Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2019

Новости за 09.05.2019

Mashaalradio.com 

روس د ناڅیانو د ماتې کلیزه ولمانځله

پخواني شوروي اتحاد ۷۴ کاله مخکې په دوهم جهاني جنګ کې ناڅيان مات کړل. د مې پر انهمه د دې کلیزې په مناسبت د روس ولسمشر ولاديمير پوتين او د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايېف د پوځي پرېډ نندارې ته ورغلي ول چې په سلګونو ځواکونو او ټانګونو په پرېډ کې برخه درولوده. ويډيو: رویټرژ ايډيټ: هدايت سلطاني

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په کابل کې د کونټرپارټ پر موسسې د طالبانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹ تنو ته ورسېد. د سوریې په کورنۍ جګړه کې په لسو وروستیو ورځو کې یو نیم لک کسان بې ځای شوي. چينايان له پاکستانه عيسوۍ نجونې د ودونو په نوم بيايي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

په زوره د مذهب اړولو مخنیوي قانون جوړوو: رمېش کمار

د پاکستان په پارليمان کې د حکمران ګوند تحريک انصاف يو غړي ډاکټر رمېش کمار په زوره د هندو نجونو ودولو او د هغوی د مسلمانولو مخنيوي لپاره د مې پر اتمه په پارليمان کې يو بيل وړاندې کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټ‌بال ټورنمنټ پیل شوی

په کندهار ولایت کې د جنرال عبدالرازق په نوم د فوټ‌بال ټورنمنټ پیل شوی دی. د دغه ولایت د ورزشي ادارې سرپرست مدیر اغا نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې چې د کندهار په ملي جمنازیم کې جوړ شوی ۳۲ لوبډلو ګډون کړی دی. په‌دغه ټورنمنټ کې هر ورځ دوه لوبې کېږي او د روژې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه

د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې تاتنهام لوبډلې اژاکس لوبډلې ته ماتې ورکړه. که څه هم د سیالۍ په لومړي نیمايي کې اژاکس لوبډله دوه د صفر په وړاندې مخکې وه، خو د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې تاتنهام لوبډلې په بې ساري ډول درې ګولونه ووهل او بریا يې خپله کړه. اوس به تاتنهام لوبډله د روانې راتلونکي لمریزې جوزا په ۱۱مه نېټه له لېورپول لوبډلې سره پایلوبه کوي. راپورنه وايي چې دا لوبه به په متروپولیتانو مادرېد سټډیم کې ترسره شي.




Pa.azadiradio.com 

روسیې نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۴مه کلیزه ولمانځله

روسیې نن د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال نازي جرمني ته د ماتې ورکولو ۷۴مه کلیزه ولمانځله. د مسکو په سره میدان کې دا ورځ په پوځي رسم ګذشت سره ولمانځل شوه. ولسمشر ولاديمير پوتین، صدراعظم دمتري مدودف او د قزاقستان پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف هم په مراسمو کې ګډون وکړ. پوتین د رسم ګذشت په پرانیسته کې ادعا وکړه چې له نازي جرمني څخه د اروپا اصلي ازادوونکی شوروي اتحاد و او د اوکراین پلازمېنه کیف‌يې د روسیې لرغونې پلازمېنه وبلله. ده وويل: "موږ ورځ په ورځ د خپل ملت د جګړې بريا پېژنو. دا په مشخصه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوريا: شمالي کوريا د ختيځ لور ته ۲ مشکوک توغندي ويشتلي

د جنوبي کوريا پوځ وايي، شمالي کوريا د ختيځ لور ته دوه مشکوک توغندي ويشتلي دي. تر یوې اوونۍ لږه موده مخکې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د ګڼو توغندیو د ویشتلو ازموينې ولیدې. د جنوبي کوریا د لوی درستيز دفتر نن وویل چې دا توغندي د ځايي وخت د ماښام پر څلورنیمو بجو ویشتل شوي چې ښايي د لنډ واټن ويشتونکي وي. په کوریا ټاپو وزمه کې د مې له څلورمې نېټې راهیسې وضعیت نور هم ترينګلی شوی چې شمالي کوریا ګڼ راکټونه وويشتل او لږ تر لږه یو د لنډ واټن ویشتونکی توغندی يې له خپله ختيځ ساحله په سمندر کې وويشت. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ځان معذوره نه ګڼم: تمثیله

د خېبر پښتونخوا د سوات ۲۵ کلنه تمثيله چې وزيږېده، لاسونه یې نه وو. خو هغې بيا هم تر څوارلسمه زده کړې وکړي او خپل ژوند پر مخ بيايي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

کابل کې د مې پر اتمه وسله وال برید مالي زیانونه هم اړولي

د کابل په ښار کې د چارشنبې ورځې په برید کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي. نور په دې ویډیويي رپورټ کې. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته

د کابل په ښار کې د چهارشنبې د ورځې په حمله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم ورسیدل. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

"جغرافیايي نښې"؛ نور هېڅ یو هېواد د افغانستان توکي په خپل نوم نه‌شي صادرولی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي له دې وروسته به د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات اروپایي هېوادونو ته د افغانستان په مارک او نښان صادر او ملکیت به‌یې دې هيواد پورې اړه ولري.

Mashaalradio.com 

وژل شوې راحيلې تعليم د افغانستان نجات باله

۱۷ کلنه راحيله تېرکال د کابل په يوه ځانمرګي بريد کې په خپل ټولګي دننه و وژل شوه. ورور يې د ډايري و لوسته او په الهام اخیستو سره د راحيلې په ياد کې کتابتون او تعليمي مرکز جوړ کړ.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان په موټر کې د اکسیجن د کمي له کبله مړه شوي دي. د هرات د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې په یوه موټر کې پاتې شويو کوچنيانو ته د کافي اکسیجن نه رسېدو له کبله له مړو شويو څخه دوه يې په موټر کې او یوه بل يې په روغتون کې ساه ورکړه. د دې روغتون رئیس محمد عارف جلالي ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ وشوه او د دغو کوچنیانو مور او پلار د متوسطه طب په انسټيټیوټ کې ازموینه درلوده. ده وويل: "دوه نجونې یوه اته کلنه او څلور کلنه او بله يې یو کلنه چې پلار يې په موټر کې پرې ايښي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي: په هوايي حملو کې د یوه کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو غړی وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ غړي وژل شوي او یو کوچنی ټپي شوی دی. د ولایتي شورا غړي محمد کریمي نن پنجشنبه سهار ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی. د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین‌الله توخي بیا ازادي راډيو ته وویل چې تېرماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته ور وړل شوی دی.  ازادي... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus