Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 21.05.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

په افغانستان او سیمه کې داعش ته اندیښنې زیاتې شوې دي، د تهران او واشنګتن کړکیچ ته ملګري متلونه اندیښمن دي. د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې د اندونیزیا د انتخاباتو له نتیجې خبروو چې یو لوری یې نه مني او د ایفل دنګ برج ته د یوه کس د ختلو ننداره هم درباندې کوو

Mashaalradio.com 

د ږیرورو او برېتورو سیالي

په بیلجیم کې د ږیرو او بریتونو مقابله وشوه چې پکې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ګډون وکړ. دا نړیواله مقابله په انتورپ ښار کې له ۲۰ کلونو راهیسې هر دوه کاله پس کېږي. د رویټرز ویډيو منور شاه پښتو کړې

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې د ریاست پر سر شخړه دوام لرِِي

د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر شخړه لا هم حل شوې نه ده. د دغه هېواد د ولسي جرګې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل لپاره ټاکل شوی پلاوی سبا خپله طرحه اعلانوي. ویډیو او اېډیت: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

د باړې بازار کې بیا ژوند راګرځېدلی

د خیبر قبایلي ضلعې په باړه تحصیل کې د څه نا څه کلنې ناکراریو او بدامنیو پس ولس عادي ژوند ته پر راګرځېدو دی. دې سیمې ته دوه کاله وړاندې د بې کوره کړل شویو خلکو ستنېدل پیل کړي چې له کبله یې د باړې لوی بازار هم تر یو څه ځایه بیا اباد شوی دی. د فرهاد شینواري ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمالي سیمو کې د داعش په اړه د روسیې اندېښنه

د روسیې د فدرالي امنیت د ادارې مشر ویلي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې ۵۰۰۰ وسله وال چې له داعش سره تړاو لري، فعال دي.  الکساندر بورتینکوف د افغانستان د شمالي پولو پر امتداد د داعش د وسله والو د فعالیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده. بورتینکوف نن د مې په یوویشتمه په تاجکستان کې دا خبرې کړې دي. هغه ویلي چې د داعش نږدې ۵۰۰۰ زره وسله وال د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره ګډه پوله لري، فعالیت کوي.  د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د روسیې دې لوړ رتبه امنیتي چارواکي ویلي... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د فرشتې ورور انصاف غواړي

د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې د مومندو د ېوې لس کلنې ماشومې فرشتې مړی د دوشنبه/ګل په ورځ تر موندلو پس نن د سېشنبه/نهې خاورو ته وسپارل شو. ګمان کېږي چې هغه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. د مشال راډیو همکار پرې ویډيو راپور کښلی

Pa.azadiradio.com 

د نوي زیلاند پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن شو

د نوي زیلاند پولیسو د هغه هېواد په کرایست‌چرچ سیمه کې پر جوماتونو د حملې مسؤل رسماً، په ترورېزم تورن کړ. په کرایست‌چرچ کې حملې، د مارچ میاشتې په ۱۵مه وشوې.  حملې یوه سپین پوستي استرالیايي وګړي چې برنتن تارنت نومېږي کړې وې. هغه په ۵۱ مواردو کې په قتل او په ۳۹ مواردو کې د قتل په هڅه تورن دی.  د نوي زیلاند پولیسو نن د مې په ۲۱مه، په یوه بیان کې وویل چې پر هغه د عمري قید حکم کېدلای شي.  برنتن تارنت ۲۸ کلن دی او په ترورېستي عمل کې په دخالت تورن شوی دی. هغه به د جون په میاشت کې محکمې ته ودرول شي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د الکسي ناوالني همکار نیول شوی

په روسیه کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون د یوه مشر الکسي ناوالني همکار ویلي چې هغه نیول شوی دی.  لیوند ولکوف نن د مې په ۲۱مه دا خبر ټویټ کړی دی.  هغه ویلي چې د مسکو پولیسو بې‌ربطه پوښتنې ورڅخه کړي او نیولی یې دی. ولکوف ویلي چې پر هغه په مکرر ډول د لاریونونو د قانون د ماتولو تور لګېدلی دی. په مسکو کې تېر کال په سپټمبر میاشت کې د حکومت د پرېکړې پر ضد چې د تقاعد قانوني عمر یې لوړ کړ، لاریونونه وشول. پر ولکوف تور لګېدلی چې هغه وخت‌یې عامه نظم ګډوډ کړی او د مظاهرو قانون‌یې تر پښو لاندې کړی دی.... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اردنيان لاهم په توپ روژه ماتوي

په زياتره اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د اذان يا د جمات د لاوډسپیکرونو له لارې روژه ماتوي خو اردن د توپ د ډز په غږ د روژې ماتولو خپل پخوانی دود بېرته راژوندی کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په دغه ولایت کې غلاوو او د سوداګرو اختطاف پانګوال اندېښمن کړي. سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ستونزه د دې لامل شوې چې پانګوال په پانګونه کې ټکني شي. ده زیاته کړه: "دوه ورځې وړاندې د یو صراف ځوان زوی اختطاف او بیا ووژل شو، تېره شپه یې یو بل هم وژلی، له بده مرغه ناوړه خبرونه زیات لرو." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره، تېر کال په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د تښتونو او وژونو کچه لوړه وه. ښاغلي خطیبي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رستمي: په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د اوبو لګولو ۳۴۴ پروژې پلې کړي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پیل کې په ننګرهار کې د اوبو څلور کانالونه، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه او په جوزجان کې د اوبو رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. ده وویل: "د هېواد په کچه شبکې او کانالونه جوړېږي چې شل فیصده به د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي، حاصلات به ورسره ۲۵ فیصده لوړ شي او له دې سره به کاري فرصتونه هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په اړه د روسیې غوښتنه رد کړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اوکراین کې د ژبې اړوند نوي قانون د تصویب په اړه د یوې غونډې د جوړېدو لپاره د روسیې غوښتنه رد کړه. د دې غونډې د جوړېدو لپاره د امنیت شورا د ټولو ۱۵ غړو له ډلې د نهو موافقه په کار وه، خو مسکو یوازې د ۴ هېوادونو موافقه ترلاسه کړه. متحد ایالاتو او د امنیت شورا پنځو نورو غړو- فرانسې، جرمني، برتانیا، بلجیم او پولنډ د روسیې وړاندیز ته مخالفې او اندونیزیا، ساحل عاج، کویټ او پیرو ممتنع رایې ورکړې. د هغه قانون په اساس چې د اوکراین پارلمان په اپریل میاشت کې تصوب کړ په اوکرایني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوکو ویدودو بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو

جوکو ویدودو «Joko Widodo» نن یو ځل بیا د اندونیزیا د ولسمشر په توګه انتخاب شو. د اندونیزیا د انتخاباتو کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلی ویدودو په سلو کې د ۵۵،۵ رایو په ګټلو سره د دې انتخاباتو ګټونکی دی. په اندونیزیا کې چې د ټول نفوس شمېر یې ۲۶۰ میلیونه ته رسېږي او د نړۍ تر ټولو زیات مسلمان وګړي لري د ولسمشرۍ انتخابات د اپریل په ۱۷مه ترسره شول او تمه کېده چې نتایج یې د اپریل په ۲۱مه اعلان شي، خو د نتایجو پر وړاندې د اعتراضونو او احتمالي نارامۍ د اندېښنو له وجې تر دې دمه وځنډول شول. د ویدودو اصلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حل مؤظف پلاوی به د ولسي جرګې په اړه نن نتایج اعلان کړي

تمه ده چې د ولسي جرګې د رئیس د انتخاب پر سر د اختلاف د حل مؤظف پلاوی نن د خپلو څېړونو نتایج اعلان کړي. په ولسي جرګه کې په تېرو درېیو ورځو کې اختلافونه وروسته له هغه اوج ته ورسېدل چې د رأیو اخېستو له یوې لانجمنې پروسې وروسته میر رحمان رحماني د رئیس په توګه معرفي شو او سیال کاندید کمال ناصر اصولي یې مخالفت وکړ. مؤظف پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې د ولسي جرګې ارشیف او د رئیس د انتخاب لپاره د رایو بهیر وګوري او له ارزونې وروسته په‌دې اړه پریکړه وکړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus