لمانځه په وخت ډزې شوې وې. په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول. د افریقا په لویدیځ کې دا پروت هېواد نولس ملیونه نفوس لري. په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمیزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا راپورونه خپرېږي. رويټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم. خو دا اژانس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کاپيسا کې د طالبانو یو پېژندل شوی مشر قاري ربیع الله وژل شوی

په کاپيسا کې د وسله والو طالبانو یو پېژندل شوی مشر قاري ربیع الله وژل شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پرون د اکټوبر په دولسمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د اله سای په ولسوالۍ کې څلور نور وسله وال هم له قاري ربیع الله سره یو ځای وژل شوي دي. شورش څرګنده کړه چې دا وسله وال د شنبې په شپه د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.  هغه همدا راز ویلي چې کومانډو ځواکونو په اله سای کې دوه وسله وال طالبان ژوندي نیولي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي. اله سای د کاپيسا له ناکرارو ولسوالیو ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ۲ ښځې او ۲ نارینه د کوچنیانو د تښتولو په تور نیول شوي

په کندهار کې امنیتي چارواکو دوه ښځې او دوه نارینه د کوچنیانو د تښتولو په تور نیولي دي. د کندهار د ملي امنیت ادارې پرون د اکټوبر په دولسمه یو ۸ کلن ماشوم د هغه کورنۍ ته وسپاره. امنیتي مسؤلانو وویل چې سړو تښتونکو هغه ماشوم څلور ورځې مخکې د هلمند له ګرشک ولسوالۍ تښتولی او کندهار ته یې وړی و چې څلورو تښتونکو خپل جرم منلی هم دی. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په هغه ولایت کې د انسان تښتونې پېښې د پخوا په پرتله ډېرې کمې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

په بورکینا فاسو کې پر یوه جومات د حملې د قربانیانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. روېټرز خبري اژانس پرون د اکټوبر په دولسمه د بورکینا فاسو د پولیسو په حواله وویل چې پر لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځه په وخت کې ډزې شوې وې. په بورکینا فاسو کې پر جومات د حملې په اړه معلومات پرون خپاره شول. د افریقا په لوېدیځ کې دا پروت هېواد یوازې نولس ميلیونه وګړي لري. په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د توکمییزو لانجو او د اسلامپالو ډلو د فعالیت د پراختیا رپوټونه خپرېږي. روېټرز خبري اژانس وايي چې پر لمونځ کوونکو د حملې هدف نه دی معلوم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د خپل شخصي وکیل دفاع وکړه

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر  دونالد ټرمپ پرون شنبه پر ټوېټر د خپل شخصي وکیل، رودولف جیلیاني   دفاع وکړه. تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي ول چې رودولف جیلیاني په اوکراین کې د خپلو هغو کارونو په اړه، چې ویلي يې دي د ولسمشر ټرمپ په استازیتوب یې کړي، تر فدرالي تحقیقاتو لاندې دی. نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې په نیویارک کې فدرال څېړونکي په دې اړه تحقیق کوي چې جیلیاني له اوکراین سره په معاملو کې د لابي کولو قوانین ترپښو لاندي کړي دي که یه. د راپورونو پر اساس، په دې کې د امریکا د پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان ایران ته ځي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران او بیا سعودي عربستان ته ځي او ویل کېږي چې د دغو دوو شیعه او سُني سیالو هیوادونو ترمنځ د اوږدې شخړې د حل کولو لپاره د منځګړتوب هڅه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) وویل، ټاکل شوې ده چې عمران خان به نن (یکشنبه) تهران ته ورسېږي او بیا به له هغه ځایه سعودي عربستان ته لاړ شي. د سپټمبر په ۱۴ مه د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو له حملو وروسته د امریکا ولسمشر دانالد ټرمپ له عمران خان څخه وغوښتل چې د دوو مسلمانو هیوادونو یعني سعودي او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره رول ولوبوي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus