Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 14.05.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ تر دې رارسیدلی چې ښایي امریکا یولک او شل زره پوځیان فارس خلیج ته ولیږي. په دې خبرې ټولګه کې مو په چین کې له یوه کنفرانسه خبرو چې د افغانستان استازی هم برخه پکې اخلي. دا به هم ووینئ چې وټس اپ ته د جاسوسي وسله نصب شوې او د سپوږمۍ په اړه نوې څیړنې شوې

Mashaalradio.com 

پر وټس اېپ د انټرنیټي هېکرانو برید

د اړیکو نیولو لپاره د استعمالېدونکي وټس اېپ اداره وايي، انټرنیټي غلو یا هېکرانو د دوی په نظام کې له یو کمزورۍ ګټه اخیستې او په ځینو ټلیفونونو او نورو داسې وسیلو کې یې د څارنې لپاره آله لګولې وه.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان هر دوهم ماشوم د خوړو کمی لري

د بلوچستان خوړو او غذايي نیوټریشن پروګرام چارواکي وايي، په دې صوبه کې د خوړو او غذاییت د کمۍ له وجې هر دوهم ماشوم د وړوکي قد او کم وزن ښکار دی.

Pa.azadiradio.com 

پلچرخي کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي

د کابل په پل چرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په پلچرخي زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ‌وډب کې ۴ بندیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. ښاغلی رحیمي زیاتوي چې په‌دغې پېښه کې ۲۰ پولیس هم ټپيان شوي دي.




Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر په جلال‌اباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی

د افغانستان ولسمشر په جلال‌اباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی او ویلي دي چې: "تروریستانو بیا ثابته کړه چې د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري." د ارګ په بیان کې د جمهور رئیس په حواله لیکل شوي چې: د "ترورېستانو داسې حملې پر روښانه راتلونکي د خلکو باور نه‌شي کمزوری کولای." په جلال‌اباد کې پرون د مې په ۱۳مه څلور چاودنې وشوې. د ننګرهار والي وویل چې په حملو کې څلور ملکي وګړي ووژل او شل تنه زخمیان شول. په ننګرهار کې داعش او وسله‌وال طالبان فعالیت لري. هلته د پرونیو حملو مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخېستی.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی دی. له کله راهیسې چې امریکا پر ایران خپل بندیزونه تمدید کړي، هند د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي. جواد ظریف نن د مې په ۱۴مه، وویل چې په سیمه کې د تازه پرمختګونو او دوه اړخېزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره نوي ډیلي ته تللی دی. ظریف د هند د بهرنیو چارو د وزیرې، سوشما سوراج سره تر کتنې مخکې، وویل: "هند زموږ ډېر مهم سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ييز شریک دی." امریکا تېر کال د ایران سره له نړیوالې موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، ووته. امریکا سږکال پر ایران بندیزونه له سره نافذ کړل. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په بېلا بېلو هیوادونو کې د روژه ماتي رنګونه

د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې میشت مسلمانان د روژه ماتي لپاره ځانګړې تیاریانې نیسي. په پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دېش، مصر او سوډان کې د روژه تیانو د تیاریانو په اړه د رویټرز او اې ایف پي ویډیوګانې، ظفرخان اېډیټ کړې دي.

Mashaalradio.com 

پامپیو بروکسیل ته تللی

د مې پر ۱۳مه برسلز ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو د ناڅاپي سفر پر مهال د ایران په اټومي تړون کې شاملو اروپايي هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي تناو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.

Mashaalradio.com 

سره لمر کې خپله دنده ترسره کوو: ټرافیک پولیس

په خېبر پښتونخوا کې ټرافیک پولیس وايي، له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا سخته ګرمي، په داسې حال کې خپله دنده ترسره کوي خو ولس ورسره مرستې نه کوي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ پر یو پوځي پلانونو کار کوي

سپینه ماڼۍ پر داسې پوځي پلانونو کار کوي چې پر امریکايي ځواکونو د ایران له لوري د حملې په صورت کې یا په‌داسې حالت کې چې ایران خپل اټمي پروګرام چټک کړي، امریکا وکولای شي چې یو لک او شل زره عسکر منځني ختيځ ته واستوي. دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپور کړی دی. ورځپاڼې پرون د مې په دیارلسمه، د پټو سرچینو په حواله وویل چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان خپل دا پلان تېره اوونۍ د لوړ رتبه امنیتي چارواکو په غونډه کې بحث ته وړاندې کړ. د ټایمز په حواله، په‌دې پلان کې مختلف امکانات شامل شوي او عملي کول یې ښايي میاشتې وخت ونیسي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

میکو ډیو خپل برګی پوستکی د ښایست نمونه ګرځولی

میکو ډیو د تنزانیا د دار سلام ښار سره تعلق لري، پنځلس کاله وړاندې د برګي/پیس ناروغۍ وهلی دی. خو وايي دا یې خپله ښکلا ګرځولې او په ماډلنګ کې یې لوړ مقام ترلاسه کړی دی. د رویټرز دا ویډیو رپورټ منورشاه پښتو ته اړولی دی.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان مخابراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې

نن د سې شنبې په ورځ ۱۲ بجې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د مخابراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې. د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي رآډیو ته وویل چې چاودنه په یوه ښاري ټکسي کې شوې. د بغلان د عامې روغتیا د ریاست مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وویل چې د پېښې له ځایه د مېرمنو او ماشومانو په ګډون څلور تنه روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی ولې دولتي چارواکي د داسې پېښو پړه پر طالبانو اچوي.

Pa.azadiradio.com 

ویرجیل فن ډایک د انګلستان په غوره‌لیګ کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ

د لېورپول غوره ستوري د انګلستان په غوره‌لیګ فصل کې د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ. د ورزشي وېب‌پاڼو له مخې، ویرجیل فن ډایک په‌دې لاره کې زیات سیالان لرل، خو چانس ورسره مل نه‌و او ونه توانېد چې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي. د فصل غوره لوغاړی د مینه‌والو، د غوره‌لیګ د ۲۰ ټیمونو د لوبډل‌مشرانو او د انګلستان د فوټبال د یو شمېر غوره کارپوهانو له‌خوا غوره کېږي. په تېر فصل کې دغه لقب محمد صلاح خپل کړی و.

Pa.azadiradio.com 

مجیب ځدران په ایرلنډ کې د کرکټ افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي

ټاکل شوې نن سې شنبه مجیب ځدران په ایرلنډ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي. مجیب ځدران، نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ هغه درې تکړه لوبغاړي دي چې د هندوستان د غوره‌لیګ سیالیو په لوبو کې بوخت وو. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته په‌دې اړه وویل: "زموږ دا درې لوبغاړي د نړۍ په کچه له غوره لوبغاړو څخه دي، دا لوبغاړي چې د ملي لوبډلې په جوړښټ کې یو ځای شي د ملي لوبډلې ترکیب به لا پیاوړی شي او موږ هیله مند یو چې له ایرلنډ سره... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus