Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 27.05.2019

Mashaalradio.com 

د وزیرستان د پېښې د پلټنو غوښتنه شوې

د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.

Mashaalradio.com 

د وزيرستان پېښه: څه شوي وو؟

د مې په شپږ ويشتمه، د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران، محسن داوړ او علي وزيرستان د شمالي وزیرستان ډوګه مچه مده خېلو کې يو احتجاجي دهرنې ته روان وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستانی پوځ تورن کړی چې ملکیان یې وژلي. جاپان له امریکا نه ۱۰۵ اف پنځه دېرش الوتکې اخلي. ښي اړخو او ملتپالو د اروپايي پارلمان ټاکنې ګټلي. د جام منار د ساتنې لپاره اقدامات پيل شوي. په جاپان کې د بالښت جنګیو لوبه وشوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

فیض‌اباد ته د لاجورد لارې د کاروان رسېدل

د سوداګریزو توکو لومړی کاروان چې الترونیکي په‌کې دي د بدخشان فیض‌اباد ښار ته ورسېد. د دغه ولایت خلک د دغې لارې خلاصېدل د خپلې نېکمرغۍ کلي بولي. نور حال د نعمت‎الله احمدي په وېډیويي راپور کې چِي لېمه هادي یي وړاندې کوي. اېډېټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د بي ډي اې کارکوونکو نه خوړلو هړتال روان دی

د مې پر ۲۷مه، پر شپږمه ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان پرمختیايي ادارې (بي ډي اې) کارکوونکو د نه خوړلو اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ. دوی وايي، حکومت دې یې نوکرۍ دایمي کړي. صوبايي حکومت دې کارکوونکو ته سمدستي د څلور میاشتو تنخا ورکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د نوکریو په اړه به هم پرېکړه وکړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې د طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حملو کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه ويشت نور ټپیان شوي دي. د سرپل د والي وياند ذبیح الله اماني نن ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماسختن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملې شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اووښتي دي. ښاغلي اماني زياته کړه: "نښتې له یوولسو بجو پیل شوې او د سهار تر درېیو بجو یې دوام وکړ، د نښتو پر مهال د دښمن پنځلس کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول، په دغو څلورو ځایو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول

تېره شپه ۲:۰۰ بجې څو تنه وسله‎وال د کابل ښار د کارتې سخي په جمال مېنې سیمه کې یوه کور ته ننوتلي او د کورنۍ اووه غړي يي په ډزو وژلي دي. د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د ځمکې پر سر د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې. وېډیو او اېډېټ: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

له پیدایښته تر ننه په نشو روږدي ماشومان!

د جوزجان ولایت په ۵۰ بستریز روغتون کې په مخدره موادو د هغو روږدو ماشومانو درملنه چې له زېږونه تر اوسه د کورنیو له خوا په دغو موادو روږدي شوي. ویډیو: عالم رحمانیار اېډېټ‌: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د پي ټي اېم او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې ۳ تنه وژل شوي

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې درې کسان وژل شوي او لږترلږه لس نور ټپیان شوي دي. د یکشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د پېښې ډېر تفصیلات نشته، خو عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وويل چې د یوه وکيل په ګډون شل کسان ټپیان شول او دا وروسته له هغه چې امنیتي ځواکونو پر سوله یيزو لاریون کوونکو ډزې پيل کړې. خو پوځ ويلي چې دا لاریون د پارلمان د دوو وکيلانو له خوا جوړ شوی و او پنځه سرتېري يې ټپیان کړل. د پوځ په وینا، دوی په غبرګون کې درې حمله کوونکي ووژل او لس نور يې ټپیان کړل. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په مصر کې د ۲۲۰۰ روژتيانو مېلمستيا

په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې پارلماني ټاکنو کې افراطي ګوندونه له منځلارو مخکې دي

د اروپايي ټولنې د پارلمان د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ملتپال او ښي اړخي افراطي ګوندونه تر هغو ګوندونو مخکې دي چې د اروپايي ټولنې ملاتړ کوي او منځلاري دي. د نن سهار د انتخاباتو د نیمايي رأيو شمېرنه ښيي چې د اروپايي ټولنې د ملاتړو سيالو ګوندونو ۳۲۱ څوکۍ وړي چې د اروپایي پارلمان د ۷۵۱ څوکيو له نيمايي لږې کمې دي. په فرانسه کې د ښي اړخي ګوند ماري لوپين په دغو انتخاباتو کې په بې ساري توګه مخکې شوې ده. زرغونه یا د اروپايي ټولنې ملاتړي ګوندونه هم د تېر په پرتله مخکې شوي دي. په ټوله اروپايي اتحادیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرپل چارواکي: ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په حملو کې ۲۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرپل د والي وياند ذبیح‌الله اماني نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماخستن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملي شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې دي. ښاغلي اماني زياته کړه: "نښتې له ۱۱ بجو پیل شوي او د سهار تر درېيو بجو یې دوام وکړ. د نښتو پر مهال د دښمن ۱۵ کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول. په‌دغو څلورو ځایونو کې زموږ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سوات کې د وزیرستان پېښې ضد مظاهره شوې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پوليسو په کندهار کې څلور وسله وال نيولي

پوليسو په کندهار کې څلور وسله وال نيولي دي. په نيول شویو کې يو غلچکی بريد کوونکی او درې نور د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوونکي وسله وال شامل دي. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه وسله وال د رواني اوونۍ له پیله په کندهار ښار کې د عملياتو پر مهال له يو شمېر وسلو سره نيول شوي. د بارکزي په خبره، نیول شویو وسله والو منلې چې په ورانکارو فعاليتونو کې يې لاس درلود. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د اجرائيه ریاست سلاکار نورمحمد عرب ووژل شو

د افغانستان د اجرائيه ریاست سلاکار نورمحمد عرب نن وسله والو کسانو په کندز کې وواژه. د کندز امنیتي مسؤلین وايي چې د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار او د عرب قوم د انسجام شورا رئیس نور محمد عرب نن سهار نهه نيمې بجې نامعلومو وسله والو وژلی دی. په پېښه کې چې د کندز ښار پر باغ زراعت سړک وشوه، د ښاغلي عرب یو ساتونکی هم ټپي شوی دی. د کندز د امنیې قوماندانۍ وياند انعام الدین رحماني نن ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا حمله چا کړې، خو پولیس په دې اړه پلټنې کوي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم کس يا ډلې نه دی اخيستی.

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې په بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګانې ووېشل شوې

په پروان ولایت کې په بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګانې ووېشل شوې. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کورنۍ سروې شوې وې او هرې یوې ته ۲۰ چرګانې او ۴۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه وېشل شوي دي. د نوموړي په خبره، په دې باندې د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې یو ميلیون افغانۍ لګول شوې دي. ښاغلی رستمي وایي، په بېوزلو کورنیو د جرګانو وېش کولای شي چې د دوی د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus